د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د امریکایي چارواکو په امنیتي غونډه کې د افغانستان مساله هم وڅیړل شوه


د امریکا د متحد ایالاتو چارواکو په خپله امنیتي غونډه کې چې د عراق په اړه یې خبرې کولې د د امریکا چارواکو په خپله امنیتي غونډه کې د افغان پوځیانو او پولیسو پر ورزنه ټینګار وکړ.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن، دفاع وزیر رابرټ ګیټس او د ملي امنیت سلاکار جیمز جونز د چهارشنبې په ورځ په واشنګتن کې غونډه وکړه. په دې غونډه کې له عراقه د امریکایي پوځیانو قوماندان د ویډیو کنفرانس له لارې برخه واخیسته.

له غونډې وروسته د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ ګېبس خبریالانو ته وویل:
«په عراق کې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د انتخاباتو په ورځ امنیت ساته. نو دا ډير پرمختګ دی، دا هغه څه دي چې موږ یې په افغانستان کې هڅه کوو څو هلته د پولیسو او پوځیانو شمیر دې حد ته ورسیږي چې د خپل هیواد امنیت وساتلای شي»

د سپینې ماڼۍ ویاند یوه ورځ وروسته تر دې د افغانستان د ملي اردو او پولیسو د روزنې په اړه خبرې وکړې چې د افغانستان دفاع وزارت په کابل کې اعلان وکړ چې د ملي اردو د عسکرو شمیر تر ټاکلي وخت مخکې یو لک او څلوردیرش زرو څخه واوښت.

په دې اړه د ملي دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي په کابل کې خبریالانو ته وویل:
« ټاکل شوې وه چې په اکتوبر کې د افغان پوځیانو شمیر یولک او څلوردیرش زرو ته ورسیږي خو له ښه مرغه دغه شمیره اوس تر همدې اوښتې ده»

د افغانستان دفاع وزارت څرګندوي چې اوس شاوخوا شل زره نور افغان عسکر د ملي اردو په شپږو مرکزونو کې روزنه کوي.

نړیوال هڅه کوي چې د افغانستان د پوځیان شمیر یولک او اویا زرو ته روسیږي او د افغان پولیسو شمیر تر دوه لکه دیرش زرو پورې شي څو بیا د افغانستان امنیتي چارې په خپله افغانان اداره کړي.
XS
SM
MD
LG