د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

ناټو په پکتيا کې ۸ کسيزه کورنۍ ميراته کړه


په پکتيا ولايت کې د ناټو ځواکونو د تېرې شپې د هوايي بريد په اړه چې ويل کېدل شل تنه وسله وال ‌‌‌طالبان پکې وژل شوي، اوس د پکتيا ولايت حکومتي مسولين وايي چې وژل شوي ټول اته تنه او په عين وخت کې ملکي او بې ګناه خلک دي.

د پېښې قربانيان د يوې کورنۍ غړي دي، چې پکې شپږ تنه ماشومان يوه مور او يو پلار شامل دي او د همدې سيمې په اصطلاح ټوله کورنۍ ميراته شوه، خو دا هم تر دې دمه معلومه نده چې وژل شوی ماشومان څومره عمرونه لری او په دوی کې څو نجونې او څو هلکان دي.

که څه هم له پېښې وروسته د پکتيا ولايت يوې حکومتي سرچينې د ناټو له خولې ويلي و چې په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې يې په هوايي بريد کې شل وسله وال وژلي، ولې لا هماغه وخت د سيمې خلکو وژل شوي کسان بې ګناه او ملکيان بللی و

د پېښې ځای د ګردې څېړۍ ولسوالۍ اړوند د سوريخېلو سيمه ده، چېرې چې د وتلي طالب قوماندان جلال الدين حقاني خپل خپلوان او تربرونه اوسي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون ازادۍ راډيو ته وويل چې په دې هوايي بريد کې ټوله کورنۍ وژل شوې.
سمون زياته کړه:

″موږ په دې پېښه کلک خواشيني يو، د دې کورنۍ مشر محمد شفيع نومېږي، نه نوموړی او نه يې هم د کورنۍ نور غړي د دولت مخالفان دي. د دغه پېښې څېړنه کوو او وروسته به يې جمهوري رياست ته هم ليکلی راپور ورکړو .″

نوموړي د وژل شويو په اړه وويل چې ټول بې ګناه کسان دي، نه حکومت پلوي او نه وسله وال طالبان دي او دا عمليات د بهرنيو ځواکونو لخوا په خپل سر شوي او افغان اړخ پکې نه و همغږی شوی.

″موږ دا عمليات غندو، ځکه په دې اړه د افغان حکومت مسوولين ندي خبر کړل شوي او دوی په خپل سره عمليات کړي، د دې عملياتو ټول مسووليت د بهرنيو ځواکونو دی. که څه دوی په پيل کې ځانونه ناخبره اچولي و، خو وروسته يې ومنله چې بريد دوی کړی او تحيقات به يې هم پيل کړي.″

د ناټو ځواکونو په هوايي بريد کې دغه اته کسيزه کورنۍ په داسې مهال وژل کېږي چې ترې يوه ورځ وړاندې، د دې وژل شويو کسانو وکيلانو په ولسي جرګه کې په غوڅ اکثريت هغه سند لاسليک کړ چې د افغانستان او متحده ايالاتو تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو په اړه چمتو شوی.

که څه په دې سند کې او د سند له تاييد وړاندې هم پر دې موضوع ډېر ټينګار شوی چې ناټو ځواکونه بايد د شپې لخوا او همدا رنګه د افغان مسوولينو له خبرولو پرته عمليات ونه کړي، خو داسې انګېرل کېږي چې بهرني ځواکونه نه غواړي چې خپل بادارانه موقف له لاسه ورکړي.

راپور: لمر نيازی - پکتيا
XS
SM
MD
LG