د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې د پاکستان په خاوره کې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره د امریکا د کومانډو ځواکونو د عملیاتو په ګډون د ځينو مسایلو له کبله سړې شوې وې.
د پینتاګون ویندوی فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز اميرالبحر مایک مولين او د ده پاکستاني ساري جنرال اشفاق کیاني د جمعې په ورځ په هسپانیا کې د ناټو د غونډې په څنګ کې څه باندې دوه ساعته خبرې وکړې.
د امریکا د لوی درستیز وياند تورن جون کېربي د شنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته وويل:
”دوى په خپلو کې موافقه وکړه، چې د سيمې او دواړو لوريو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې مهمې دي، د دغو اړيکو د ښه کېدو لپاره په تېرو څو مياشتو کې دواړو خواوو ځينې اقدامات کړي کړي، دغه راز د پوځي همکارۍ په باب هم خبرې وشوې، دواړو هېوادونو د دې همکارۍ د لا ښه کېدو ژمنه وکړه“
فرانس پرېس اژانس ليکي، دا د مې مياشتې په دويمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن پر کور د امریکايي ځواکونو له حملې وروسته د پاکستان او امریکا د پوځ د مشرانو لومړنۍ کتنه بلل شوې ده. دغه حمله د اسلام له مخکېنۍ خبرتيا پرته شوې وه.
د پاکستان او امريکا خړې پړې اړيکې:
د دې حملې له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې دومره خرابې شوې وې، چې واشنګټن اعلان وکړ، ښايي له پاکستان سره خپله پوځي مالي مرسته ٢ اعشاريه اووه مليارده ډالره کمه کړي. ورپسې پاکستان له خپلې خاورې د ٢٠٠ امريکايي پوځي روزونکو د وتلو امر وکړ.
حقاني شبکه او پاکستان:
بله خوا د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا د حقاني شبکې د ځپلو په برخه کې د اسلام اباد پر ناکامۍ نهيلي څرګنده کړه. واشنګټن پر دې شبکې شک لري چې په کابل کې يې د تېرې سې شنبې په ورځ د امريکا پر سفارت او د ناټو پر مرکزي اډې بريدونه کړي دي.
د اسلام اباد لپاره د امريکا سفير کامرون مونتر د شنبې په ورځ دا شبکه له پاکستان سره تړلې وګڼله، هغه وويل، ځينې اسناد او شواهد شته چې څرګندوي د پاکستان حکومت د طالبانو تر مشرۍ لاندې حقاني شبکې سره اړيکې لري.
د امريکا د لوى درستيز مايک مولين وياند کېربي وويل:
د امريکا او پاکستان د پوځي مشرانو په غونډه کې مولين د حقاني شبکې د فعاليت پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړه او د دې شبکې، دغه راز په شمالي وزيرستان کې يې د هغې د خوندي مرکزونو په وړاندې د پاکستان د پوځ اقداماتو ته زياته لېوالتيا ښکاره کړه.
د فرانسې خبري اژانس ليکي، په داسې حال کې چې د امريکا او پاکستان اړيکې خړې پړې شوي، پاکستان د امريکايي پوځ لپاره چې په افغانستان کې ماموريت لري کليدي اهميت لري، امريکا او متحدان يې له صحنې څخه د وسلوالو طالبانو د ايستلو هڅه کوي.