اسلام آباد پرېکړه کړې چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د انتقال د پایپ لاین قرارداد له مزایدې یا داوطلبۍ پرته روسیې ته ورکړي. پاکستانۍ اکسپرس تریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې روسیه ښايي له ایران څخه پاکستان ته د ګاز د پایپ لاین د یوې بلې پروژې قرارداد هم په ورته شرایطو ترلاسه کړي.
د اکسپرس تریبیون د راپور له مخې اسلام آباد په ډاګه ویلي دي چې د ټپي د پروژې قرارداد به د روسیې او پاکستان د حکومتونو ترمینځ وي او خصوصي شرکتونو به پکې ښکېل نه وي.
د انرژۍ په برخه کې د پاکستان او روسیې د ګډ کاري ټیم د غونډې یوه ګډونوال ورځپاڼې ته ویلي، حکومت به له کابینې څخه وغواړي چې ټاکلي مقررات له پامه وغورځوي او د TAPI قرارداد روسیې ته ورکړي.
ټپي د ګاز د پایپ لاین هغه ستره او مهمه پروژه ده چې د ترکمنستان د ګاز پراخې زېرمې به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. د راپور له مخې د انرژۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ د روسیې یوه پنځلس کسیز پلاوي د چارشنبې په ورځ په دې غونډه کې چې په اسلام آباد کې جوړه شوه برخه واخیسته.
ورځپاڼه د غونډې د هغه ګډونوال له قوله چې مخکې یې یادونه وشوه زیاتوي چې د دې پروژو د چارو د دوام لپاره به په راتلونکو دوو، دریو میاشتو کې دواړه اړخونه په دې برخه کې یو تفاهم پاڼه لاسلیک کړي او د ګډي کاري ډلې راتلونکې غونډه به په 2013 کال کې په مسکو کې جوړېږي.
د ایران- پاکستان د پروژې لپاره حکومت لادمخه د داوطلبۍ اعلان خپور کړی. د پاکستان د حکومت یو چارواکی وايي چې د روسیې د انرژۍ ستر شرکت ګازپروم هم ښايي د دې پروژۍ د ترلاسه کولو په داوطلبۍ کې ګډون کوي چې له دې سره به دا کمپنۍ مالي پانګونه هم کوي. دا چارواکی زیاتوي، روسیې موافقه کړې چې د مظفرګړ او ګودو د برېښنا د بټیو بیارغونه به هم کوي.
دې سرچینې اکسپرس تریبیون ته ویلي، اسلام آباد به د ایران او پاکستان د ګاز د پایپ لاین لپاره د مالي او تخنیکي مرستې د قرارداد مسوده برابروي او په دوو اونیو کې به یې سپاري.
پاکستان د دې پایپ لاین لپاره د پنځه سوه میلیونه ډالر لګښت غوښتنه کړې ده. روسي چارواکو که څه هم د مالي مرستې خبره منلې ده خو د اندازې په اړه یې څه نه دي ویلي. پر روسیې سربېره ایران هم د 250 میلیونه ډالرو ورکړې ته چمتووالی ښودلی.