د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۶

اوباما د افغانستان پر ستراتېژۍ د غور وروستي پړاو ته رسیدلی دی


امریکايي چارواکي وايي ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ستراتیژۍ د څیړولو وروستي پړاو ته رسیدلی او افغانستان ته د دیرش زرو اضافي سرتیرو د استولو په شمول د دفاع وزارت په یو شمیر پیشنهادونو غور کوي.

رویټرز خبري اژانس وايي که چیرته اوباما افغانستان ته د نورو دیرش زرو امریکايي سرتیرو د استولو پریکړه وکړي نو دا به د هغه شمیر ځواکونو څخه کم وي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان يې غوښتنه کړې ده.

جنرال ستینلي مککریسټل له سپینې ماڼۍ غوښتي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې او طالبانو د ماتولو لپاره څلویښتو زرو اضافي سرتیرو ته اړتیا لري.

د امریکا ددفاع د وزارت له خوا د شوو وروستیو پیشنهادونو له جملې څخه د یوه وړاندیز له مخې به د امریکايي ځواکونو درې نوې لیواګانې په افغانستان کې ځای پر ځای شي او ددغو ځواکونو عمومي قرارګاه به کندهار ته نزدې جوړه شي.

رویټرز خپري اژانس ته امریکايي مقاماتو چې د موضوع د حساسیت له امله يې نومونه نه دي ذکر شوي ویلي چې ولسمشر اوباما افغانستان د نورو سرتیرو د داستولو په اړه موافق دی خو دا مهال د نویو ځای پرځای کیدونکو سرتیرو د شمیر پر موضوع بحث او سلا مشورې کوي.

ټاکل شوې چې جمهور ریس اوباما به چې د روانې نومبر میاشت په دولسمه نیټه اسیايي هیوادونو ته خپل سفر پیلوي په څو اونیو کې دننه او د افغان ولسمشر حامدکرزي د لوړې له مراسمو وروسته د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړي.

رویټرز اژانس وايي واشنګټن په دې عقیده دی چې د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ کامیابي تر ډیره حده له افغان دولت څخه د خلکو پر ملاتړ تکیه کوي.

په دې لړ کې امریکا له دې نه مخکې چې خپله ستراتیژي اعلان کړي د خپلو متحدانو سره هم تاوده بحثونه او سلا مشورې کوي .

امریکايي چارواکي وايي د افغانستان په اړه د واشنګټن ستراتیژۍ به د القاعده او طالبانو پر ضد د ځانګړې مبارزې سره چې د امریکا د جمهوري ریاست د مرستیال جو بایډن لخوا يې ملاتړ کیږي هم اهنګه وي.

ددغې پلان سره سم به د امریکا بې پیلوټه الوتکې او خاص ځواکونه د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو او قبایلي سیمو کې د القاعده شبکې او طالبانو پر ضد ځانګړي عملیات ترسره کړي.
XS
SM
MD
LG