د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۴

رباني: عالمان باید له هېواد څخه د پردیو لاسونه لنډ کړي


ښاغلی رباني وايي، مونږ باید فتوا او مرجعیت د نورو په لاس ورنه کړو.
ښاغلی رباني وايي، مونږ باید فتوا او مرجعیت د نورو په لاس ورنه کړو.

د افغانستان د عالمانواو د سولې د عالي شورا مشرانو په یوه غونډه کې د افغانستان د عالمانو د شورا له غړو نه وغوښتل، چې په دې هیواد کې د سولې په راوستو کې لازمه مرسته وکړي.

د افغانستان د علماو شورا په دې هیواد کې د سولې په ټینګښت کې د دیني عالمانو رول مهم وباله او له هغوی نه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې نه ستړې کیدونکې هڅې وکړي.

د افغانستان د علماو شورا رییس او د سولې د عالي شورا غړي مولوي قیام الدین کشاف د سې شنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه د لسګونو دیني عالمانو جوړه شوې غونډه کې وویل، چې ځینې پردي لاسونه، نه پریږدې چې په دې هیواد کې سوله او ثبات ټینګ شي.

د ښاغلي کشاف په خبره د افغانستان د روانو ستونزو د حل ترټولو غوره لاره سوله ده او باید، چې په جګړو کې ټولې ښکیلې خواوې له وینې تویولو نه لاس واخلي او سولې ته ودانګي:

وتړپیږي


"صلح غواړو، قران راته وايي، صلح وکړئ، رسول الله "ص" راته وايي صلح وکړئ، عاقلاً د صلح پرته بله لار نه لرو، په دې وطن کې نور نه غواړو، چې واړه واړه بچي مو په وینو کې وتړپیږي او څېرې یې په تلویزیونو کې وونیو.

وسله کیږدئ، جنګ د حل لاره نه ده، انتحاري ناروا ده، د دې ملت واړه واړه بچي غیر نظامي دي مه یې وژنئ."

ښاغلي کشاف دا هم څرګنده کړه، چې د بهرنیو ځواکونو له خوا د دې هیواد په بیلابیلو برخو کې بمبارۍ کیږي، د خلکو کورونه تلاشي کیږي او ملکي کسان په ناحقه وژل کیږي، چې د ده په خبره دا هم په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده.

که رښتیا وسله وال مخالفان غواړي، چې له دې هیواد څخه بهرني ځواکونه ووځي نوباید یو بل ته لاس ورکړو او یوه ټولیزه یا کلي پریکړه وکړو.

رباني
د افغانستان د علماو د سراسري شورا رییس او د سولې د عالي شورا غړي قیام الدین کشاف د ځینو کسانو او ارګانونو هغه انتقادونه هم ناسم او بې ځایه وبلل، چې د سولې د عالي شورا په فعالیتونو یې کوي.

په عین حال کې د سولې د عالي شورا رییس برهان الدین رباني وویل، چې د افغانستان اوسنۍ وضعې ته په کتو سره دیني عالمان په دې هیواد کې د ثبات د ټینګښت لپاره ډېر کارونه کولای شي.

د ښاغلي رباني په خبره د افغانستان دیني عالمان باید پرې نږدي چې ځینې کړۍ د پردیو په لمسون په دې هیواد کې ناسم فعالیتونه وکړي او په مهمو مسایلو کې فتواوې ورکړي:

اسلامي حکومت

"دا د تعجب وړ ده چې په لندن، جرمني او نورو ځایونو کې له هغو کسانو سره خبرو ته چمتو کیږي، چې نه یې غواړي او ورسره په جګړه بوخت دي خو د افغانستان له اسلامي حکومت سره خبروته نه کیني دا سمه لاره نه ده.

مونږ باید فتوا او مرجعیت د نورو په لاس ورنه کړو.

که رښتیا وسله وال مخالفان غواړي، چې له دې هیواد څخه بهرني ځواکونه ووځي نوباید یو بل ته لاس ورکړو او یوه ټولیزه یا کلي پریکړه وکړو."

وسله وال مخالفین


استاد رباني څرګنده کړه، چې دیني عالمان باید د وسله والومخالفانو په اصلاح کې برخه واخلي او هڅه وکړي، چې په افغانستان کې د سولې د عالي شورا روانې هلې ځلې بریالۍ شي.

د سولې د عالي شورا رییس وویل، چې په تیرو څو میاشتو کې دوی د سولې اوثبات په هدف پاکستان، ترکیه او د افغانستان ځینو ولایتونو ته سفرونه کړي او له دې وروسته به هم دا ډول هڅې دوام وکړي.

ده دغه راز په ډاګه کړه، چې په راتلونکې کې به د نړۍ له ځینو اسلامي هیوادونو څخه مهم دیني عالمان هم کابل ته را وبلل شي ترڅو د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ، د سولې خبرې آترې په یوه ډول چټکې او اغیرمنې شي.
XS
SM
MD
LG