د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

تمنا: له امریکا سره د سټراټیژیک تړون په اړه خبرې روانې دي


د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند فرامز تمنا
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند فرامز تمنا
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږد مهاله سټراټیژیک تړون په اړه وروستۍ خبرې د شنبې په ورځ وشوې.

د دې وزارت د ویاند مرستیال د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دغو خبرو پایلي به ژر روښانه شي.

فرامرز تمنا وايي، د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږد مهاله سټراټیژیک تړون د لاسلیکولو په مخکې یو لوی خنډ، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې د عملیاتو دوام دی.

ښاغلي تمنا هیله څرګنده کړه، چې یاده ستونزه هم ژر حل شي او دغه تړون په شیکاګو کې د ناټو د مشرانو تر غونډي مخکې لاسلیک شي.

“د افغانستان اوامریکا تر منځ د سټراټیژیک تړون په اړه خبرې موږ ته ډیر مهم او اساسي ارزښت لري، دوه اړخیزه خبرې روانې دي او پایلي به یې ژر تاسو ته اعلان شي.

په هر حال زموږ ټولو هیله دا ده، چې د شیکاګو له کنفرانس څخه مخکې دغه تړون د دواړو هیوادونو تر منځ لاسلیک شي، دواړه خواوي تفاهم لري.”

د اوږد مهاله سټراټیژیک تړون په اړه د افغان او امریکايي چارواکو تر منځ خبرې له شا او خوا یوه کال راهیسې روانې دي، خو نتیجې یې روښانه نه دي.

د دې تړون د لاسلیک په مخکې د افغان حکومت دوه مهم شرطونه یادیږي، چې یو افغان حکومت ته د بګرام زندان سپارل او بل هم د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې د عملیاتو بندول دي.

خو د سیاسي چارو کتونکې بیا تر هرڅه مهم د دې تړون لاسلیکول بولي، چې د دوی په خبره دواړو هیوادونو ته یې ګټه رسیږي.

د دوی له ډلي کبیر رنجبر ازادۍ راډیو ته وویل، چې له امریکا سره به دغه تړون افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لاسوهنو وژغوري.

“د دې تړون لاسلیک د دواړو هیوادونو لپاره مهم دي، فکر کوم هغه شرطونه چې افغان حکومت ایښي دونه سخت نه دي، چې امریکا یې ونه مني.

هغه خطرونه چې په راتلوونکې کې موږ ته د ګاونډیو هیوادونو له خوا متوجې دي، دغه تړون دا ضمانت کوي، چې افغانستان له دغو ګواښونو څخه وساتي.”

که څه هم امریکا افغان حکومت ته د بګرام زندان سپارل منلي، خو په افغانستان کې د شپې پر عملیاتو، چې د وسله والو په وړاندې مهم بلل کیږي لا کومه نهایی موافقه نده شوې.

خو له دې هرڅه سره افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې د سټراټیژیکو اړیکو اوږدمهاله تړن د اوس مهال لپاره یوازي د سیاسي همکاریو په چوکاټ کې لاسلیکیږي.

ولسمشر کرزي د نوي تعلیمي کال د پیل په غونډه کې وویل، چې تر دې تړون یو کال وروسته به په افغانستان کې د امریکا د اډو موضوع وڅېړل شي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG