د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

افغان ځواکونه د هېواد د امنیتي مسوولیت اخیستو توان لري؟


په داسې حال کې چې په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه د ټاکل شوي پلان له مخې په ۲۰۱۴ کال کې وځي، د افغان ځواکونو په تېره د ملي اردو محاربوي قابلیت هغه پوښتنه ده؛ چې په افغانستان کې دننه او په بهر کې په ذهنونو کې ګرځي.

که څه هم د افغان ځواکونو له روحیې ښکاري، چې د طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو د حملو په وړاندې کافي تیاري لري، خو دوی ته د تجهیزاتو او مالي امکاناتو رسول هغه ستونزه ده چې له پامه نشي غورځول کېدای.


د لوګرولایت په چناري نومې سیمه کې د ملي اردو د یوې پوستې د قوماندان تورن محمدرضا په مخابره کې د طالب قوماندان ″فقیر طلحه″ غږ راځي؛ چې خپل یوه ملګري ته وايي: (انډیوالان ټول راسره دي، په کلي کې غونډه کوو او زه به د ماسپښین په دریو بجو هلته اوسم.)

د لوګر په دې سیمه کې دښتې پراخې دي، خو د دوو دښمنانو ترمنځ واټن ډېر کم دی. هغه کلی چې د تورن رضا په نظر طالبان به غونډه په کې کوي، د چناري له مرکز او د هغې له اړوندې پوستې څخه چې نژدې شل سرتېري دنده په کې لري، ښايي یو کیلومتر لیرې وي.

خو د چناري سرتېري د طالبانو د غونډې د ځای معلومولو لپاره هېڅ راز وسایل نه لري او حتی که یې ولري هم، د برید لپاره توپچي ځواک نلري.

دوی یوازې کولای شي په خپلو برګو موټرو کې د هغه سړک په اوږدو کې ګزمه وکړي؛ چې پای یې د پاکستان په قبایلي سیمو کې دی، هغه سیمې چې د ټولو نړیوالو په وینا د طالبانو اصلي مرکزونه په کې دي.

د لوګر ولایت په چناري سیمه کې د ملي اردو د پوستې سرتېري هغه ځواک دی؛ چې ولسمشر حامد کرزی وايي، له ۲۰۱۴ کال وروسته به د هېواد د دفاع مسوولیت په غاړه اخلي.

ښاغلی کرزی وايي، پوځ یې تیار دی او د چناري پوستې سرتېري هم وايي، چې تیار دي، خو په عین حال کې د تجهیزاتو او وسایلو له کمښت او نشتوالي څخه جدي اندېښنه هم لري.

دوی په شلو کسانو یوه اوسپنیزه پوځي خولۍ لري. اوسپنیزه خولۍ یو مثال دی. ولسمشر کرزی وايي، چې د دې خولیو په څېر د تجهیزاتو نشتوالي سخت ناآرامه کړی.

د امریکا پوځ د ملي اردو لپاره نوې اوسپنیزې خولۍ چې سپکې دي برابرې کړي خو ټولو سرتېرو ته نه دي ورکړل شوي.

د امریکايي ځواکونو د عامه اړیکو د څانګې مسوول ډګرمن ″تیموتي سټاوفر″ Timothy Stauffer اسوشېتېدپریس آژانس ته وویل؛ چې د ملي اردو لپاره په ډېره زیاته اندازه وسایل او تجهیزات اخیستل شوي دي، خو د ده په وینا ستونزه د ملي اردو په لوژستیکي اکمالاتو کې ده، ځکه دا تجهیزات نه دي وېشل شوي او په زېرمه تونونو کې پراته دي.

د اسوشېتېدپریس خبریال د دې ستونزو له یادونې وروسته د چناري پوستې د سرتېرو په اړه لیکي چې روحیات یې اوچت دي او د هېواد پالنې ښه انګیزه لري. د دوی په نظر طالبان هغه خام هلکان دي چې د پیسو لپاره یې په وسله وال مخالفت لاس پورې کړی خو خبریال زیاتوي، ځینې نور صفات چې دوی یې د طالبانو لپاره یادوي تقریباً ټول همغه دي چې په دوی کې هم شته.

د ملي اردو ډېرشمېر سرتېرو پوره ښوونځی نه دی لوستی یا ګردسره بېسواده دي، خو د ملي اردو له لیکو سره د دې لپاره یوځای شوي چې پیسو ته اړ دي. د طالبانو انګیزه دین او مذهب دی خو د دوی انګیزه له هېواد سره مینه ده.

دوی وايي چې له طالبانو څخه نه وېرېږي او جګړې ته تیار دي خو دا هیله هم لري چې یوه ورځ به یې په هېواد کې سوله ټینګه شي.
XS
SM
MD
LG