د بریتانیا د سترې محکمې قاضیانو د رایو، په اکثریت سره د اسانژ دا ادعا چې دهغه د نیولو جواز اعتبار نه لري رد کړه.
له دې وړاندې د بریتانیا دوو محکمو، سویډون ته، د دغه اسټرالیایې تبعه د استولوحکم کړې و.
د بریتانیا د سترې محکمې رئیس « نیکولاس فلیپس» د چارشنبې په ورځ د محکمې حکم اعلان کړ، فلیپس وویل:
“د ښاغلي اسانژ د استولو لپاره قانوني غوښتنه شوې وه او د هغه د نه ایستلو د غوښتنې مرافعه رد شوې ده”.
۴۰ کلن جولین اسانژ دوه کاله د دې پریکړې پر خلاف چې باید له بریتانیا څخه سویډن ته واستول شي او هلته پر ده، د لګول شوېو تورونو په اړه پوښتونو ته ځوابونه ووايي مبارزه وکړه.
نوموړي، د ۲۰۱۰ میلادي کال د دسمبر په میاشت په بریتانیا کې د اروپا د یوه حکم پر اساس په دې تور ونیول شو چې، د همدې کال په مني کې یې په سویډن کې پر دوو ښځو تعرض کړی و.
اسانژ دغه ټول تورونه ردوي او نه غواړي چې سویډن ته ولاړ شي.
هغه اندیښمن دی، هسې نه چې سویډني مقامات یې امریکا ته وسپاري.
ویکېلیکس خپرونې، په لسګونو زره داسې پټ اسناد خپاره کړل چې، په هغه کې د امریکا ديپلوماتیک پیغامونه ثبت شوي وو. اسانژ چې د نوموړي خپرونې رئیس و، له همدې کبله ټولې نړۍ ته معرفي شو.
امریکا د اسانژ په مشري د ویکې لیکس له خوا د امریکايي اسنادو رسوا کول په سختو ټکو وغندل.
د بریتانیا د سترې محکمې له خوا د اسانژ د استولو حکم په دې معنی نه دی چې، هغه به سمدلاسه له بریتانیا څخه سویډن ته واستول شي.
محکمې د اسانژ مدافع وکېلانو، ته وخت ورکړی دی چې، په دوو اوونیو کې د نوموړی د دوسیې د بیرته پرانیستلو هڅه وکړي.
کله چې محکمې سویډن ته د اسانژ د استولو حکم وکړ، نو مدافعي وکېلي« دینا روز » وویل چې، د محکمې حکم د هغو اسنادو پر اساس و چې، د مرافعې پر وخت، بحث نه دی پرسوی. هغې وویل چې سویډون ته د اسانژ دنه استلو په اړه به اپیل وکړي، اسانژ د محکمې د فیصلې پر وخت حاضر نه و.
د ویکي لیکس له خوا د افغانستان او عراق د جګړې په اړه د امریکايي مقاماتو ترمنځ د پټو پیغامونو او د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادنو، د سیاسي حالاتو په اړه د تحلینونو خپریدل د نړۍ په میډيا کې یوطوفان رامنځ ته کړ.
امریکایي مقاماتو او سیاست مدارانو د ویکې لیکس پر خپرونې سخت انتقادونه وکړل، چې په دې کار سره یې د هغو کسانو ژوند په خطر کې واچوي چې، له امریکايي مامورینو او دیپلوماتونو سره یې همکاري کړې وه.