د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه تر ډیره د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه شتو ستونزو او د ولسي جرګې له خوا کاندیدو وزیرانو ته د باور رای ورکولو بهیر ته ځانګړې کړي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې ورځپاڼې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په برخه کې شتو ځینو ستونزو ته په اشارې دا مساله څیړلې، چې ایا واشنګټن له کابل سره له ستراتیژیک تړون تیریدلې شي؟
ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا لپاره له دې تړونه تیریدل ځکه ناممکن دي، چې دغه هیواد په افغانستان او سیمه کې د خپلو ګټو اواهدافو د تعقیب لپاره خورا زیاته پانګه ونه کړې او د زیاتو مالي لګښتونو ترڅنګ یی زیات شمیر سرتیري له لاسه ورکړي دي.
ورځپاڼه لیکي، چې د امریکا لپاره ددغو ځانګړو اهدافو ترلاسه کول یوازې له افغان دولت سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیک له لارې ممکن دي.
ورځپاڼې وروستي فشارونه، د خبرو په ټپه درول او ګواښونه هغه وسیلې دي، چې امریکا یی د افغان دولت لخوا د فشارونو د نرمولو لپاره کاروي.
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا د ځینو افغان چارواکو په حواله دا خبره رد کړې، چې ګواکې امریکا دې د شپې د عملیاتو د بندولو او د بګرام زندان د سپارلو لپاره د افغان حکومت د ټینګار له کبله د ستراتیژیک تړون په سر خبرې ځنډولي.
ورځپاڼې د حکومت د رسنیو د مرکز د مرستیال په حواله لیکلي، چې همدا تیر ماښام پورې هم د امریکا سفیر او نور چارواکي په ارګ ماڼۍ کې وو او پدې اړه یی له افغان چارواکو سره خبرې کولې.
ورځپاڼې لیکلي، چې تراوسه پورې داسې څه ندي شوي، چې د خبرو د ځنډ څرګندوی وي او نه هم افغان دولت ته پدې اړه کومه رسمي خبره شوې ده.
ورځپاڼه لیکي، چې افغان حکومت که څه هم له امریکا سره د ستراتیژیک تړون لاسلیکول مهم بولي، خو وایی، چې ملي حاکمیت او د دودیزی لویی جرګې سپارښتنې هم مهمې دي.
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د ستراتیژیک تړون لپاره د افغان حکومت شرایط تر پوښتنې لاندې راوستلي او لیکلي، چې د شپې د عملیاتو بندول تر ډیره د طالبانو په ګټه ده نه د افغان دولت.
ورځپاڼې لیکلي، چې د شپې عملیات، چې اکثره د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ترسره کیږي، د طالب او القاعده مشرانو په ځپلو کې مهم رول لوبولې او د هغوی د نفوذ مخه یی نیولې ده.
ورځپاڼې لیکلي، چې ځینې کړۍ هڅه کوي، چې امریکا ژر له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او د ولسمشر کرزي دا هڅې هم تر ډیره له همدې نظریی پورته شوي دي.
د ورځپاڼې په وینا دا کار د ایران او پاکستان په هڅونه کیږي، څو یو ځلې بیا افغانان یوازې پاتې شي او دوی پرې خپلې لوبې وکړي.
ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د ستراتیژیکو اړیکو لپاره د افغان دولت لخوا په امریکا ایښودل شوي شرایطونه خورا سخت بللي او لیکلي، چې له دې سره د ستراتیژیکو اړیکو تړون د نا څرګند برخلیک سره مخ شوې دې.
ورځپاڼې لیکلي، ممکن امریکا ددې شرطونو منلو ته غاړه کینږدي، خو باید وکتلې شي، چې افغان حکومت پکې کومه نرمي راولي او که نه؟
خو هیواد دولتي ورځپاڼې بیا هم پدې ټینګار کړې، چې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو د سند په لاسلیکولو کې دې د دودیزې لویی جرګې سپارښتنې په پام کې نیولې شي.
ورځپاڼې په ورته وخت کې هغه اوازې هم رد کړي، چې ګواکې ولسمشر کرزې پدې برخه کې د سیمې د هیوادونو او امریکا تر فشار لاندې دې.
ورځپاڼه لیکي، چې افغان حکومت پدې برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.
د کابینې غړو ته د ولسي جرګې د باور رایو ورکول بله مهمه مسئله ده، چې د کابل ورځپاڼو پرې بحثونه کړي.
ملي باور پدې مسئلې بحث کړې، چې د باور رای د ورکولو دا بهیر په کومو معیارونو ترسره شو؟
ورځپاڼې پدې برخه کې د ولسي جرګې پروني چلند ته په اشارې لیکلی، چې دا جرګه اوس د حکومت د نفوذ په مرکز بدله شوې او هر څه، چې حکومت غواړي هغه ترسره کیږي.
خدمتګار لیکلي، چې ولسي جرګې نهو واړو کاندیدو وزیرانو ته د باور رای په ورکولو سره یو ځلې بیا خلک حیرانه کړل.
ورځپاڼه لیکي، چې معاملې او جوړجاړي کاندیدان وزیران کړل او پکې هغه کاندیدان هم بریالي شول، چې خپلې پراختیایی بودیجې یی هم په سمه توګه نه وې لګولې.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، چې افغان ولسمشر له ولسي جرګې نه مننه وکړه، چې ورپیژندل شوي کاندید وزیران یی تایید کړل.
انیس دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د باور رای ترلاسه کول د کار پای ندې بلکه د ورځپاڼې په وینا پکارده، چې ټولې چارې د درې ګونو قواو په همغږۍ کې پرمخ بوتلای شي.