د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۲۴

د ناتو د بهرنيو چارو وزيران نن په برسل کي غونډه کوي


د ناتو د بهرنيو چارو وزيران نن په برسل کي غونډه کوي. تمه ده چي وزيران به له اوکراين او ګورجستان سره ددي سازمان د اړيکو په اړه بحث وکړي. متحده ايالاتو دغو دوو هيوادو ته د غړيتوب د عمل پلان ورکړئ چي په نتيجه کي به يي اوکراين او ګورجستان په تدريجي ډول د ناتو غړيتوب حاصل کړي. د جرمني او فرانسي پشمول د ناتو يو شمير غړي هيوادونه چي له روسيي سره ښه اړيکي لري، د امريکا ددي عمل مخالفت کوي او وايي پدي کار سره به له روسيي سره ددوي اړيکي خراب شي. روسيه انديښمنه ده چي ناتو يي پولو ته ځان رسوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره کاندليسا رايس چي د ناتو د وزيرانو په غونډي کي کډون کوي دا خبره يي منلي چي له اوکراين او ګورجستان سره د اړيکو د څرنګوالي په اړه د ناتو غړي هيوادونه اختلافات لري خو وايي هيڅ غړئ هيواد نه غواړي چي دا دوه هيوداونه دي د غړيتوب لپاره بيخي له نظره وغورځول شي.

رايس په لندن کي نن وويل ناتو بايد چي له روسيي سره د شراکت د دروازو پرانستلو په کار کي له پوره اختياط څخه کار واخلي. د ناتو او روسيي شورا په تير اوړي کي په ګورجستان باندي د روسي ځواکونو د يرغل په مهال له روسيي سره خبري بندي کړي وې.
XS
SM
MD
LG