د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

انډونيزيا، د افغانانو په ګډون له ٧٠ کډوالو تحقيقات کوي


د اندونیزیا پولیسو له هغو شاوخوا اویا مهاجرینو څخه تحقیقات پیل کړي چې اکثره یې افغانان دي او غوښتل یې استرالیا ته لاړ شي خو کشتۍ یې د سمندرسختو څپو ویجاړه کړې وه او دوی په لامبو ځانونه ساحل ته رسولي وو.

د اندونیزیا د جاوا ټاپو د ختیځ ساحل اوسیدونکو د تیرې جمعې په شپه ناوخته چارواکو ته خبر ورکړی وچې یوشمیرکسان یې لیدلي چې له اوبو ساحل ته را وځي اوځینې یې سمدستي له ځایه پښې سپکوي.

د ملنګ د سیمې د پولیسو مشررینتوجتمونو فرانسپرس اژانس ته وویل، دوی تیره شپه ناوخته ۴۳ مهاجر چې پکې درې ماشومان اویوه ښځه وه، پیدا کړل چې د ټولو روغتیایي حالت ښه دی او اوس ورڅخه د سیمې د مهاجرت دفترپوښتنې کوي.

پولیسو دغه راز نن دیرش تنه نورهم ونیول او په نورو پسې چې ګومان کیږي ځانونه به یې ورک کړي وي، هم لټه روانه ده.

د ۵۵ کالو په عمر یوه افغان دې اژانس ته وویل چې له افغانستانه د خپلې میرمنې او څلوروماشومانو د وتلو او تردې کشتۍ پورې د رسیدولپاره یې پنځه زره ډالره قاچاقبر ته ورکړي دي. هغه وایي د دغو پیسو د برابرولو لپاره یې خپل هرڅه پلورلي دي.

هغه فرانسپرس ته ویلي چې دوی اته میاشتې په اندونیزیا کې انتظارول ترڅو ورته د دې امکان برابرشو چې په دغې کشتۍ کې چې د استرالیا د کریسمس ټاپو پر لوري روانه وه، سپاره شي.

دا ټاپو د اندونیزیا جاوا ټاپوته نژدې پروت دی.

اوولس کلن علي احمدي چې د مالیزیا او د اندوزیا د پایتخت جاکارتا له لارې تردې کشتۍ پورې ځان رسولی و وایي، ټول پنځه زره ډالره یې مصرف کړي دي. دی وایي خپله کورنۍ یې هم له دې نه وه خبره کړې چې دی غواړي استرالیا ته لاړشي.

د اندونیزیا د ملنګ د سیمې د پولیسو مشرجتمونو فرانسپرس ته وویل چې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنیرۍ د یوشمیر پناه غوښتونکو دوسیې څیړلې دي.

چارواکو ویلي چې دوی ته د غیرقانوني مهاجرینو په اړه چې غوښتل یې په دې کشتۍ کې ځانونه د استرالیا ټاپو ته ورسوي، د ۸۳ او سلو کسانو خبره کړې ده.

جتمونو وویل، دغو مهاجرو ورته دا هم ویلي چې کشتۍ یې دوه ورځې وړاندې خرابه شوې وه، د سمندر سختو څپو یې ماشین له کاره غورځولی و او دوی نه پوهیږي چې څومره فاصله یې لامبو وهلې ده.

تیره اونۍ هم د اندونیزیا چارواکو ویلی وچې لسګونو افغان مهاجرو وروسته له هغې ځانونه تري تم کړل چې کشتۍ یې په سمندرکې ورانه شوې وه او دوی هغه د اندونیزیا د لومبوک ټاپوپه ساحل کې پیداکړه.

د پولیسو په وینا دغه مهاجر تراوسه ندي موندل شوي او دغه نوې پیښه له بلې هغې سره کوم تړاو نه لري.

اندونیزیا د هغو پناه غوښتونکو په یوې ترانیزیتي نقطې بدله شوې چې غواړي استرالیا ته ولاړشي خو اکثره وختونه ورستې کشتۍ چې پکې له حده زیات خلک سپریږي، ترخپل منزله نه رسیږي.

د تیرکال په ډسمبر کې یوه کشتۍ چې پکې شاوخوا دونیم سوه مهاجرچې زیاتره یې افغانان و سپاره و، د اندونیزیا په اوبو کې ډوبه شوه چې یواځې ۴۷ سپرلۍ یې وژغورل شوې.
XS
SM
MD
LG