په ګردېز كې د حكومتي ادارو چارواكو د چهارشنبې په ورځ پكتيا پوهنتون ته څېرمه د ګردېز – كابل پر لويه لاره د نيالګيو په اېښودلو سره په دې ولايت كې په رسمي ډول د ونو اېښودلو لړۍ پيل كړه.
پتېيل شوې، چې د حمل يا وري د مياشتې له رادبره كېدو پورې به د دې لړۍ په ترڅ كې د پكتيا زرګونو باغوانانو ته سلګونه زره ونې وېشل كېږي.
د پكتيا والي جمعه خان همدرد د ګردېز په نوي ښار كې د كابل د لويې لارې په ګلدان كې د نيالګي اېښودلو پرمهال ازادۍ راډيو ته وويل:
د سږ كال په اوږدو كې به د مرستندويه موسېسو له خوا سلګونه زره ميوه لرونكي او غير ميوه لرونكي نيالګي كېښودل شي.
نوموړي وويل، له بده مرغه چې په تېرو كلونو كې د پكتيا ډېر ځنګلونه وهل شوي او له منځه تللي خو له ټولو پكتياوالو يې غوښتنه وكړه، چې له يوې خوا له ځنګل وهنې لاس واخلي او له بلې خوا د نيالګيو په ساتنه كې پوره ونډه واخلي.
د پكتيا ولايت د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې سږ كال په پام كې لري د ټولې پكتيا په كچه د محلي او انكشافي شوراګانو له لارې باغوانانو ته شا او خوا درې سوه پنځوس زره نيالګي ووېشي.
د ياد رياست رييس انجينر نيازمحمد ځدراڼ د نيالګيو د لګولو پر مهال ازادۍ راډيو ته وويل چې دغه نيالګي د ګلوبل پارټنر شيپ مرستندويه موسسې په مالي مرسته برابر شوي دي.
همدا ډول نوموړي زياته كړه، چې د حكومتي ودانيو او دفترونو د سرسبزه كولو لپاره هم څلوېښت زره نيالګي په واك كې لري، چې د وېشلو لړۍ تېره ورځ پيل شوې.
خو د دې ټولو هڅو سره، سره ليدل كېږي، چې د هرنوي كال په پيل كې مسوول چارواكي د نيالګيو په اېښودلو كې پوره اخلاص كوي، خو هم مهاله پرې بيا دا ستره نيوكه كېږي چې د ونو په اوبه كولو او پاللو كې پاتې راځي، د خلكو همدا نيوكه د ګردېز ښاروال اغا محمد سيدي ځوابوي:
(موږ سږ كال پوره چمتووالى لرو، چې ټولو ونو ته اوبو ورسوو، د پرسونل ستونځو مو هم حل شوې، انشاء الله نور به د ونو وچېدل او ضايع كېدل ونه وينئ.)
پكتيا د هېواد په كچه هغه ځنګلي سيمه ده، چې كلونه وړاندې يې ټول غرونه په ونو پوښلي و، خو د كورنيو جګړو له پيل راهيسې يې تر دې دمه د ناقانونه وهل كېدو لړۍ روانه او ۸۵ سلنه برخه يې له منځه تللې.
كه څه هم له يوې خوا ځنګل وهنه په درځ كې روانه ده او له بلې خوا باغوانانو ته مېوه لرونكې ونې وېشل كېږي، نظر خاوندان وړاندېز كوي چې د ځنګل وهنې د مخنيوي تر ټولو ښه لاره همدا ده، خو غوښتنه كوي چې دا كار بايد د يو ملي پروګرام په چوكاټ كې پيل شي.
په پكتيا كې د نيالګيو د لګولو لړۍ په داسې مهال پيل شوه، چې لا هم د دې ولايت غرونه پر واورو پوښلي.
هېره دې نه وي چې په دې وروستيو كې په هېواد كې د هر نوي كال په رارسېدو سره، د ونو اېښودلو او پاللو فكر دومره پراخ شوى چې نور دغه فكر د يو لوړ او ټولنيز كولتور بڼه خپلوي.