د لیبیا موقت حکومت یا ملي انتقالي شورا وایي، د لیرې شوي واکمن معمرقذافی له ملاتړو وسله والو سره د هغه د وروستي قوي سنګر ځای د تسلیمېدو په اړه خبرې ناکامه شوې.
عبدالله کنشیل چې د ملي انتقالي شورا په استازیتوب یې د دغو خبرو مشري کوله وایي، په بن ولید کې د قومونو له مشرانو سره خبرې د تیرې یکشنبې په ورځ بې نتیجې پای ته ورسیدې او بیا به پیل نه شي:
( په اوس وخت کې زه داسې څه نه لرم چې په اړه یې خبرې وکړم. هیله مند یم چې په بن ولید کې د معمرقذافي پلویان ډیرژر له سیمې ووځي.)
د قذافي ضد زرګونه وسله وال د بن ولید شاوخوا ځای پرځای شوي او پر دې ښاریې چې ویل کیږي د قذافي یو زوی به پکې پټ وي، د محاصرې کړۍ تنګه کړې ده.
نن د ورځې په اوږدو کې د قذافي ضد ځواکونو د ښار په پنځلس کیلومترۍ کې سنګرونه ټینګ کړل چې توپونه یې کولای شي د ښار مرکزي برخه په نښه کړي.
هغو ملکې وګړو چې له بن ولید څخه تښتیدلی ویلي چې د قذافي د ځواکونو زیاته برخه له خپلو درنو وسلو سره له ښاره نژدې غونډیو ته وتلې ده.
تراوسه دغه ادعاوې خپلواکو منابعو نه دي تایید کړي.
په بن ولید کې د لیبیا یو ترټولو لوی قوم ورفلا اوسي چې د قذافي د ملاتړو جنګیالو زیاته برخه جوړوي.
ویل کیږي، قذافي او د هغه د کورنۍ یوزیات شمیرغړي به تردا وروستیو پورې په دې ښارکې اوسیدل خو په دې اړه دقیق معلومات نشته.
د بن ولید ښار د تسلیمدو په اړه د ورفلا له قوم سره خبرې تیره اونۍ پیل شوې وې څو له جګړو پرته دا ښارد ملي انتقالي شورا ترواکمنۍ لاندې راوستل شي. خو د قذافي ویاند موسی ابراهیم وویل، په بن ولید کې به قومي مشران هیڅکله هم ځانونه تسلیم نکړي:
( غواړم د یوه شي ډاډ درکړم، بن ولید یو لوی، سترښار دی چې پکې د لیبیا یوترټولو لوی قوم اوسي چې معمر قذافي ته یې د وفادارۍ اعلان کړی دی. دوی له انتقالي شورا سره هرډول خبرې اترې ردکړي دي. په بن ولید کې د ملي انتقالي شورا پرپیغامونو چا غوږندی ږرولی.)
د ملي انتقالي شورا د پوځ ویاند احمد باني وویل، نور په بن ولید کې د قذافي پرځواکونو او د هغه پروسله والو ملاتړو د پراخو پوځي عملیاتو مخنیوی نامکمن بریښي.