د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

د ایران د مظاهرو دقربانیانو د څلوېښتۍ غونډې جوړېږي


په ایران کې تېره میاشت لږترلږه شل کسان وروسته له هغه ووژل شول چې زرګونه کسان په انتخاباتو کې د ولسمشرمحموداحمدي نژاد د بریالیتوب د اعلان پرضد د اعتراضونو په ترڅ کې د تهران واټونو ته راووتل.

دایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوو بایللو کاندیدانو میرحسین موسوي اومهدي کروبي غواړي دهغو قربانیانو دڅلوېښتۍ ویرغونډې جوړې کړي چې تېره میاشت د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته په اعتراضیه مظاهرو کې ووژل شول.

دا اقدام د ګڼ شمېر څارونکو په نظر د ولسمشر محموداحمدي نژاد د حکومت په وړاندې چې د خلکو پرراټولېدو او غونډويې بندیز لګولی د یوه بل نوي چلینج حیثیت لري.

موسوي او کروبي، د ایران کورنیو چارو وزارت ته په استولي لیک کې ژمنه کړې چې د دې قربانیانو د څلوېښتۍ په مراسمو کې به شعارونه او ویناوې نه وي بلکې یوازې د قرآنکریم تلاوت به کېږي.

دوی د پنجشنبې په ورځ د تهران په لوی سرخلاصي جامع جومات کې چې اکثر مذهبي غونډې پکې جوړېږي، د یوې ساده یونیم ساعته غونډې د جوړولو غوښتنه کړې ده.

تېره میاشت د ایران له انتخاباتو وروسته د مظاهرو په لړ کې سلګونه زره کسان د تهران واټونو ته ووتل او د ولسمشر محموداحمدي نژاد د بریالیتوب پرضد يې اعتراض وکړ.

په تهران کې د دې اعتراضیه مظاهرو د ځپلو په بهیر کې لږترلږه شل کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول. پولیسو همداراز سلګونه کسان چې په مظاهرو کې يې برخه لرله، ونیول.

په وژل شویو مظاهره چیانو کې یوه، اوه ویشت کلنه نداآغاسلطان وه چې د امنیتي پولیسو له خوا د وژنې د شېبې ویډیويي تصاویر يې ثبت او په انټرنېټ کې خپاره شول.

دا تصاویر په ټوله نړۍ کې میلیونونو کسانو ولیدل او له هغې ورځې وروسته ندا د ایرانیانو د مقاومت په یوه سمبول بدله شوه.
په ایران کې د مظاهرو د قربانیانو د څلوېښتۍ د مراسمو غوښتنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د ولسمشرۍ دوو کاندیدانو، موسوي او کروبي د ایراني پولیسو له خوا د تحقیقاتو پرمهال له بندیانو سره د ناوړه چلند په برخه کې د ایران له پخواني ولسمشر محمدخاتمي سره خپل آواز غبرګ کړ.

د ایران اصلاح غوښتونکو رسنیو راپور ورکړی چې دوه د حکومت مخالف اعتراض کوونکي د تحقیقاتو په بهیر کې مړه شوي دي.
خاتمي، موسوي او کروبي، د ایران پر مذهبي مشرانو غږ کړی چې له بندیانو سره د ناوړه چلند په مخنیوي کې مداخله وکړي.
د ایران د کورنیو چارووزارت تر دې دمه، د لویو غونډو د جوړولو لپاره ټولې غوښتنې رد کړې دي. خو د حکومت له بندیز سره سره، د موسوي پلویانو، وخت ناوخت اعتراضیه غونډې کړي.
XS
SM
MD
LG