د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

"طالبان له پاکستان سره تړلې ډله ده"


د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود
د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود
د افغان حکومت د سیاسي اپوزیسیون یو شمېر مشرانو یو ځل بیا په افغان حکومت او نړېوالې ټولنې انتقاد وکړ، چې د افغانستان خلک یي د سولې له روانو هلو ځلو نه لرې ساتلې دي.

د اپوزیسیون مشرانو د پنجشنبې په ورځ د کب د درېمې نېټې د پاڅون په هکله په جوړه شوې غونډه کې د سولې او پخلاینې روانو هڅو ته د شک په سترګه وکتل.

د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود په خپلو خبرو کې وویل، چې طالبان له پاکستان سره تړلې ډله ده او د سولې په برخه کې په خپلواکه توګه چلند نشي کولې:

"طالبان لا هم د یوې ایدیالوژيکي ډلې په توګه له قوت نه برخمن دي، موږ په دې باور یو چې تر څو یوه مزدوره او د بهرني هېواد په استخباراتو پورې تړلې ډله ځان د بهرنیانو یعنې پاکستان له حاکمیت نه لیرې نه کړي او په ازاده توګه پریکړه ونشي کولای هغه هیڅکله نشي کولای چې زموږ د هېواد د سولې په برخه کې یو مهم رول ولوبوي."

د اپوزیسیون دغو مشرانو په داسې حال کې په افغان حکومت او د سولې په روان بهیر انتقاد وکړ، چې د دوې ځینې ملګري لکه محمد محقق دا مهال د سولې د عالي شورا غړیتوب هم لري.

د برلین له ناستې وروسته دوې هم په څرګند ډول له طالبانو سره د خبرو د روان بهیر مخالفت وکړ او ویي ویل، چې تر هغو، چې دوې په دې خبرو کې ښکیل نشي سوله نشي راتلای.

د دغې غونډې یو بل وینا وال د ملي ایتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وو، ده هم خبردارې ورکړ، تر هغو، چې د سولې په خبرو کې ټول اړخونه ورګډ نشي دا هڅې کوم ځای نشي نیولای:

"د سولې په هکله هیڅ ډول پروګرام د افغانستان د خلکو له ګډون نه پرته، د سیاسي اپوزیسیون او مدني ټولنو له ګډون نه پرته چې د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي په هیڅ ځای او هیڅ توګه کومې پایلې ته نه رسیږي."

خو بل خوا بیا افغان حکومت تل وایي، چې دوې د سولې په روان بهیر کې ټولو اړخونو ته ونډه ورکړې ده.

افغان حکومت دودیزې لویی جرګې ته په اشارې وایی، چې پدې جرګه کې له افغان ولس سره د سولې په بهیر خبرې وشوې او د هغوې د سپارښتنو په رڼا کې دا بهیر پر مخ بیولې کیږی.

د افغان حکومت سیاسي اپوزیسیون دا انتقادونه پداسې حال کې کړي، چې افغان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ هم د ملي شورا د دواړو جرګو له غړو سره ولیدل او د سولې د بهیر په اړه یی ورسره خبرې وکړې.

وموغوښتل چې د حکومت د سیاسي اپوزیسیون د دغو نیوکو په هکله د جمهوري ریاست نظر هم واخلو خو هغوی خبرو ته حاظر نه شول.
XS
SM
MD
LG