د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۱

د پوهنې وزارت هڅه کوي ټولو هېوادوالو ته د زده کړې یو شان زمینه برابره کړي


د پوهنې وزارت مرستیال صدیق پتمن وايي، هڅه کوو شاګردانو ته په زړه پوري ښوونځي ولرو.
د پوهنې وزارت مرستیال صدیق پتمن وايي، هڅه کوو شاګردانو ته په زړه پوري ښوونځي ولرو.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، چې غواړي د یونسکو په مرسته د هیواد په ښارونو او کلیو کې د زده کوونکو لپاره یو شان روزنیزه زمینه برابره کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت په دې هڅه کې دی ترڅو د علمي سیمینارونو له لارې په ټول هېواد کې زده کوونکو ته د زده کړې یو شان زمینه برابره او د پوهنې سیسټم په پرمختللو وسایلو سمبال کړي.

په همدی اړه د پوهنې وزارت د دوشنبې په ورځ په کابل کې د اړوند بیلا بیلو همکارو موسسو په ګډون د خوښې ښوونځي په نوم دوه ورځینی سیمینار جوړ کړ.

د دی وزارت مرستیال محمد صدیق پتمن د سیمینار پرانیستي مراسمو ته به وینا کې وویل، چې د دې سیمنیار هدف په ښارونو او کلیو کې د زده کوونکو لپاره د زده کړې د یو ډول فضا رامنځ ته کول او په ټاکلي وخت په ښوونځیو کې د ماشومانو شاملول دي.

د ښاغلی پتمن په خبره ترڅو دغه زده کوونکی په ټاکلي وخت له ښوونځي څخه فارغ شی.

"نننی سیمنار چې تاسو یې شاهد وئ، د پوهنې د کیفیت د لوړولو، د پوهنې د عامولو او د شاګرد لپاره د په زړه پوري ښوونځي د جوړولو او په زړه پوري ماحول د جوړولو په موخه جوړ شوی دی.

دا کنفرانس د پوهنې د وزارت او یونسکو په ګډه مرسته دوه ورځې دوام کوي، چې له ولایتونو څخه هم ورته خلک راغلي او مرکزي ريیسان هم په کې ونډه لري.

هیله مند یو چې د دې سیمنار په پای کې د پوهنې وزارت ته داسې سپارښتنه وشي، چې زموږ پروګرامونه ګړندي، با کیفیته او افغانستان شموله کړي."

دغه سیمینار د ملګرو ملتونو د کلتوري ادارې یا یونسکو په همکارۍ جوړ شوی.

د سیمینار یوشمېر ګډون کوونکي بیا ‌په افغانستان کې د دې ډول پروژو پلي کول مهم بولي او وایي، چې دا ډول پروژې د پوهنې وزارت اړباسي، چې په ټول هېواد کې د پوهنې د کیفیت په ښه کولو کی یوشان عمل وکړي.

د دې سیمینار ګډون کوونکي او د جرمني د جي. ټي. زیډ د موسسې یوتن مسول وویل، چی په افغانستان کې د پوهنې سیستم هم د کمیت او هم د کیفیت له اړخه ټیټ دی.

د پوهنې وزارت چارواکي وایي، چې دا لومړی ځل دی چې دوی د هېواد په ښارونو او کلیو کې د ماشومانو لپاره د زده کړې د یوشان فضا د رامنځ ته کولو لپاره دا ډول سیمینار جوړوي.

د چارو کتونکي که څه هم دا اقدام ګټور بولي خو وایي، چې د پوهنې وزارت ته په کار ده، چې هغه په سمه توګه پلې کړي، څو د ستونزو د زیږدو مخنیوی وشي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG