د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۳

"پاکستان دې د امنیتي ادارو او حقاني شبکې اړیکې له منځه یوسي"


د کابل او اسلام اباد لپاره د امریکا نومول شوېو سفیرانو ژمنه کړې، که تایید شي، نو د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړې کولو او د تروریزم په خلاف په مبارزه کې د لا زیاتې همکارۍ د رامنځ ته کولو لپاره به کار وکړي.

دا سفیران دا ژمنه په داسې حال کې کوي، چې د اوباما ادارې د سې شنبې په ورځ یو ځلي بیا د حقاني شبکې په وړاندې د پاکستان په چلند ناخوښي څرګنده کړه او له اسلام اباد یي وغوښتل، چې د خپلو امنیتي ادارو او حقاني شبکې ترمنځ اړیکې له منځه یوسي.

واشنګټن له اسلام اباد نه دا هم غواړي، چې افغانستان ته د هغو موادو د انتقال مخنیوې هم وکړي، چې د بمونو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د امریکا د سنا د مجلس په تاییدي اوریدنه کې اسلام اباد ته نومول شوې سفیر ریچارد اولسن وویل، چې د حقاني شبکې پر ضد د اقدام لپاره د پآکستان ترغیب دده تر ټولو لومړنې مسؤلیت وي:

"دا مسله به له پآکستانیانو سره زما د فعالیتونو او ډیپلوماټیکو بوختیاوپه سرکې ځای ولري، چې دوی د حقاني شبکې پر ضد لا زیاتو اقداماتو ته وهڅوم، څو د حقاني شبکه تر زیات فشار لاندې راوستلې شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۱ میلادي کال لپاره د ترورزم په اړه په خپل کلني رپورټ کې لیکلي، چې پاکستان د حقاني شبکې ته، چې په افغانستان کې د امریکایی او افغان ځواکونو پر ضد حملې کوي پناه ورکړې.

امریکایی تحلیل ګران بیا وایی، چې د پاکستان په استخباراتو او پوځ کې ځینې عناصر له حقانې شبکې سره اړیکې ساتي، څو د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې له امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې خپل نفوذ وساتلې شي.

د امریکا کانګرس د اوباما په ادارې فشارونه زیات کړي، څو حقاني شبکه یوه ترورستي شبکه اعلان کړي، خو له دې سره سره اولسن په افغانستان کې ثبات د واشنګټن او اسلام اباد له ګډو اهدافو څخه وبلله.

د کابل لپاره د امریکا نومول شوي سفیر جیمز کیننګم بیا وویل، چې هڅه به وکړي، چې د ډیپلوماټیکو هڅو په وسیله په افغانستان کې ثبات لا غښتلې کړي:

"سټراتیژیک مشارکت، په شیکاګو کې د ناټو بریالۍ سرمشریزه او د ټوکیو کنفرانس د افغانستان خلکو او سیمې ته دا پیغام ورکوي، چې په راتلونکو کلونو کې به افغانستان د نړیوالې ټولنې او امریکا ملاتړ له ځانه سره ولري. که چیرې تایید شوم، نو دا ډیپلوماټیک کمپاین به په بریالۍ توګه پرمخ بوځم، څو د یو باثباته افغانستان د رامنځ ته کولو لپاره، چې د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي، خپلې ګډې ژمنې ترلاسه کړو. له دې سره به افغانستان هیڅ کله هم بیا د ترورستانو په نړیوال مرکز، چې امریکا وګواښوي بدل نشي."

د ستراتیژیک مشارکت د تړون له مخې، چې د بارک اوباما او د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا لاسلیک شو، امریکایی ځواکونه کولای شي، چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې په افغانستان کې پاتې شي.

امریکایي ځواکونه به نه یوازې د افغانستان ځواکونو په روزنه کې برخه واخلي، بلکه د افراطیانو په وړاندې عملیات به هم تنظیموي.
XS
SM
MD
LG