ټاکل شوې ده، چې افغان ولسمشر حامد کرزی به د جمعې په ورځ په هغې څلور اړخیزه غونډه کې برخه واخلي، چې په دوشنبې کې جوړیږي او پر نوموړي سربیره به په کې د تاجکستان ، پاکستان او روسیې ولسمشران هم برخه اخلي .
دا څلورومه داسې غونډه ده، چې د دې څلورو هېوادونو مشران په کې برخه اخلي .
د چارواکو په وینا د ۲۰۰۹ کال را وروسته د څلور واړو هېوادونو مشرانو په دا ډول غونډو کې د تروریزم په ضد پر مبارزې د نشه یې موادو د قاچاق په مخنیوي او په سیمه کې پر اقتصادي همکارېو خبرې کړي دي .
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی وايي د ولسمشر حامد کرزي سره به په دې سفر کې یو لوړ پوړی افغان هیات ملګری وي :
((دا چې دا د هېوادونو د مشرانو غونډه ده نو ولسمشر حامد کرزی به په کې برخه اخلي او له نوموړي سره به په دې سفر کې یو لوړ پوړی هیات ملتیا کوي.
د څلورو هېوادونو د مشرانو دا غونډه تر ډیره د دې هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا په هدف جوړيږي، څو د دې هېوادونو ترمنځ غوره هم غږي رامنځ ته شي او د تروریزم سره د مبارزې او په اقتصادي فرهنګي برخو کې همکاري زیاته شي . ))
ددې څلور واړو هېوادونو د مشرانو لومړنۍ غونډه هم په تاجکستان کې جوړه شوې وه ، د تیر کال د غونډې کوربه یې یې بیا روسیه وه او سږ کال بیا په تاجکستان کې جوړیږي .
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ددې غونډې په پای کې به څلور واړه مشران یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي .
ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر به ددې غونډې په څنګ د روسیې ، تاجکستان او پاکستان له ولسمشرانو سره جلا جلا لیدنې هو وکړي او په بیلابیلو مسلو به له دوی سره خبرې وکړي .
په پاکستان کې د تاجکستان سفیر زبیدالله زبیدوف ویلي دي چې د څلورو واړو مشرانو په خبرو کې به د افغانستان او پاکستان پر امنیتي وضیعت خبرې وشي او د بريښنا د هغې مزې پر غزولو به هم بحث وشي چې ټاکل شوې ده له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته تیرشي .
که څه هم یو شمیر کارپوهانو دا ډول غوڼدې تشریفاتي بللې او ویلي یې دي ترې د د مخه یې نتایج د پام وړ نه وو خو افغان چارواکي وايي دا ډول غونډې د دوی په ګټه ځکه ده چې افغانستان په کې د سیمې د مسلو په اړه د خپل دریځ د څرګندول چانس مومي .