د فرانسې په جنوب لویدیځ کې د اوو کسانو په وژنه تورن چې ویل کېږي، له افراطي ډلو سره یې تړاو درلود، پرون ووژل شو.
فرانسوي چارواکي وايي، تورن محمدمیراه د هغې دوه دېرش ساعته نښتې په پای کې ووژل شو، چې د پنجشنې په ورځ سهار وختي په تولوز Toulouse ښار کې د ده پر کور د پولیسو له برید وروسته پیل شوه. ویل شوي دي چې نوموړی د حملې په وخت کې له کړکۍ لاندې غوځار شو.
د فرانسې ولسمشر نیکولاسارکوزي پولیسو ته د دې عملیاتو د بریا مبارکي ورکړه او ویې ویل:
"ټول لازم اقدامات ترسره شول څو قاتل عدالت ته وسپارل شي، خو دا ممکنه نه وه چې دې هدف ته د رسېدو لپاره د خلکو ژوند په خطر کې واچول شي. ځکه په کافي اندازه قتلونه شوي وو."
د فرانسوي څارنوالانو په وینا، محمدمیراه درې واړه حملې چې دی پرې تورن دی په ویډیويي کمره ثبت کړې. پولیس وايي، دوی اوس مهال د ۲۴ کلن میراه دا ادعا نشي تاییدولای چې وايي، خپله ثبت کړې ویډیو یې پر انټرنېټ خپره کړې ده او دا چې دی له القاعده ډلې سره تړلی او پولیسو ته یې ویلي دي چې په روانه میاشت کې درې فرانسوي پوځیان، یو یهودي راهب او درې یهودي زده کوونکي په جلا بریدونو کې ده وژلي دي.