د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

افغان ځواکونه په یوازې ځان پوځي عملیات ترسره کولای شي؟


د افغان کتونکو په وینا افغان ځواکونه د روزنې، سمبالښت او وړتیاو له پلوه دې ته تیار نه دي، چې په ۲۰۱۳ میلادي کال د پوځي عملیاتو مسوولیت په غاړه واخلي.

دا اندیښنه وروسته له هغې څرګندیږي، چې امریکا او ځینو نورو هیوادونو وویل، چې غواړي، چې د ۲۰۱۳ میلادي کال په نیمایي کې د پوځي عملیاتو مشري افغان ځواکونو ته وسپاري.

د پوځي چارو کار پوه جنرال امرالله امان وایي، چې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو سپارل به د ګاونډیو هیوادونو مداخلو ته لار هواره کړي.

″له بده مرغه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو په برخه کې تر طوفان مخکې یوه خاموشي وینم، حالت به ډېر خطرناکه شي.

تراوسه پورې موږ د کابل ولایت سمنټي دیوالونه نه دي ایسته کړي، هر وزارت تر دریو سمټي دیوالونو شاته ژوند کوي، دوی ونه شو کولای، چې تجهیزات تکمیل کړی، زموږ هوايي قوتونه په پښو ودروي، روانه قواوې موږ نه لرو، توبچي قوتونه لرو، د سیمې له هېوادونو څخه په سیالۍ کې ډېر بېرته پاتې یو. اما د خپلې دفاع لپاره هم موږ ډېر تاتوان یو.″

خو د امریکا د دفاع وزیر دا هم ویلي، چې له یادې نیټې وروسته به دوی خپل زیات تمرکز د افغان ځواکونو روزلو ته واړوي.

په بروکسیل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې د دغه تړون عمومي منشي هم اعلان وکړ، چې افغان ځواکونه باید په ۲۰۱۳ میلادی کال کې د پوځي عملیاتو مشرۍ ته تیار وي.

د پوځي چاروکتونکې عتیق الله امر خیل هم د ناټو د غړو هیوادونو دا اقدام له وخت نه مخکی بولې او ویره لري، چې دا هیواد به یوځل بیا په کورنیو جګړو کې ښکیل شي.

نوموړی وایي، افغان ځواکونه د بشپړ امنیتي مسولیتونو ته چمتو نه دي.

″د ما په اند کم له کمه پنځه کاله نور هم خارجي قوتونه له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه دا فعالیت پر مخ پوزي، دا اعلان چې دوی کړی، دا د دښمن په ګټه دی، ځکه هغوی اوس تبلیغ کوي، چې خارجیانو ته مو ماته ورکړه، هغوی په تېښته کې دي، اوس هغوی وځي، خلک په خپله هغوی ته مراجعه کوي او ورځي.

دا اعلان چې دوی کړی، دا په دوی پورې اړه لري، خو مشکلات به ټول د افغان وګړو او افغان اردو په غاړه وي.″

خو له دې اندیښنو سره سره د افغانستان د دفاع وزارت بیا وایي، که نړیواله ټولنه د افغان ځواکونو د سمبالولو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي، نو دوی د پوځي عملیاتو د مشري په اړه کومه ستونزه نه لري.

د دغه وزارت یو ویاند دولت وزیري ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی همدا اوس په هیواد کې د پنځه اویا سلنې پوځي عملیاتو مشري کوي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG