د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۷

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په هند کې دی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هند دوه ورځنی سفر پیل کړی دی.
هند د هغو څو ګوتو په شمیرو هیوادو په ډله کې دی چې له افغانستان سره یې ډيره مرسته کړې ده. په تیرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د هند مرستې نژدې دوه میلیارډه ډالرو ته رسیږي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر کرزی د دې سفر په ترڅ کې هند وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي خو بل لور ته په تیرو لسو کلونو کې تر بل هر وخت د افغانستان او پاکستان اړیکي خرابې شوې دي نو د هند سفر اسلام اباد دقیق څاري.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د هند په سفر کې د افغان او هندي چارواکو په وینا پر دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو خبرې کیږي او د رويټرز اژانس په وینا په افغان ولسمشر به په دې سفر کې له هند سره د افغان پولیسو د روزنې په برخه کې یو تړون لاسلیک کړي، چې دا تړون به پاکستان خوابدی کړي.

هند ته د ولسمشر کرزي د سفر پریکړه څو میاشتې مخکې هغه مهال چې د هند صدراعظم من موهن سنګ کابل ته تللی و، شوې وه. خو دا له داسې وخت سره برابر شوی دی چې له پاکستان سره د افغانستان اړیکي د طالبانو د رژیم له ماتې راروسته تر بل هر وخت کړکیچنې شوې دي او د افغانستان ولسمشر د هند تر سفر مخکې ملت په خپله وینا کې وویل چې د دې سربیره چې افغانستان پاکستان ته د دوستۍ لاس ورغځولی و دغه هیواد له ترورزم سره په جګړې کې اخلاص نه کوي او دوه مخی سیاست پرمخ وړي.

په هند کې هم یو شمیر سیاسي څیړونکي په دې باور دي چې د حامد کرزي سفر به په داسې وخت کې پاکستان ډیر خوابدی کړي. په نوي ډيلي کې د څارونکي تحقیقاتي مرکز یوه غړي سعید نقوي رویټرز اژانس ته وویل، د افغان ولسمشر دا سفر به د اسلام اباد زړه ډیر مات کړي، ځکه چې د دې سفر په ترڅ کې چې هره موافقه کیږي هغې ته به پاکستان په بده سترګه ګوري چې دا کار د دوی لپاره شوی دی.

هند هڅه کوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي خو دغه هیواد له افغانستان سره د مځکې له لارې پوله نه لري نو په دې برخه کې مجبوره دی چې پر پاکستان اتکاء وکړي. د رویټرز اژانس په وینا بل لور ته هند په کابل کې پّ دوه زره اتم او نهم میلادي کلونو کې بریدونه داسې انګیري چې دا اسلام اباد د دې لپار کړې دي چې له افغانستانه لرې واوسي.
XS
SM
MD
LG