د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

په جاسوسي محکوم کسانو ته ترټولو سخته سزا په پام کې نیول شوې


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې له هغو څلورو دولتي کارکوونکو څخه لا هم څيړنې روانې دي، چې د سیمې د دوو هیوادونو استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.

د دې ریاست چارواکي وايي، چې د څیړنو له بشپړیدو وروسته به د نیولو شویو کسانو د دوسیې په اړه نور جزیات ورکړي.

بل خوا د افغانستان د عدلیې وزارت چارواکي وايي، چې د دې هیواد په قانون کې په جاسوسۍ محکوم شوي کس ته تر ټولو سخته سزا ټاکل شوې ده.

د دې وزارت د جزا د قوانیو د څانګې رییس اشرف عظیمي ازادي راډیو ته وویل چې د دې جرم سزا یا دوامداره بند او یا هم اعدام دی:

″کوم کسان چې د بهرنیو هېوادونو په ګټه په افغانستان کې په جاسوسي بوخت دي، دوی به په حبس ابد یا اعدام محکوم شي.″

عظیمي وویل، که چیرې یو څوک بهرني هیواد ته په جاسوسۍ سره ملي حاکمیت او یا هم ځمکنۍ بشپړتیا ته زیان ورسوي د اعدام حکم پرې تطبیق کیږي او که نه نو دوامداره بند دی چې له شپاړسو کلونو تر شلو کلونو پورې وي.

تیره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت چارواکو تایید کړه چې د بهرنیو چارو وزارت د یوه ټیټ پوړي چارواکي او د محلي ادارو درې کارکوونکي یې د سیمې د دوو هیوادونو استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

په عین حال کې یو شمیر کارپوهان وايي چې د افغان دولت په ادارو کې د سیمې او نړۍ د استخاباراتو د نفوذ امکانات ډير دي.

د پوځي چارو یو تن کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت ازادي راډیو ته وویل چې د مخنیوي لپاره یې باید د امنیتي ارګانونو په ګډون په بیلابیلو وزارتونو کې د ملي امنیت یا استخباراتو ادارې ته د فعالیت اجازه ورکړل شي:

″په هر سکتور حتی په اقتصادي سکتور کې، کله سوداګرۍ وزرات، مالیه وزارت، معادن او صنایع وزارتونو کې هم باید استخباراتي خلک، چې هم پټ کار کولای شي او ښکاره موجود وي.

دا د ولسمشر دنده چې زموږ ملي امنیت ته د ای. اس. ای په کچه امکانات ورکړي او یا هم د ایران د استخباراتو په کچه.″

ښاغلی طاقت وايي په پاکستان، ایران او نورو هیوادونو کې د افغانانو پاتې کیدل او په هیواد کې دلسګونو هیوادونو پوځی حضور هغه عوامل دي چې آن د دولت په لوړو پوستونو کې یې بهرنیانوته د جاسوسانو د موجودیت ویره رامنځ ته کړې ده.

د افغانستان حکومت پخوا هم یو شمیر کسان ګاونډیو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نيولي دي.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG