نوري المالکي د روانې اونۍ په سر کې وویل دا نړۍ ته یو پیغام دی چې عراقیان اوس کولی شي چې خپل امنیت او د هیواد نورې چارې په خپله کنټرول کړي.
هغه وویل د عراق خلک باید په خپلو ځواکونو باور ولري چې د القاعده او نورې مجرمې ډلې به لا پسې وځپي او امنیت به ټینګ وساتي .
ټاکل شوې چې د عراق له ښارونو څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ د بغداد او واشنګټن تر منځ د امینتي موافقې له مخې د روانې جون میاشتې په دیرشمه نیټه نیمه شپه پیل شي.
له عراقي ښارونو د امریکايي ځواکونو وتل د عراق لپاره چې په تیرو ۶کلونو کې خونړي تاوتریخوالي زپلی دی په یوه وخت تاریخې شیبه هم ده او یو ستر چلینج هم .
په دې اړه په عراق کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال رای اوډیرنو فوکس نیوز تلویزون ته وویل هغه باور لري چې د عراق له ښارونو څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو لپآره دا مناسب وخت دی.
نوموړي وویل :(موږ همکاري درلوده او په تیرو دو دریو کلونو کې مو د سرتیرو په زیاتولو سره ، په هغو ورځو کې چې د اوس په پرتله به لس چنده زیات بریدونه کیدل ، او ملکي خلک به زیات مړه کیدل موږ د پراخې همکاری بنسټ ایښی دی.
موږ د دغې هدف د رسیدو لپآره زیاتې هڅې کړیدي . ایتلافي او عراقې ځواکونو ددې هدف لپآره زیاتې قربانۍ ورکړي دي.مونږ به دې همکارۍ ته دوام ورکړو خو اوس ددې وخت رسیدلی چې د امنیت ساتنې د چارو مشري په خپله عراقیان پر غاړه واخلي .)
امریکايي ځواکونه وايي تیر کال په عراق کې ټول ۳۲۵۰ بریدونه شوي او یوازې تیرو دریو ونیو کې د ماشومانو په شمول ۲۰۰ عراقیان په تاوتریخوالي کې مړه شویدي.
خو بیا هم د امریکايي ځواکونو قومندان وايي چې دا مناسب وخت دی چې له ښارونو څخه سرتیري وباسي .
جنرال اوډیرنو وايي وسله وال مخالفان د بریدونو په تیزولو سره غواړي خپل وجود ثابت کړي او دخلکو پام ځان ته راواړوي.
د عراق له ښارونو څخه د شاوخوا ۱۳۳۰۰۰امریکايي سرتیرو د وتلو لړۍ په داسې حال کې پیلیږي چې د القاعده شبکه او هغه وسله والې ډلې چې ایران يې ملاتړ کوي لا اوس هم د عراق د پایتخت بغداد دننه ، شاوخوا سیمو ،او په شمالي ښار موصل او نینوا کې فعاله دي .
د امریکا دحکومت په وینا عراق دا مهال ۲۰۰۰۰۰روزل شوې اردو ، ۴۲۰۰۰نیمه پولیس او ۳۰۰۰۰۰د پولیسو ځواک لري .
د عراقي پولیسو یو افسر حمید کادیم رویټرز اژانس ته وویل دوي چمتو چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د عراق د ښارونو امنیت سمبال کړي.
هغه وايي( مونږ چمتو یو او په دې لړ کې زمونږ ځواکونه د عراق په ټولو برخو کې ځای پر ځای شویدي .مونږ د هر ډول حالت سره د مقابلې لپآره اماده یو .که خدای کول هیڅ کومه پیښه به ونشي ځکه چې مونږ هرې خوا کې سرتیري ځای پر ځای کړیدي.)
په تیرو ۶میاشتو کې امریکايي ځواکونو په سلو کې څلویښت د عراق د امنیت ساتنې مسولیت ددغه هیواد امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی.