د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۵

د کابل هوایي ډګر کې یو بهرنۍ قاچاق کوونکی ونیول شو


د كابل د هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قومندان جنرال محمد آصف جبار خېل
د كابل د هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قومندان جنرال محمد آصف جبار خېل
د كابل د هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قومندان وايي، چې دوی د نشه یي توكو د قاچاق د مخنيوي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ كړي او ښې لاس ته راوړنې هم لري.

جنرال محمد اصف جبارخيل د چهار شنبې په ورځ په يوه خبري غونډه كې يو نايجريايي وګړی هم ژورنالستانو ته وښودلو، چې هڅه يې كوله په خپله خېټه كې څه کم دوه کیلو نشه يي توكي قاچاق كړي.

ښاغلي جبارخيل وويل، چې دوی دا مبارزه په جدي توګه پرمخ بيايي او په دې برخه كې د هيچا پروا هم نه ساتي.

"په موږ هېڅ څوک فشار نه شي راوړای، ځکه زه د الله د رضا او د بشر د نجات لپاره په دې لاره کې مبارزه کوم په ښکاره دا وایم چې په دې کې هېڅ هراس نه لرم.

هرڅوک چې په هر موفق کې وی، چې په قاچا کې لاس ولري، نه مو دا وخت ورته ورکړی او نه دا جرئت لري، چې موږ ته مراجعه وکړي او د د نیول شویو قاچاقچیانو واسطه شي.

یوه ورځ به راشي، تاسو ته به خبر درکړو، چې هغه کسان چې چا نه شو نیوای او یا چا نه شو پېژندلای، اوس پېژندل شو، نیول شوی او د قانون منګلو ته سپارل شوی دی."

په کابل هوايي ډګر کې نیول نایجیریایی چې څه کم دوه کیلو ګرامه نشه یي توکي یې په ګېډه کې قاچاق کول


ښاغلي جبارخيل وړاندې وويل دوی خپله د هوايي ډګر په كاركونكو كې هم تصفيه پيل كړې ده او د برېښنا د څانګي يو كاركونكی اوس اوس له قاچاق وړونكو سره د همكارۍ په تور نيولی دی او د قانون منګلو ته يې سپارلی دی:

"یو تن چې د برېښنا مسوول و، ده له قاچیانو سره لار لرله، کله چې هغوی خپل بکسونه د ایکسرې ماشین د چک لپاره وړل، په هغه وخت کې به برقونه قطع شول.

پولیس په دې نه پوییدل، کله به مو چې پوښتنه ترې وکړه، نو ده به ویل چې شارتي وشوه او یا تخنیکی عوارض یې پیدا کړي دی، کله چې موږ پرې وپوییدو دی خپل کور ته وتښتېده.

موږ عملیات پیل کړل او دی مې د ده په کور کې ونیو، له ده نه مو اعتراف واخیست او بیا مو د قانون منګولو ته وسپاره."

نوموړي زياته كړه، چې يواځې د دې كال په لومړيو شپږو مياشتو كې يې د نشه یي موادو ۲۷ تنه قچاقچيان نيولي، چې اوه تنه يې بهرني اتباع وو او په دغو كسانو كې درې تنه ميرمنې هم شاملې وې

ده د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه هم وغوښتل، چې له دوی سره دې د نشه یي موادو د قاچاقچيانو په پېژندنه او نيونه كې مرسته وكړي.

په داسې حال كې، چې په افغانستان كې حكومتي چارواكي ډېری وخت د نشه یي موادو او د نشي موادو د قچاقچيانو د نيولو خبرې كوي خو بيا هم ويل كيږي، چې په افغانستان كې اوس هم د نشه یي موادو د قاچاق وړونكو بازار ښه ګرم دی.
XS
SM
MD
LG