نن په بلوچستان كې د وژل شوي بلوڅ ملتپال مشر نواب اكبر بګټي پينځم تلين ولمانځل شو. د وطن جمهوري ګوند او د برهمداغ بګټي په مشرۍ د بلوچ ريپبلكن ګوند له خوا په كوټه او اكثرو بلوڅي سيمو كې توره ورځ، كاربنديز او د موټرو پر تګ راتګ بنديز اعلان شوى دى.
نواب اكبرخان بګټى پينځه كاله وړاندې د ۲۰۰۶م كال د اګست پر شپږويشتمه نېټه له پاكستاني امنيتي ځواكونو سره په نښته كې د ډېره بګټي او كوهلو سيمو تر منځ په ترتاني نومي ځاى كې و وژل شو. نواب بګټي يوويشت كاله وړاندې د ۱۹۹۰م كال د اګست پر شپاړسمه نېټه د جمهوري وطن ګوند په نامه يو حزب جوړ كړ او د همدې ګوند له لارې يې د ژوند تر پايه د بلوڅو د حقوقو لپاره مبارزه وكړه. دۀ هڅه كوله چي د بلوچستان ټول ملتپال ګوندونه سره يو كړي او د بلوڅو د خپلواكۍ لپاره ګډه مبارزه وكړه خو هڅې يې ناكامه شوې او و وژل شو.
د نواب اكبر بګټي زوى جميل اكبر بګټي د خپل پلار په وژنه كې د پاكستان پخوانى ولسمشر پروېز مشرف، پخوانى صدراعظم شوكت عزيز او د تېر حكومت ځينې نورو لوړپوړي چارواكي تورن كړي او د دوى په خلاف يې د بلوچستان په اعلى محكمه كې دوسيه دايره كړې ده، خو وايي چي محكمې د دوى د نيولو په برخه كې تر اوسه پورې هيڅ كوم اقدام نه دى كړى:
((پروېز مشرف ته خو دوى سلامي وركړه او له هېواده دباندې يې واستاوه، دا نور چي دلته دي او موږ په دوسيه كې په نخښه كړي دي، له هغوى څخه هم محكمې هيڅ پوښتنه نه ده كړې، چي څه شوي وو څه نه، زه ګومان نه كوم چي له دوى څخه به يوۀ ته سزا وركول كېږي، سزا څه چي له دوى ته به دا هم ونه ويل شي چي تاسې ښه كار ونه كړ))
د نواب اكبر بګټي تر وژنې وروسته د بلوچستان سياسي حالات يو مخ بدل شول، ګڼ شمېر ملتپال بلوڅان له وسلو سره غرونو ته وختل او د پاكستاني امنيتي ادارو په خلاف يې مبارزه پيل كړه. د دغو وسلوالو ډلو بېلتونپال بلوڅان وايي تر هغه وخته به كرار نه كښېني چي د بلوچستان خپلواكي يې نه وي تر لاسه كړې. بلوچ ريپبلكن ګوند هم يو له دغو ډلو څخه دى. د نواب اكبر بګټي زوى طلال اكبر بګټى د دې ګوند د مشر برهمداغ بګټي په اړه وايي:
((هغه ځوان دى او د ازاد بلوچستان خبرې كوي، هغوى پر حق دي، ځكه په بلوچستان كې چي بېګناه خلك وژل كېږي او مړي يې غورځول كېږي، په داسې حال كې هيڅوك هم له پاكستان سره نه شي پاتېداى. موږ په دې تمه يو چي له پنجابه كوم داسې څوك د پاكستان واكمن راشي چي زما د پلار قاتلين ونيسي او په جزا يې و رسوي، چي بلوڅان د پوځ مخالفت پرېږدي))
دا په داسې حال كې ده چي پنجشنبې په ورځ د پاكستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني په يوۀ روژه مات كې له رسنيو سره په خبرو كې وويل چي حكومت يې له مرورو بلوڅو سره خبرو اترو ته حاضر دى او د دې لپاره يې د بلوچستان د اعلى وزير، والي او ځينو نورو قبايلي مشرانو يوه كومېټه هم جوړه كړې ده. د نواب اكبر بګټي زوى طلال اكبر بګټى د دې كومېټې په اړه وايي:
((د بلوچستان اعلى وزير خپله وايي چي د ملېشه ځواكونو مشر زموږ په واك كې نه دى، والي خو د پروېزمشرف ټاكل شوى والي دى، د پيپلزګوند چي دلته كوم ايتلافي حكومت دى دا خو استخباراتي ادارو جوړ كړى دى، دوى هيڅ واك نه لري چي له مرورو بلوڅو سره د مذاكراتو كومېټه دي جوړه كړي))
د يادونې وړ ده چي د نواب اكبر بګټي د پينځم تلين په مناسبت نن د كوټې په ځينو برخو كې او همدارنګه په اكثرو بلوڅو سيمو كې بشپړ كاربنديز دى، د لويو لارو پر سر لويو او كوچنيو موټرو ته د تګ اجازه نه وركول كېږي او د نواب اكبربګټي جمهوري وطن ګوند، د برهمداغ بګټي ګوند بلوچ ريپبلكن ګوند او ځينو نورو ملتپالو او وسلوالو بلوڅ سازمانونو دا ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله.
راپور:- باركوال مياخېل- كوټه