د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۱

د برتانيي لوی درستیز : افغانستان کې خپلو عسکرو ته نور تجهیزات استوو


د برتانيې د پوځ لوی درستیز وايي تر هغې په افغانستان کې پاتې شي چې خپله افغان امنیتي ځواکونه د امنیت ساتنې جوګه شي.
د برتانيې د پوځ لوی درستیز وايي تر هغې په افغانستان کې پاتې شي چې خپله افغان امنیتي ځواکونه د امنیت ساتنې جوګه شي.

له زیاتې مودې راهیسې انګلیسي عسکر په هلمند ولایت کې دېره دي خو ددې ولایت د امنیت په ټینګښت کې یې زياتې هلې ځليې نه دي کړي.

په انګلستان کي په یوې وروستې نظر پوښتنې کې په افغانستان کې د انګلیسي عسکرو د حضور او جګړو په اړه د خلکو ملاتړ زیات شوی خو په پارلمان کې مخالفې ډلې په حکومت تور لګوي چې په افغانستان کې یې عسکرو ته کافي تجهیزات او وسیال نه دي ورکړي، د عسکرو د شمېر د کمښت له وجې یې تلفات زیات دي او د طالب وسلوالو په ضد جګړو کې یې اغیز زیات نه دی. د

انګلستان د پوځ لوی درستېز د جمعې په ورځ په افغانستان کې د خپلو عسکرو د شمېر او نورو مسلو په اړه څرګندونې وکړې.

جنرال ریچارډ ډاناټ وایي بریتانیا باید په افغانستان کې د خپلو عسکرو دا اوسنی شمېر وساتي اوتر هغې چې د افغانستان ملي پوځ د مسولیتونو اخیستو جوګه ګیږي، مونږ ممکن په راتلونکو اتلسو میاشتو کې دې هیوا ته نور عسکر هم واستوو.

د انګلستان د پوځ لوی درستېز دغه راز په افغانستان کې انګلیسي عسکرو ته د نورو تجهیزاتو په خاص ډول د هلیکوپټرو ورکولو غږ هم وکړ تر څو خپل عسکر د طالبانو د حملو په مقابل کې خوندي کړي.

انګلستان په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د امنیت د ټینګښت په مقصد د خپلو عسکرو شمېر ۹۰۰۰ ته پورته کړی.

داسي پلان هم شته چې له انتخاباتو وروسته به انګلستان په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمېر بیرته ۸۳۰۰ ته راټیټ کړي.

جنرال ریچارډ ډانات وویل په لنډې مودې کې به په ځای وی چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۹۰۰۰ وساتو، له دې ښکته شمېر به په پوځي لحاظ غلط کار وي.
د انګلستان ددفاع وزارت پرون وویل چې د دوی یو عسکر د پنجشنبې په ورځ په هلمند کې ووژل شو او په دې توګه یې په افغانستان کې د عسکرو د مړینې شمېر ۱۸۵ ته پورته شو.

د انګلستان صدراعظم ګورډن براون وایي په افغانستان کې د دوی حضور ډېر حیاتي دی او په دې توګه د انګلستان کوڅو ته د تروريزم د صادریدو مخه نیول کیږي.

نوموړي دغه راز د افغانستان له ملي پوځ څخه وغوښتل په هغو سیمو کې چې امریکایي او انګلیسي ځواکونه یې له وسلوالو څخه پاکوي ، ملي اردو باید هلته کافي ځواکونه ځای په ځای کړي.

د انګليستان کارګر ګوند چې په راتلونکې کال کې یې انتخابات هم په مخکې دي ، د عامو خلکو د نظرونو په اساس وایي افغانستان ته نور هلیکوپټر او عصري پوځي وسيلې استوي او په دې هیواد کې د عسکرو په شمېر به غور وکړي.

د انګليستان د دفاع وزارت د ارکانو ریيس جک سټیروپ د سکای په نوم خبري تلویزون ته وویل هلیکوپټر په افغانستان کی د انګلیسي عسکرو ژوند ژغوري او د سړک د غاړي بمي چاودنوڅخه پري بچ کیږي.

ده وویل هر څومره شمېر هلیکوپټر چی برابریدای شي، مونږ ورته په افغانستان کي اړتیا لرو.
XS
SM
MD
LG