د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

ايران د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک تړون په وړاندې خنډ جوړوي


ايران چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر حضور اندېښنه لري، له يوې خوا هڅه کوي په افغانستان کې د امريکا ضد احساساتو ته لمن ووهي له بلې خوا هڅه کوي افغان چارواکي دېته قانع کړي چې له واشنګټن سره اوږدمهاله ستراتيژيک تړون لاسليک نه کړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په باور د ايران ابتکار له طالبانو سره د نژدې اړيکو جوړول، د سياستوالو او رسنيو مالي مرسته دغه راز له افغانستان سره د فرهنګي روابطو ټينګول دي.

که څه هم دغه هڅې له کلونو راهيسې روانې دي، خو په راوروسته مياشتو کې ايران دغه هڅې ځکه چټکې کړي چې امريکا او افغانستان په خپلو کې پر ستراتيژيکو اړيکو او تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې د ځينو امريکايي پوځيانو پر حضور خبرې کوي.

له طالبانو سره ايران داسې وخت ځان ورنژدې کوي، چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې لومړنۍ خبرې پيل شوي، بله دا چې په فارس خليج کې د ايران او امريکا ترمنځ کړکېچ په زياتېدو دى.

په افغانستان کې د ايران ستراتيژي له هغو مانورونو سرچينه اخلي چې په عراق کې يې ترسره کړل، هلته يې عراقي سياستوال وهڅول چې پرې نه ږدي د امريکايي پوځ وړې قطعې هم تر ٢٠١١م کال وروسته په عراق کې پاتې شي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو حضور، د ايراني چارواکو ژورې اندېښنې ولاړې کړې دي. دوى له دې اندېښنه لري چې په سيمه کې د امريکا پوځي اډې به لوېديځ ته دا توان ورکړي چې د ايران د اټومي پروګرام په باب استخباراتي معلومات په اسانۍ راټول کړي، له ايران سره د جګړې په صورت کې امريکا ته عمده ستراتيژيک امتيازونه ورپه برخه کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه زياتوي، څرنګه چې امريکا بريالۍ نه شوه چې تر ٢٠١١م کال وروسته په عراق کې ځينې امريکايي پوځيان وساتي، دغه هېواد دېته لېوال دى له افغانستان سره يوې موافقې ته ورسېږي چې تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې خپل له ١٠ زرو نيولې تر ٣٠ زرو پورې پوځيان وساتي.

د ورځپاڼې په باور، امريکا په افغانستان کې د عراق په پرتله زيات امتيازونه لري، ځکه کابل د ډېرې مودې لپاره بهرنيو مرستو ته اړ دى.

يوه لوېديځ ډيپلومات د خپل نوم د نه خپرېدو په شرط واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي، ايراني چارواکو په نومبر مياشت کې له ولسمشر حامد کرزي سره څو ځلې وکتل، چې له افغان چارواکو څخه د هغې اوږدمهالې موافقې په باب څه معلومات ترلاسه کړي، چې له امريکا سره به لاسليک شي.

د دغه ډيپلومات په حواله، د غونډې ګډونوالو وويل، ځينو افغان چارواکو له ايران څخه په مليونونو ډالره اخيستي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کې د ايران يو حيرانوونکى سياست دا دى چې دغه هېواد له طالبانو سره د خبرو اترو باب پرانيستى دى. حال دا چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې نژدې و ايران او افغانستان په خپلو کې په جګړه واوړي.

د سولې عالي شورا يو غړى مولوي ارسلا رحماني وايي، داسې معلومات يې ترلاسه کړي چې څرګندوي په وروستيو کې ايران اجازه ورکړې چې د طالبانو استازي په ازاده توګه په تهران او مشهد کې فعاليت وکړي. د رحماني په خبره، ايران هڅه کوي له واشنګټن سره د طالبانو پيل شوې لومړنۍ خبرې ګډې وډې کړي.

د سولې عالي شورا يوه بل غړي حکيم مجاهد ورځپاڼې ته ويلي، ايران او طالبان ګډ اهداف لري، دواړه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو بشپړ وتل غواړي.

خو د ولسي جرګې غړې شکريې بارکزۍ بيا ايران يوه سرطاني غده بللې، د هغې په باور ايران د افغانستان په دولتي او غيردولتي ادارو کې ريښې غزولي، چې د لوړو زده کړو په سکټور، رسنيو او مدني ټولنه کې يې نفوذ کړى دى او په مليونونو ډالره لګوي.

د ولسي جرګې يوې بلې غړې فوزيې کوفي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي، ايران د افغانستان په ټولو ادارو کې خپل نفوذ غزولى دى، ان په پارلمان کې هم، چې له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو تړون ته به رايه ورکوي.

د مېرمن کوفي په خبره، ايران هم زياتې پيسې لري او قوي شبکه. دوى د ملي شورا غړو ته مراجعه کوي او ورته وايي څه وکړي او څه ونه کړي. ايران په جدي ډول هڅه کوي چې له امريکا سره د افغانستان ستراتيژيک تړون لاسليک نه شي.
XS
SM
MD
LG