د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د افغان ځواکونو تمویل د لویدیځ په کړنلاره کې مهمه مسله ده


په داسې حال کې چې د امریکا اروپايي متحدین خپله له مالي بحران سره مخ دي د امریکا یو لوړ پوړي چارواکې ویلي، دوي باور لري چې د ناټو په هغه سرمشریزه کې به چې په مې میاشت کې جوړیږي دوي د دې اعلان وکړي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره یې د کال د یومیلیارد ایرو مرستو ژمنې کره او پخې کړي دي.

تیر کال د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ ګیټس په افغانستان کې د امریکا له متحدینو غوښتي و، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره د یو میلیارد ایرو مرستو ژمنه وکړي.

د رویټرز خبري اژانس اوس د امریکا د دفاع د وزارت د یو لوړ پوړي چارواکې له خولې ویلي د یو میلیارد ایرو مرستې لپاره زموږ غوښتنه تر ۲۰۱۴ کال وروسته ده.

موږ په دې برخه کې د خپلو متحدینو برخې اخیستې ته په تمه یوو.

د دې چارواکې چې نوم یې نه دی یاد شوی له خولې ویل شوي چې موږ په دې برخه کې پرمختګ کړی دی خو لا هم لاره اوږده ده.

د رویترزي خبري اژانس وايي، په داسې حال کې چې د ګڼو هېوادونو محاربوي سرتیري تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې له افغانستان څخه وځي د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو فعال او موثر ساتل او د دوي تمویل دا مهال د افغانستان لپاره د لویدیځ په کړن لاره کې مهمه مسله ده.

تمه ده، چې د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران به د بروکسل په هغه دوه ورځنۍ غونډه کې چې نن ( چارشنبې ) پیلیږي په دې برخه کې ژمنو ته یوه بڼه ورکړي او دا مسله به یې د اجنډا په سر کې وي.

د څارونکېو په وینا د امریکا متحده ایالت اوس له خپلو متحدینو څخه د افغانستان لپاره د اوږدې مودې مالي مرستو ژمنه په داسې حال کې غواړي چې دا هېوادونه خپله له اقتصادي فشارونو او تنګسیا سره مخ دي.

یو شمېر اروپايي هېوادونه شک څرګندوي چې ګوندې دوي به وتوانیږي د افغانستان لپاره هغومره پیسې چمتو کړي چې امریکا یې له دوي څخه ژمنه غواړي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د افغان حکومت دننه اداري فساد او پر یو شمېر لویدیځو پوځیانو باندې د افغانستان د امنیتي ځواکونو دننه څخه بریدونو په دې برخه کې ستونزې نورې هم زیاتي کړي دي.

خو سره له دې هم امریکايي چارواکې هیلمن دي چې د هغو څلور میلیارده ډالرو درې برخې پیسې به کره او ژمنې به یې تر لاسه کړي چې افغان امنیتي ځواکونه ورته په کال کې اړتیا لري.

یو امریکايي چارواکې چې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا سره یې پروکسل ته سفر کاوه خبریالانو ته دا ومنله چې افغان ولسمشر حامد کرزی ددې بودیجې د باوري کولو په برخه کې اندېښنه لري.

نوموړې وویل، دا د یو یا دوه کلونو مسله نه ده بلکې دا به یوه اوږد مهال ژمنه وي او دوی هیلمن دي چې د بروکسل په غونډه کې به د ناټو نور غړي پر دې قانع کړی شي چې په دې برخه کې سخاوت وکړي. او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره تر هغې وروسته بودیجه باوري کړي چې بهرني سرتیري له افغانستان څخه ووځي.
XS
SM
MD
LG