د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۶

پاکستاني طالبانو په اورکزیو ایجنسۍ کې په لسګونو کسان په دروو ووهل


دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې پاکستاني چارواکي وايي په دې سیمو کې یې وسلوال طالبان زپلي دي .
دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې پاکستاني چارواکي وايي په دې سیمو کې یې وسلوال طالبان زپلي دي .

پاکستاني طالبانو ددوشبنې په ورځ وویل چې پنځه شپیته کسه یې دمخدرو موادو داستعمال اوکاروبار په تور په قبایلو کې په درو وهلي دي .

دغه کسان داورکزو په ایجنسۍ کې چې دپاکستان پوځ وایي له ډیرو سیمو څخه یې طالبان شړل شوي دي په عام محضرکې په درو وهل شوي دي .

دپاکستاني طالبانو یوویاند حافظ سعید درویترز خبري اژانس ته وویل چې محکوم کسان دمموزو دښارپه یوه میدان کې چې عموما هلکان په کې فوټبال کوي او کله هم په کې دیني غونډې کیږي هریو لس لس درې ووهل شول.

درویترخبری اژانس لیکي چې په دغې سیمې کې دطالبانو له خوا د درو وهلو دحکم جاري کیدل څرګندوي چې دپاکستان دپوځ له ادعا سره سره چې وایي په خپلو مکررو بریدونو یې وسله وال طالبان کمزوري کړي دي بیاهم دوی دسیمې په ځینو برخو خپل واک چلوي .

حافظ سعید درویترز خبری اژانس ته وویل چې دغه کسان دطالبانو داسلامي محکمې له خوا دمخدرو موادو په استعمال او پلورلومحکوم شول او د درو وهلو حکم ددوی په حق کې په عام محضرکې نافذ شو.

رپوټ زیاتوي چې دپاکستان پوځ اوه میاشتې پخوا په اورکزو ایجنسۍ کې چې چارواکو دطالبانو دقومندې مرکز ګاڼه او دروزنې کمپونه په کې وو عملیات وکړل .

پاکستانی چارواکو تیره اونۍ وویل چې دغو عملیاتود اورکزو ایجنسۍ په نوې په سلو کې سیمه کې دطالبانودملاتیر ورمات کړی دی .

مموزي سیمه اوس هم دطالبانو په واک کې ده او په هغوځایونو چې پوځ قبضه کړی بریدونه روان دي .

درویترز خبری اژانس رپوټ زیاتوي چې په قبایلو کی دطالبانو ماتول دپاکستان دثبات اوارامۍ لپاره ضروري دي .

اسلام اباد دواشنګټن ترفشارلاندې هم دی چې په قبایلو کې دې دافغان طالبانو په پټومرکزونوهم بریدونه وکړي چې پورې غاړه په افغانستان کې په دولتي او بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي .

داورکزو یو قبایلي مشر پرته له دې چې خپل نوم واخلي درویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې په محکومو شویو کسانو ددرو وهلو دحکم دجاری کولو نندارې ته شاوخوا شپږسوه کسان راټول شوي وو.
طالبانو دجوماتونو دلوډسپیکرونوله لارې له خلکو غوښتي وو چې دحکم دنافذولونندارې ته ورشي .
XS
SM
MD
LG