د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۹

"حقاني شبکه د پاکستان له حکومت سره اړیکي لري"


په اسلام اباد کې د امریکا سفیرکمېرون مونټر
په اسلام اباد کې د امریکا سفیرکمېرون مونټر
په داسې حال کې چې حقاني شبکې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د سولې په روانو خبرو اترو کې له ګډون سره مشروطه لېوالتیا ښودلې په پاکستان کې د امریکا سفیر وايي، داسې شواهد شته چې نوموړې شبکه د پاکستان له حکومت سره اړیکي لري.

د امریکا د سفیرکمېرون مونټر دا څرګندونې چې پرون له راډیو-پاکستان سره د مرکې په ترڅ کې خپرې شوې ښايي د اسلام اباد او واشنګټن ترینګلي اړیکي نورې هم کړکېچنې کړي.

امریکا او ناټو حقاني شبکه په کابل کې د امریکا پر سفارت او د ناټو پر مرکزي قرارګاه د تېرې اونۍ د حملې په ګډون د ډېرو خونړېو حملو مسووله ګڼي.

د حقاني ډلې په اړه چې له طالبانو او القاعده سره نژدې اړیکي لري، عام نظر دا دی چې مرکزونه یې د افغانستان پولې ته نژدې په شمالي وزیرستان کې دي.

امریکايي چارواکي له پخوا راهیسې شکمن وو، چې د حقاني ډلې او د پاکستان د حکومت ترمنځ ارتباط شته، خو د هغه مجبوریت په خاطر چې په افغانستان کې د ثبات راوستو په خاطر یې پاکستان ته لري، دا خبره یې هېڅکله هم په عام محضر کې په دومره صراحت سره نه وه کړې لکه چې کمېرون مونټر پرون وکړه.

په پاکستان کې د امریکا سفیر په خپله مرکه کې وویل، په کابل کې د څو ورځو مخکې برید د حقاني شبکې کار و او زیاته یې کړه، هغه حقیقت چې موږ پخوا هم ویلي و، دا دی چې داسې شواهد شته چې د پاکستان له حکومت سره د حقاني شبکې ارتباط ښيي او دا رابطه نور نو باید ختمه شي.

د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ پر شمالي وزیرستان چې ګومان کېږي، د حقاني شبکې مرکزونه په کې دي، د پوځي عملیاتو د غوښتنو په وړاندې مقاومت کړی ځکه پوځ وايي، چې د دې ډلې له خوا پاکستان ته مستقیم ګواښ نه دی متوجه خو پاکستانی پوځ په نورو قبایلي سیمو کې چې د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې سلګونه انتحاري حملې په کې تنظیمېږي، پوځي عملیات کوي.

پاکستاني افسران په دې باور دي، چې که حقاني ډله هم د ځان دښمنه کړي نو دا هېواد به تر دې هم له سختو ستونزو سره مخامخ شي.
پوځ دا هم وايي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو په وروسته حالت کې به له حقاني ډلې څخه کار واخلي څو هند ونه شي کړای چې په افغانستان کې نفوذ وکړي.

د تېرې چارشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیر لیون پنېتا وویل، چې امریکا به په پاکستان کې د دېره افراطي وسله والو له ګواښ څخه په افغانستان کې د خپلو مېشتو ځواکونو د ساتلو لپاره ښايي یو اړخیز اقدام وکړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، په پاکستان کې د دېره وسله والو په اړه د امریکا خبرداری له تروریزم سره د مبارزې په چاره کې د دواړو متحدانو د همکارۍ له چوکاټه بهر دی.
XS
SM
MD
LG