د کابل ښار د بابر تاریخي بڼ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د هېواد د ټولو ولایتونو د خطاطانو، نقاشانو او رسم کښونکو د ساده او رنګینو اثارو د یوه نندارتون کوربه و.
په دې ورځو کې د هنر ګڼ شمېر افغان او بهرني مینه وال، جوپه جوپه دغه بڼ ته تلل او د افغان هنرمندانو په ګوتو جوړ شوي اثار یي کتل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ازادۍ رادیو ته وویل، دوې هڅې پیل کړي چې د هېواد هنرمندان چې د هنر په هره برخه کې د پرمختګ وړتیا ولري، ویې هڅوي او د وزارت د توان سره ورسره مرستې وکړي.
د دې وزارت سلاکار جلال نوراني ازادۍ رادیو ته وویل:
«موږ د خطاطۍ او نقاشۍ په سلګونو اثار د خلکو لیدو ته وړاندې کړل.
زموږ په ټولو ولایتونو کې ښه ښه هنرمندان شته، د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په مرسته، له بدخشانه نیولی تر خوست او همدارنګه له ټولو ولایتونو هنرمندان د دوي له اثارو سره کابل ته راوبلل شول.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مشوره د هر اثر تر څنګ، د هغه بیه ذکر شوې وه.
هنرمندان وایي، د کار اسانیتاوې یې کمې دي او که د حکومت مربوطې ادارې ورسره مرسته وکړي، دوي د ډیرو ارزښتناکو هنري اثارو د تولیدولو توان په ځانونو کې ویني، توریالی وایي:
«اوس مهال یوازې په کابل کې هنرمند ته د فعالیت زمینه برابره ده، په نورو ځایونه دا شرایط نشته، د هنرمند ژوند هنر پورې تړلی که د فعالیت مخه یي ونیول شي، له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي.
که حکومت ورسره مرستې وکړي، کولای شي هنري فعالیتونه زیات کړي او خپله هم هوسا شي.»
د دې هېواد تاریخ وایي، افغانان له هنره بیګانه ولس نه دی، د تاریخ په اوږدو کې یي داسې هنري اثار تخلیق کړي، چې په سیمه او نړۍ کې شهرت لري.
خو ډیر کلونو جنګونو د دې هېواد د نورو برخو په څیر هنر هم وځاپه، خو د نظر خاوندان وایي، له ستونزو سره سره په وروستیو کلونو کې د هنر په هره برخه کې د افغانانو د پرمختګ نښې لیدل کېږي.
راپور: خان محمد سیند