د نوي ميلادي کال په مناسبت د جرمني د صدراعظمې انګيلا ميرکل په خپل پيغام کې نه دي ويلي، چې جرمني به په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر زيات کړي او که نه.
ميرکل ويلي، په افغانستان کې د جرمني د پوځيانو او ملکي قراردادياتو ماموريت زموږ د ټولو لپاره مهم دى، چې دوى په افغانستان کې امن او ثبات ايجاد کړي، ځکه د افغانستان ثبات زموږ ثبات او هوساينه ده.
د جرمني صدراعظمې زياته کړې، په سياسي لحاظ موږ بايد وضعيت داسې جوړ کړو، چې په راروانو کلونو کې افغانانو ته په تدريجي ډول مسووليت وسپارو.
هغې ويلي دي دا په لندن کې د جوړېدونکي کنفرانس يو مهم هدف دى، چې ټاکل شوې دغه کنفرانس د راتلونکې مياشتې په پاى کې جوړ شي.
رويټرز اژانس ليکي، وروسته له هغې چې په سپټمبر مياشت کې د جرمني پوځيانو له خوا د شوې بمبارۍ موضوع او په پېښه کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله په مطبوعاتو کې خپره شوه، د انګيلا ميرکل د دويمې دورې انتخابېدو په اړه په عمومي ډول اندېښنه او بدبيني زياته شوې.
د روانې مياشتې په پيل کې واشنګټن اعلان کړه، چې افغانستان ته به ٣٠ زره اضافي پوځيان لېږي، چې په دې هېواد کې تاوتريخوالى راکم کړي، په دې منځ کې د ناټو ځينو غړو هېوادونو هم ژمنه کړې چې افغانستان ته به اضافي عسکر لېږي.
خو په جرمني کې عامه نظريه د دې هېواد د پوځي ماموريت مخالفه ده.
يوه نظرپوښتنه ښيي، چې اکثره خلک غواړي عسکر يې له افغانستانه خپلو کورونو ته ستانه شي.
د جرمني لوى مخالف سياسي ګوند سوسيال ډيموکرات ويلي دي، که چېرې د جرمني حکومت افغانستان ته د پوځيانو د لېږلو پرېکړه وکړي، دوى به يې مخالفت کوي.