خو د لوى څارنوالۍ مرستيال فضل احمد فقيريار وايي، چې دوى دا مساله د ښاغلي بشردوست د شكايت له مخې څيړي او د فليپ مريون په اړه د معلوماتو له بشپړيدو وروسته به قانوني چلند وكړي.
ښاغلي فقيريار له ازادۍ راډيو سره په يوه ځانګړې مركه كې وويل، چې ټولو اړوندو ادارو ته يى په استول شويو ليكونو كې سپارښته كړې ، څو د فليپ مريون په اړه دوى ته بشپړمعلومات وړاندې كړي.
"تاسوپوهیږي چې داسې ادعاوی چې کیږي باید په اړه يې څېړنه وشي ښاغلی فلیپ مريون خپله بې طرفي هم نده ساتلې او معلومه هم نه ده چې دا دده شخصي نظریات دي او یا په عامو نظریاتو کې بدلون راغلی.
موږ په تمه یو چې د بهرنیو چارو وزارت یا نور ارګانو څخه دا اسناد راشي كه درغلۍ موجودې وي ، په اړه یې څیړنه هم کوو او که هسې شخصي نظریات وي نو قانوني چلند ورسره کوو"
د لوى څارنوالۍ لخوا دا اقدام پداسې حال كې شوې، چې د ځينو راپورونو او پخپله د رمضان بشردوست د وينا له مخې فليپ مريون له افغانستان څخه وتلې دي.
خو د لوى څارنوالۍ مرستيال وويل، چې د اړتيا په صورت كې به له انټرپول پوليسو نه مرسته ترلاسه كړي، څو نوموړې افغانستان ته راوبلل شي او خپل وضاحت وړاندې كړي.
د لوى څارنوالى مرستيال وويل ، چې غواړي په دې اړه هم معلومات ترلاسه كړي، چې مريون د انتخاباتو په اړه د دا ډول څرګندونو حق درلود او كه څنګه ځكه دده په وينا د نوموړي څرګندونې پاروونكې وې.
له ښاغلي فقریار سره په دې اړه د ازادۍ راډیو ځانګړې مرکه دلته واورﺉ:
خو پخپله رمضان بشردوست بيا وايي، چې دې له مريون سره بله كومه ستونزه نه لري، يوازې هم دومره غواړي، چې پر د درغليو لږول شوي تورونه ثابت كړي.
"زما انتقاد پر اروپایې ټولنې دادی چې په بشردوست دا تورونه چې ګوندې په انتخاباتو کې یې درغلي کېړ ثابت "
تردې مخكې ځينو كړيو خو بيا دا هم ويلي وو، چې د اروپايي څارونكو د ډلې مشر ناپيلی نه دې او د يو مشخص كانديد ملاتړ كوي.
خو دا، چې لوى څارنوالۍ به د فليپ مريون په خلاف د شتو ادعاؤو په پام كې ساتلو سره نوموړې د افغانستان د قوانينو په رڼا كې تر پوښتنو او ګرويږنو لاندې راوستلې شي او كه نه اوس يى اټكل ګران ځكه بريښي، چې د انتخاباتو په اړه د هغه نظر له لويديځ سره يو خيل دې او ممكن لويديځ د هغه ننګه وكړي.

رمضان بشردوست وايي له فلیپ مورین سره بل مشکل نه لري ېوازې ترې غواړي هغه تور دې ثابت کړي چې وايي د بشردوست په پلوۍ هم درغلۍ شوي.