افغانستان
۶تنه د ولسمشر کرزي د وژنې د پلان جوړولو په تور نیول شوي
دا کسان چې د ولسمشر د وژلو د دسیسې په پلان تورن دي، تقریباً ټول لوړې زده کړې لري او چارواکو ویلي، چې په شمالي وزیرستان کې یې د القاعده له غړو سره اړیکې درلودې.
چارواکو ویلي، چې په دې ارتباط تحقیقات دوام لري، په نیول شویو کې یو تن د جمهور ریس امنیتي ساتونکی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کابل په سروبي کې د لمریزې بریښنا یوه شبکه پرانیستل شوه
د کابل په سروبي ولسوالي کې د دوه ویشت اعشاریه پنځه اویا میګاواټه لمریزې بریښنا شبکه فعاله شوه.
د افغانستان برېښنا شرکت نن د سروبي په نغلو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لمریزې بریښنا دا شبکه پرانیسته.
د بریښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر وویل، دا پروژه دوې برخې لري چې یوه یې د بریښنا د تولید ده او بله یې د بریښنا د لیږد ده.
پر دې پروژې اتلس میلیونه ډالر لګښت شوی دی.
طالبان په تخار کې د سرو زرو د کان د لانجې تحقیقات پيلوي
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت اعلان وکړ چې د تخار ولایت په چاه اب ولسوالي کې د ځایي خلکو او د سرو زرو د کانونو د یوه شرکت ترمنځ د وروستۍ نښتې د څېړلو لپاره یو ولایتي پلاوی ټاکل شوی دی.
د وزارت ویاند همایون افغان کورنیو رسنیو ته نن سې شنبې وویل چې د دې نښتې له امله هم مرګ ژوبله شته او هم مالي زیانونه رسیدلې دي.
د چاه اب ولسوالي یو شمیر اوسیدونکو د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د سرو زرو شرکت د دوی په کرنیزو مځکو او د استوګنې په سیمو کې کیندنې کولې چې له امله یې اعتراضونه پيل شول او د نښتو پرمهال لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول.
ازادي راډيو په سیمه کې د خبریال نه لرلو له امله په خپلواکه توګه دا شمیره نه ردولی شي، نه تاییدولی شي.
د افغانستان واردات او صادرات په ۲۰۲۵ کال کې نژدې ۱۴ میلیارډه ډالرو ته رسیدلي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د افغانستان د ټول تجارت ارزښت دیارلس میلیارډه او نهه سوه دوه دیرش میلیونه امریکایي ډالرو ته ورسید.
دغهَ وزارت د دوشنبې په ورځ څرګنده کړه چې له ننګونو او د سوداګریزو لارو له لنډمهاله تړل کیدو سره سره په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د افغانستان په تجارت کې د وړم کال په پرتله زیاتوالی راغلی دی.
د دې زیاتوالي سربیره د نورو کلونو په څیر د افغانستان د تجارت لویه برخه واردات جوړوي.
د دوه زره پنځه ویشتم کال صادرات یو اعشاریه څه باندې اته سوه میلیونه ډالرو ته رسیږي او واردات دولس میلیارډه او یوسل او پنځه ویشت میلیونه ډالره کیږي.
په افغانستان کې ورښتونو ته د ملګرو ملتو اندیښنه
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی چې ښایي سږ کال په افغانستان کې د ژمي په میاشتو کې ورښتونه لږ وشي.
د ملګرو ملتو د دې سازمان په وینا داسې وضعیت کولی شي پر کرنه، د اوبو پر سرچینو او د خوراکي شیانو پر خوندیتوب جدي اغیزې وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان په درې میاشتني راپور کې د تیرکال له ډسمبره د سږکال د فبروري تر وروستیو د خاورې رطوبت کم اټکل شوی، ځکه چې کافي ورښتونه نه دې شوي او نه کیږي.
د راپور له مخې، په غرونو کې د واورې ټوټې په تیرو ۲۵ کلونو کې خپلې ټیټې کچې ته رسیدلي، چې په راتلونکي پسرلي کې د اوبو لګولو لپاره د اوبو کمښت په اړه اندیښنې راپورته کوي، په ځانګړې توګه د غنمو کروندګرو ته.
راپور خبرداری ورکوي چې دوامداره وچکالي کولی شي د للمي غنمو کښت وځنډوي، د حاصلاتو کچه راټیټه کړي، څړځایونه کمزوري کړي او څاروي زیانمن کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د اقلیم وضعیت له نژدې څارنې او د دې بحران د پایلو د کمولو لپاره د بیړني ملاتړ او اقداماتو غوښتنه کوي.
په بلخ کې ۲۰۰ کیلوګرامه ویښتانو ته اور ورته شو
د بلخ د پولیسو د قوماندانۍ چارواکي وايي چې د ولایت له بیلابیلو برخو څخه راټول شوي ۲۰۰ کیلوګرامه انساني ویښتان وسوځول شول.
د بلخ د پولیسو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوشنبې په ورځ وویل چې د جرمي قضیو د څانګې لخوا د ولایت له بیلابیلو برخو څخه دا ویښتان راټول شول.
په دې اعلامیه کې راغلې دي چې، دا اقدام د دوی د حکومت د مشر د فرمان پر بنسټ شوی، چې د انساني ویښتانو پیر او پلور د انساني کرامت خلاف ګڼي او په رسمي ډول یې منع کړی دی.
د مقاومت جبهه وايي طالبانو د دوی د یوه قومندان جسد له قبره را ایستلی او ډزې یې پرې کړي
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې طالبانو د دوی د جبهې د یوه قومندان جسد ته سپکاوی کړی.
دې جبهې ویلي چې د طالبانو دا کار د انسانیت او شریعت ضد دی او دوی یې په کلکه غندي.
دې جبهې په رسمي اعلامیه کې د پېښې جزییات نه دي بیان کړي.
خو ځینو رسنیو د مقاومت جبهې په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو ځواکونو د ظفر په نوم د یادې جبهې د یوه قومندان جسد په بغلان کې له قبره را ایستلی او بیا یې ډزې پرې کړي دي.
ظفر او څو ملګري یې څو ورځې وړاندې له طالبانو سره په نښته اوښتي وو او بیا په یوه غرنۍ سیمه کې ایسار پاتې وو.
د راپورونو له مخې د مقاومت جبهې دغه غړی له غره ښوویدلی وو او په کمره تر لګېدو وروسته یې ساه ورکړې.
د مقاومت جبهې شاوخوا لس ورځې مخکې ادعا کړې وه چې د دوی ځواکونو د بغلان په نهرین کې د طالبانو دری ځواکونه وژلي.
هغه وخت یې نه وو ویلي چې د دوی ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې.
طالبانو د مقاومت جبهې د یوه غړي جسد ته د سپکاوي د ادعا په تړاو څه تبصره نه ده کړې او ازادي راډیو هم په خپلواګه توګه دا پېښه نه شي تاییدولی.
طالبانو په کابل او بلخ ولایتونو کې دوه تنه په درو وهلي
د طالبانو حکومت په کابل او بلخ ولایتونو کې دوه تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې چې نن دوشنبې د (جنورۍ په ۵مه) خپره شوې، راغلي:
"یوه ښځه په کابل کې د "نامشروع اړیکو" په تور او یو نارینه په بلخ ولایت کې د "زنا" په تور په ۳۹ درو وهل شوي دي".
د طالبانو حکومت په تیرو پنځو ورځو کې په بیلابیلو ولایتونو کې شاوخوا لس کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې له دې وړاندې ویلي چې په تیر ۲۰۲۵کال کې شپږ تنه اعدام او ۱۱۱۸نور کسان د بیلابیلو جرمونو په تور په درو وهل شوي دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې په عام محضر کې سزاوې بندې کړې.
دغو سازمانونو د طالبانو له خوا علني سزا له ټولو بشري او انساني حقونو او اصولو سرغړونه یاده کړې ده.
چین او پاکستان له طالبانو غوښتي تولشموله حکومت او منځلارې پالیسۍ رامنځته کړي
پاکستان او چین یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې یو ټولشموله سیاسي چوکاټ رامنځته او منځلارې پالیسي غوره کړي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبې د (جنوري ۵مه) خپره کړې راغلي، " د پاکستان د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ سره په بیجنیګ کې په خبرو اترو کې له طالبانو غوښي چې د وسله والو د له منځه وړلو لپاره دې د تایید وړ کار وکړي".
دغو دوو چارواکو ویلي، "له نړیوالې ټولنې سره به په ګډه د طالبانو حکومت وهڅوي څو یو ټولشموله سیاسي چوکات رامنځته کړي".
تراوسه د طالبانو حکومت د چین او پاکستان وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی نه دی، خو له دې وړاندې يې په ځلونو ویلي چې د افغانستان خاوره د هیڅ کوم هېواد په ضد نه کارول کیږي، او په حکومت کې يې ټولو لږکیو ته ځای ورکړی دی.
بل پلو، پاکستان له مودو راهیسې ادعا لري چې په دې هېواد کې د ناامنیي سرچینې په افغانستان کې خوندي ځایونه لري.
افغان او پاکستاني سوداګرو د لارو پر خلاصون خبرې کړې دي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت له فدراسیون سره یې د دواړو هېوادنو ترمنځ د تګ راتګ لارو پر خلاصون خبرې کړې دي.
دغې خونې پرون یکشنبه ( د جدي ۱۴مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو یوه انلاین غونډه کې وروستی وضعیت څیړلی دی.
په خبرپاڼه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشر عاطف اکرام په حواله راغلي چې د بندرونو تړل، د دواړو هېوادونو په زیان دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ لارې نژدې درې میاشتې مخکې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو تر جګړې وروسته وتړل شوې.
تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي چې دواړو لورو ته سوداګرو د لارو د بندوالي له کبله درانه زیانونه ګاللي دي.
د طالبانو حکومت بیا مخکې ویلي، تر هغو چې پاکستاني لوری د دغې لارې د دایمي خلاصون ژمنې ورنه کړي، لارې به خلاصې نه کړي.
ترکیه کې لسګونه افغان کډوال نیول شوي دي
د ترکيې رسنیو راپور ورکړی چې ددغه هیواد پولیسو ۳۲ افغان مهاجرین نیولي دي.
راپور کې ویل شوي چې د دیاربکر ښار پولیسو د جمعې ورځې په عملیاتو کې دغه افغان مهاجرین چې د فاضلاب په یوه ټانکر کې پټ شوي وو، وپیژندل او ونیول.
پولیسو نیول شوي مهاجرین د طبي معایناتو وروسته د بهرنیو اتباعو د لیږد مرکزونو ته استولي دي.
راپور کې ویل شوي چې د غیرقانوني افغان مهاجرینو په ګډون، پنځه نور کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.
د ترکیې د مهاجرت ادارې په دې ورستیو کې وویل چې په تیر میلادي کال کې ۴۲ زره غیرقانوني افغان کډوال په دغه هیواد کې نیول شوي. اکثر افغان کډوال خصوصا ځوانان د خطر په ګاللو سره هڅه کوي د ترکیې له لارې اروپا ته ولاړ شي.