د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۲

طالبان ولې په لویو لارو بریدونه کوي ؟


د سه شنبې په ورځ په کندهار کې پر یوه ۳۰۳ بس د سړک پرغاړه د ایښودل شوي ماین د چاودنې په پېښه کې لږترلږه ۳۰ کسان مړه او په همدې شمېر نور ټپیان شول.

اسوشتېدپریس خبري آژانس د دې پېښې په اړه د تبصرې په ترڅ کې لیکي چې طالبان د یادې شوې پېښې په ګډون د بمونو په چولو، پر امنیتي پوستو د حملو او د برمته کولو په زیاتولو سره غواړي د لویو لارو په اوږدو کې وېره خوره کړي.

افغان چارواکي وايي دا حملې اکثراً د طالبانو څو محدودې ډلې کوي او د هغې رواني جګړې یوه برخه ده چې هدف يې ملکي وګړو ته د دې پیغام رسول دي چې په سیمو کې دطالبانو واکمني په پراخېدو ده.

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت ویاند زمری بشري وايي، د دوو دریو وسله والو لپاره ډېره آسانه ده چې لويې لارو ته راووزي او پر یوه کاروان حمله وکړي.

د دې حملې په ورځ ښايي زرګونه کسان چې پر هغه لاره سفر کوي ویني چې یو کاروان سوځول شوی دی. طالبانو په دې وروستیو کې د سړک پرغاړه د بمونو ايښودو ته زور ورکړی، خو په دې حملو کې د حکومت او نړیوال ائتلاف د سرتېرو په پرتله ډېر ملکي خلک وژل کېږي.
دا حملې چې په کلاشینکوفو او راکټ لانچرو سمبال طالبان یې کوي ډېر وخت د لویو لارو په اوږدو کې پر لاریو او بسونو کېږي.

ځینې دا حملې په هغو سیمو کې کېږي چې طالبان له پخوا حضور پکې لري، لکه کندهار، خو ځینې نور بریدونه بیا په هغو سیمو کې کېږي چې طالبانو اوس اوس هلته فعالیتونه پیل کېږي، لکه د هېواد شمالي ولایتونه.

آژانس لیکي: پر نړیوالو ځواکونو د ملکي وګړو د وژنې له وجې، سخت انتقادونه کېږي خو د ناټو او ائتلاف چارواکي وايي، دوی باور لري چې په بمي حملو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له وجې په خلکو کې د طالبانو محبوبیت ته هم زیان اووښتی.

ملګروملتونو په هغه راپور کې چې د شنبې په ورځ خپور شو، ویلي دي، د اګست میاشت، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

د راپور په حواله د روان کال له پیله، د اګست تر میاشتې پورې لږترلږه یونیم زر کسان وژل شوي دي. تېرکال په همدې موده کې څه کم دولس سوه کسان وژل شوي وو.

د ملګروملتونو په راپور کې په سلو کې د ۶۸ ملکي وګړو د وژنې مسوول طالبان ګڼل شوي دي. د کورنیوچارووزارت زمری بشري وايي، د طالبانو حملې، تر اقتصادي او امنیتي اغېزو ډېرې رواني اغېزې لري.

په کونړ کې هم د یکشنبې په ورځ پر یوه کاروان حمله وشوه. د کونړ د امنیې قوماندان جنرال خلیل الله ضیايي د طالبانو په تکتیکونو کې د بدلون خبره کوي او وايي، دوی په دې حملو سره حتی په نسبتاً آرامو سیمو کې د خپل حضوراو د حکومت کمزوري ښودل غواړي.

د ضیايي په وینا، وسله وال د حکومت او ائتلاف له ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نلري، خو د ملکیانو پرضد چریکي حملې کوي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل پخوانی سلاکار انتوني کاردېسمن، چې اوس د ستراتيژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د کارپوه په توګه کار کوي وايي، له ۲۰۰۳ کال وروسته پر ملکي وګړو د طالبانو په حملو کې ناڅاپي زیاتوالی راغی، او دا حملې په وروستیو مېاشتو کې ټول هېواد ته خپرې شوې.

دی وايي، طالبانو د نورو وسله والو نهضتونو په څېر دا زده کړې ده چې له تاوتریخوالي څخه څنګه د ځان په ګټه کار واخلي، خو دوی دا هم زده کړې ده چې په هېواد کې خپل حضور څنګه پراخ وښيي.

طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد د شمال په لویو لارو کې هم خپل بریدونه زیات کړي دي. د زړو موټرو سوداګر احمدجاوېد وايي چې دوی هېڅکله هم د ناټو پر کاروان حمله نه کوي، خو یوازې بې وسې افغانان په نښه کوي. د ده ملګرو هم وویل، طالبان ماسپښین ناوخته او یوازې په هغو ځایونو کې لارو ته راوزي چې دوی پوهېږي هلته له پولیسو سره نه مخامخ کېږي.
XS
SM
MD
LG