د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۸

"پاکستان د ترانزیت په برخه کې د ستونزو له هواري ډډه کوي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، له بېابېا هلو ځلو سره سره پاکستان د دواړو هېوادونو د ترانزیت او سوداګرۍ د نوي تړون د عملي کیدو په اړه له همکارۍ ډډه کوي.

د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول وايي، د اپټا په نوم د دې نوي تړون په عملي کیدو کې یو شمېر ستونزې موجودې دي، خو پاکستان یې هواري ته تیار نه دی.

ښاغلي رسول د مشرانو جرګې غونډې ته وویل، د اپټیکا په نوم په دې اړه یوې ګډې کمیټې دوه ځلې غونډه کړې، چې هغې هم کومه نتیجه نه ده ورکړې:

"په دې موافقه لیک کې ډیرې ستونزې موجودې دي، موږ چې ټولې هڅې او ټولې غوښټنې وکړې، پاکستان تراوسه نه دی حاضر شوی چې د اپټیکا دریمې غونډې ته حاضر شي، تر څو له هغوي سره دغه ستونزې مطرح کړو.

له دې سربیره موږ چې له پاکستان سره کومې غونډې درلودې، دوه اړخیزې او درې اړخیزې، د اپټا د نه ټطبیق ستونزې پکې یادې شوي دي، هغوی ژمنه کړې چې دغه ستونزې هواري کړي، خو تراوسه مو کومه نتیجه ترې نه ده لیدلې."


افغانستان او پاکستان شاوخوا دوه کاله مخکې په خپلو کې د ترانزیت او سوداګرۍ یو نوی تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون د سوداګرو دستونزو د هواري او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف لاسلیک شو.

خو د مشرانو جرګې په غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د پالیسۍ جوړنې مسئول توفیق داوري وویل افغان سوداګرۍ لا هم په پاکستان کې لا هم ستونزې لري:

"ډیرې زیاتې پيسې، په ملیونونو ډالره د پاکستان له خوا د ډیمریج په توګه هر کال اخیستل کیږي. له نورو بهانو سربیره هره ورځ د افغان سوداګرو سل، یو سلو شل کانټینره مال د کراچۍ بندر ته رسیږي، خو د پاکستان حکومت عمداً نه غواړي چې اداری کارونه یې خلاص شي. د شپتو یا او یاوو کانټینرونو اداری کارونه خلاصوي نور په بندر کې پاتې کيږي، د پاکستان حکومت قصداً غواړي چې زموږ مالونه هلته له یوې اونۍ نه ډيرې پاتې شي او کرایه پرې راشي."

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انوارالحق احدي وویل چې له پاکستان سره تجارتي ستونزې سیاسي اړخ لري.

هغه وویل چې کله هم له پاکستان سره د افغانستان اړیکې خرابې شي، سوداګریزې اړیکې هم ورسره زیانمنې کیږي:

"موږ غواړو چې له پاکستان سره نورمال تجارتي اړیکي ولرو، غیر نورمالې تجارتي اړیکې زموږ په ګټه نه دي. خو له پاکستان سره زموږ ستونزه یوازې سوداګریز نه دی، ستونزه سیاسی اړخ لري.د اپټیکا غونډه ولې نه جوړیږي، دا تر ډیره سیاسي اړخ نه لري، کله چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې نه وي، سوداګریزې اړیکې یې هم زیانمنې کیږي."

افغان چارواکي او سوداګر په داسې حال کې له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې کې د ستونزو په اړه شکایت کوي، چې په دې وروستیو کې له پاکستان سره د افغانستان اړیکې په ځینو سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې راکټي حملو له امله هم زیانمنې شوي دي.
XS
SM
MD
LG