د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۴

د افغانستان او سېمې په اړه د لویدېځو ورځپاڼو تبصرې


نیویارک ټایمز وايي ډېر افغان سرتیري سوادنه لري، او ډیسپلین نه مراعتوي ، وسایل او تجهیزات ترې ورکیږي.
نیویارک ټایمز وايي ډېر افغان سرتیري سوادنه لري، او ډیسپلین نه مراعتوي ، وسایل او تجهیزات ترې ورکیږي.
نیویارک ټایمز ورځپانې په خپلې وروستۍ ګڼې کې (غیر منظم افغان ځواکونه د امریکا د هدفونو مخې ته ستونزې جوړوي) تر عنوان لاندې مقاله کې لیکي:

د ولسمشر باراک اوباما اداره د افغان ځواکونو پیاوړې کولو او د سرتیرو زیاتوالولي ته لومړیتوب ورکوي .

ورځپانه وايي : په دې سره به د وسله والو مخالفانو پر ضد جګړه فعاله شي او په پای کې به دې ته زمینه برابره شي چې امریکا په افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي :

اکثره افغان سرتیري سوادنه لري، او ډیسپلین نه مراعتوي ، وسایل او تجهیزات ترې ورکیږي او ددغو ځواکونو په خاصه توګه د پولیسو لیکو کې فساد هم زیات شوې دی.

د ورځپاڼې په وینا دغو ستونزو د افغان ځواکونو د وفادارۍ او له هغوی څخه د استخباراتي معلوماتو د خپریدو په اړه امیریکايي مقامات اندیښمن کړي دي.

امریکايي چارواکي وايي : د افغان ځواکونو روزونکو افسرانو لازم کورسونه تعقیبکړي او له هغو متقاعدو پوځیانو څخه يې لازمې لارښونې ترلاسه کړي چې د عراق تجربه لري.

امریکايي روزونکي وايي دوي د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د عراق پلان عملي کوي.

نیویارک ټایمز د امریکايي مقاماتو په حواله وايي :

د امریکا دفاع وزارت هڅه کوي څو افغان ځواکونه داسې وروزي چې په جګړه کې د توپخانې او هوايي حملو مسولیت په خپله غاړه واخلي.

لاس اینجلس ټایمز ورځپاڼې بیا د پاکستان د پوځ وروستیو عملیاتو او د ملیونونو بې ځایه شوو کسانو د ستونزو موضوع راخستې ده او لیکي :

د سرحد ایالت د جګړو له امله شاوخوا دوه میلونه کسان چې تقریباً ټول پښتانه دي بې ځایه شوي او د مردان او نورو سیمو په کمپونو کې په بدو شرایطو کې شپې او ورځې سبا کوي.

ورځپاڼه وايي:

یوازې د مردان د شیخ یاسین په کمپ کې په نزدې یو نیم زر خیمو کې شاوخوا ۷۶۰۰کسان اوسیږي .

په سرحد ایالت کې د طالبانو پر ضد پاکستان د پوځ د عملیاتو د بریاليتوب راپورونو پاکستانیان خوشحاله کړي دي او د چارو کارپوهان وايي د پاکستان خلکو اوس دا درک کړې چې که د طالبانو فعالیتونه کنټرول نه شي نو د یو جدي خطر بڼه غوره کولی شي.

لاس اینجلس ټایمز وړاندي لیکي:

په داسې حال کې چې په سیمه کې د جګړې د ختمیدو نښې نه ښکاري د سوات د درې د بې ځایه شوو خلکو چې یوازې د تن په جامو کې له خپلو کورونو راوتي صبر او زغم هم په ختمیدو دی.

د ورځپاڼې په وینا بې ځایه شوي خلک د سختې ګرمۍ په حالت کې په خیمو کې ژوند کوي او ډېرې کمې روغتیايي اسانتیاوې ورته برابرې شوې.

دغو ستونزو ته په اشارې سره د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب شیرپاو لاس اینجلس ټایمز ویلي : که په سوات کې عملیات ژر پای ته ونه رسیږي او بې ځایه شوو سره لازمې مرستې ونه شي نو لرې نه ده چې دغه بې ځایه شوي پښتانه به په راتلونکو اونیو کې په بلواو او مظاهرو لاس پوري کړي.
XS
SM
MD
LG