د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

د ولادمير پوتين د وژنې توطيه شنډه شوه


د چينل ون ټلويزيون خپره شوې ويډيو
د چينل ون ټلويزيون خپره شوې ويډيو
په روسيه او اوکراين کې امنيتي ځواکونه وايي دوى د روسيې د صدراعظم ولاديمير پوتين د وژنې توطيه شنډه کړه.

د روسيې د دولتي ټلويزيون د راپور له مخې چې نن دوشنبې خپور شو، په پام کې وه په راروانه يکشنبه په روسيه کې د جمهوري رياست تر انتخاباتو وروسته دغه توطيه عملي شي.

په راپور کې د دوو نيول شويو طراحانو عکسونه هم وښودل شول چې ويل يې دوى ته د چيچنيا ياغي قوماندان دوکو عمروف امر کړى چې پوتين ووژني.

د روسيې انټرفاکس خبري اژانس د ځينو امنيتي چارواکو له قوله چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، راپور ورکړى چې ويلي يې دي، دغه توطيه هغه وخت رسوا شوه چې د اوکراين استخباراتي اجنټانو د روانې مياشتې په پيل کې د اوکراين په بندري ښار اوديسه کې د روسيې دوه اتباع د بمي چاودنې په تړاو ونيول.

د روسيې چينل ون ټلويزيون يوه ويډيو وښوده، چې د اوکراين د امنيتي خدماتو د ادارې له خوا برابره شوې او په کې د ايليا پيانزين په نامه يو مشکوک کس ښکارېده.

پيانزين چې د راپورونو پر اساس ٢٨ کلن دى په اصل کې د قزاقستان تبعه دى، ده وويل چې له يوه ملګري سره له متحده عرب اماراتو اوکراين ته تللى، دغه ملګرى يې روسى و، چې وروسته په تصادفي بمي چاودنه کې ووژل شو.

دواړو نيول شويو کسانو ويلي، دوى ته ويل شوي وو، چې له درېيم مشکوک کس ادم اوسمايف سره تماس ټينګ کړي، بيا وروسته پر پوتين د بريد پلان طرحه پيل کړي. ايليا پيانزين په ويډيو کې وويل:

”دوى راته وويل چې لومړى اوديسه ته لاړ شئ او دا زده کړئ چې بمونه څنګه جوړېږي، وروسته بيا پر اقتصادي اهدافو د بريدونو لپاره مسکو ته لاړ شئ او په راتلونکي کې پوتين ووژنئ”

مشکوک ترويست روزونکى ادم اوسمايف چې له ٢٠٠٧م کال راهيسې يې نوم تر تعقيب لاندې کسانو په ليست کې شامل دى، د اوکراين د ځانګړو ځواکونو له خوا ونيول شو.

په ويډيو کې پيانزين او اوسمايف د خپلو تورونو په باب خبرې نه دي کړي، خو د روسيې د چينل ون ټلويزيون په راپور کې ادعا شوې چې دغو کسانو اعتراف کړى چې د شمالي قفقاز له شورشي مشر دوکو عمروف څخه يې امر اخيستى دى.

عمروف بيا په ځينو تروريستي بريدونو کې د خپل رول له کبله د روسيې تر تعقيب لاندې کسانو د ليست په سر کې دى، په دې بريدونو کې د تېر ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې هغه ځانمرګى بريد هم شامل دى چې د مسکو په يوه هوايي ډګر کې وشوه، دغه راز د ٢٠١٠م کال په مارچ کې د روسيې په ميټرو کې غبرګې ځان وژونکې حملې هم شاملې دي.

له ټلويزيون سره په مرکه کې په خټه چيچنيايي اوسمايف وويل، دى د دوو کسانو د روزنې لپاره ورپېژندل شوى و، څو په مسکو کې د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتين ووژني.

چينل ون ټلويزيون د ده له قوله راپور ورکړى چې ويلي يې، ټاکل شوې وه په بريد کې له ټانکونو ضد ماينونو څخه کار واخيستل شي.

د روسيې د استخباراتي ادارې يا FSB يوه مقام چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، ويلي، د اوسمايف له لپتاپ کمپيوټر څخه يې د پوتين د موټرو د کاروان داسې يوه ويډيو يې هم پيدا کړې، چې له بېلابېلو زاويو عکاسي شوې ده.

ادم اوسمايف له ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، د دوى وژل شوى ملګرى، روسى مادايف هم دېته اماده شوى و، که چېرې د ټانکونو ضد ماينونه ناکام شي، دى ځان وژونکى بريد وکړي:

”يقينا چې زه به هېڅکله کوم ځان وژونکى بريد ونه کړم. خو وژل شوى مادايف دېته تيار و، چې د ځان وژونکي بريد په ماموريت ووځي“

قوي اټکل دا دى چې د روسيې صدراعظم ولاديمير پوتين د درېيمې دورې لپاره، هغه هم په بېساري ډول د روسيې ولسمشر شي. د ده د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې د پيل په کلونو کې په شمالي قفقاز کې ګڼ تروريستي بريدونه وشول چې د سخت دريځو جنګياليو کار ګڼل شوى دى.
XS
SM
MD
LG