د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وایي، فرانسه او امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ژر وتلو په اړه فکر کوي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الین ژوپي د فرانسې له تلویزیون ۲۴ سره په مرکه کې وویل، چې د اسامه بن لادن له وژلو وروسته اوس له افغانستانه د پوځیانو پر ژر وتلو غور کوو.
په سیمه کې بیا یو شمیر هیوادونه خوشاله دي، چې بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي او ځیني هیوادونه لکه هند بیا له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتلو ته اندیښنه لري.
هند له افغانستانه په لنډ راتلونکې کې د امریکا د عسکرو وتلو ته د دې لپاره اندیښنه لري چې د پاکستان پوځي اغیز به د هند په وینا په افغانستان کې پیاوړی شي.
سترګې پټې کړي دي
د پاکستان د خاورې دننه اسلام اباد ته څېرمه د اسامه بن لادن له وژلو وروسته هند یو ځل بیا دا خبره وکړه، چې پاکستان په خپله خاوره کې د وسله والو ډلو پر موجودیت سترګې پټې کړې دي.
د هند د حکومت یوه جګپوړي چارواکي، چې د نوم له اخیستو یې ډډه وکړه رویټرز اژانس ته وویل، ډیره مهمه مساله دا ده، چې د افغانستان وضعیت ته پام وشي، له افغانستانه باید بهرني پوځیان په بیړه و نه ایستل شي، هلته لا ډیر څه شته چې باید ترسره شي.
د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر سلیم سیف الله بیا وایي، چې د اسامه له وژلو وروسته په افغانستان کې د امریکا ماموریت پای ته رسیدلی:
″یو اسامه لاړ بل به پیدا شي. له دې سره څه بدلون نه شي راتلای، خو اساسي خبره دا ده، چې امریکا چې د کوم مقصد لپاره افغانستان ته پوځیان راوستي وو، هغه پای ته ورسېد اوس په کار ده چې ووځي او د کشمیر او فلسطین پیښو ته دې حل لاره پیدا شي.″
فرانسه سره له دې چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو پر ژر وتلو فکر کوي. دا نظر لري، چې ډیر څه لا شته چې په افغانستان کې ترسره شي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الین ژوپې د چهارشنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې د مبارزې هدف یوازې د اسامه بن لادن وژل نه وو، هلته د نړیوالې ټولنې هدف له حکومت سره مرسته کول، امنیت تامینول او ډیموکراسي راوستل هم دي.
وروسته تر دې چې د یکشنبې په شپه اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې ووژل شو امریکا وویل، چې لاهم له افغانستان سره په خپلو کړیو ژمنه ولاړه ده.

د کوم مقصد لپاره افغانستان ته پوځیان راوستي وو، هغه پای ته ورسېد اوس په کار ده چې ووځي او د کشمیر او فلسطین پیښو ته دې حل لاره پیدا شي.
سیف الله