د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې یوه جمهوري غوښتونکي غړي پرون وویل، چې که پاکستان په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو د تروریستي حملو ملاتړ ته دوام ورکړي، متحده ایالات دې پر پاکستان د پوځي اقدام په اړه غور وکړي.
سناتورلیندسي ګراهام امریکایي فاکس نیوز ته وویل، چې د یوه مستقل هېواد په توګه پاکستان د متحده ایالاتو او زموږ د متحد افغانستان پر ضد د دښمنۍ په اعمالو کې ښکیل دی او باید دا ډول اعمال پای ته ورسوي.
د اسوشتید پریس اژانس د راپور له مخې ګراهام وویل، که کارپوهان دې نتیجې ته ورسیږي چې متحده ایالاتو ته پکار ده چې د پاکستان په وړاندې اقدامات زیات کړي، دی پوره ډاډه دی چې د دغسې یوه اقدام به د کانګرس دواړه ګوندونه کلک ملاتړ وکړي.
هغه که څه هم په مشخص ډول د پوځي اقدام غوښتنه ونه کړه، خو ویې ویل چې په ټولو لارو چارو باید غور وشي.
د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې دې غړي دغه راز وویل، متحده ایالات باید له پاکستان سره په خپلو مرستو له سره غور وکړي، نور دې پیسې نه ورته بیلوي بلکه له دې هېواد سره دې تر ډیره په اصولي چوکاټ کې اړیکې وساتي.
ګراهام وویل، دوي امریکایي عسکر وژني، او که دوي د خپلې ملي ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه د تروریزم ملاتړ ته دوام ورکوي، موږ باید د خپلو پوځونو څخه د دفاع په ګډون ټول انتخابونه د میز پر سر کښیږدو.
د امریکا د ټولو وسله والوځواکونو لوی درستیز امیرالبحر مایک مولن تیره اونۍ د سناد پوځي خدماتو کمېټې ته چې ښاغلی ګراهام یې غړی دی، په یوې استماعیه غونډه کې وویل، د پاکستان د پوځ د استخباراتو ادارې ای اس ای په کابل کې په وروستیو کې د امریکا پر سفارت د حملې او د امریکایي ځواکونو پر اډې بم چاودنه کې چې ۷۷ امریکایي عسکر ټپیان شول، له سخت دریځو وسله والو سره د دغو حملو په پلان او عملي کولو کې مرسته کړې ده.
مولن وویل، د حقاني شبکه په حقیقت کې د پاکستان د ای اس ای د یوې څانګې په توګه فعالیت کوي.
مولن وویل، پاکستان افغانستان ته خشونت صادروي او په دې هېواد کې هره بریا چې په لس کلنه جګړه کې ترلاسه شوې، له خطر سره مخامخ کوي.
د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې غړي ښاغلي ګراهام وویل، پاکستان که څه هم د القاعده په وړاندې مبارزه کې له متحده ایالاتو سره همکاري کوي خو د پاکستان پوځ په افغانستان کې ډیموکراسۍ د ځان لپاره یو ګواښ بولي او پر طالبانو داسې حساب کوي چې ګواکې دوي به بیرته واک ته ورسیږي.
ګراهام وویل، د پاکستان لپاره تر ټولوغوره لار دا ده چې د تروریزم د ټولو ډولونو په وړاندې مبارزه وکړي، له موږ سره له اخلاصه کار وکړي څو وکولای شو د پولې په اوږدو کې تروریزم چې ثبات یې له جدي خطر سره مخ کړی، له مینځه یوسو، خو ګراهام زیاته کړه، پاکستان په خپله تروریزم په غیږه نیولی او په خپلو حسابونو کې یې زښتې زیاتې تیروتنې کړي دي.