خبرونه
د افغانستان د انتقالي دولت رئيس حامد کرزى به نن د انګليستان د ګارکر ګوند په کلنى غونډه کې يوه وينا وکړي٠ د امريکا جمهور رئيس د ـي آى اى د غړي د افشا کونکي لپاره په پلټنو کې د هر ډول مرستى ژمنه کړى٠ د امريکې د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د روانى اونۍ تر پايه پورى به عراقيانو ته د واک د سپارني مسوده جوړه کړي٠
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ییلوا جانسن: د منځني ختیځ د کړکېچ له کبله اروپا د تروریستي حملو له لوی ګواښ سره مخ ده

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ له کبله اروپا د تروریستي حملو له لوی ګواښ سره مخ ده.
ییلوا جانسن نن یوې خبري غونډې ته وویل، د اسراییلو او د حماس د سختدریځې ډلې ترمنځ د جګړې له کبله چې په ټولنه کې کوم ویش راغلی دی، داسې مهال چې د کرسمس جشن راروان دی په اروپايي ټولنه کې د تروریستي حملو خطر شته.
هغې په دې اړه نور جزییات ورنه کړل او دفتر یې هم سمدستي په دې اړه د جزییاتو لپاره غوښتنې نه دي ځواب کړي.
اروپايي ټولنه او متحدایالات حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.
مېرمن جانسن دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې راټول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ماښام د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د آیفل برج مخې ته یوه بریدکوونکي یو جرمنی سیلاني د چړې په ګوازونو وواژه او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.
چین: طالبان دې د رسمیت پېژندلو لپاره نړیوالو معیارونو ته غاړه کېږدي

چین وايي، که د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان نړیوالو معیارونو ته غاړه کېږدي نو په رسمیت وپېژندل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بِن نن په خپله اوونیزه خبري غونډه کې دې پوښتنې ته چې آیا په پېکېنګ کې د طالبانو د سفیر ټاکنه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا ده په ځواب کې وویل، پېکېنګ باور لري چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې منزوي نه شي.
خو هغه زیاته کړه چې چین هیله من دی افغانستان به د یوه آزاد او ټولشموله حکومت د رامنځ ته کولو، د معتدلې کورنۍ او نړیوالې پالیسۍ د تطبیق، د تروریزم د ځپلو، له نړیوالو او په تېره له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو د پاللو او په نړیواله ټولنه کې د ادغام له لارې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب ووايي.
د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند وویل، که داسې وشي نو د طالبانو حکومت به په طبیعي ډول په رسمیت وپېژندل شي.
طالبانو تېره اوونۍ بلال کریمي په پېکېنګ کې د افغانستان د سفیر په توګه په دنده وګوماره.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې دوه کاله تېرېږي، خو حکومت یې تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.
د کرکټ اسیا جام؛ د افغانستان د کمعمره ځوانانو لوبډله اماراتو ته ځي

افغانستان کرکټ بورډ وايي چې تر نولسو کلنو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډله به یې سبا چهارشنبه د ډسمبر په ۶مه نېټه په اسیا جام کې د ګډون په موخه عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې ویلي چې افغانستان به د ډسمبر په ۸مه نېټه خپله لومړۍ لوبه له هندوستان سره ترسره کړي.
د سادات په خبره، افغان لوبډله به په الف ګروپ کې خپلې دوه نورې سیالۍ د ډسمبر په ۱۰مه نېټه له نیپال او د ډسمبر په ۱۲مه نېټه له پاکستان سره ترسره کړي.
د یادو سیالیو لپاره یوه اوونۍ وړاندې کرکټ بورډ د نصیراحمد تر لوبډلمشر لاندې ۱۴ـ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.
د ویلو ده چې افغانستان په ۲۰۱۷م کال کې د اسیا جام سیالیو پایلوبه ګټلې وه.
د بلوچستان چارواکي: منظور پشتین له نیول کېدو وروسته له دې ایالت څخه اېستل شوی

د بلوچستان چارواکي وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM مشر منظور پشتين یې تر نيول کېدو وروسته له دې ایالت څخه اېستلی دی.
د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان محمد اڅکزي پرون خبریالانو ته وويل پشتين د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان پولیسو ته سپارل شوی، خو د ډيره اسماعيل خان د پوليسو سرچينو مشال راډيو ته وويل چې پشتين اسلام اباد ته بیول شوی.
اڅکزي تور ولګاوه چې د پشتين ساتونکو پر پولیسو ډزې کړي او د موټرو په ټکر کې یې يو دولتي مامور هم زخمي کړی، خو پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ويډيوګانو کې ښکاري چې امنيتي ځواکونو موټر د پشتين د موټر مخه نیسي.
د PTMمشران د چارواکو ادعاوې رد کړې دي.
په عین حال کې یوشمېر فعالانو او سیاستوالو د پښتین پر نیول کېدو اعتراضونه کړي دي.
د غورځنګ غړي او سیاستوال علي وزیر پر اېکس شبکې لیکلي زندان او حملې به د دوی زغم نه یوازې کم نه کړي؛ بلکې ټینګ او پوخ به یې کړي.
د ښځو د تعلیم او حقونو فعالې او د PTM غړې سنا اعجاز د پشتین نیول او پر هغه برید غندلي دي.
منظور پشتین د بلوچستان ایالت پولیسو پرون وروسته له هغه ونیوه چې د موټرو پر کاروان یې ډزې وشوې.
په دې برید کې ده ته زیان وانه وښت، خو د ده یو همکار او یوه لاروۍ مېرمن ټپيان شول.
د PTM فعالان وایي چې دا ډزې د پاکستان امنیتي ځواکونو کړي.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان اقلیمي وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو یوځل بیا د متحده عربي اماراتو په دوبی ښار کې د اقلیمي بدلون د غونډې له ګډونوالو څخه د افغانستان وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې اوچا مشر دانیل ایندریس نن په یوه ویډیويي پیغام کې د اقلیمي بدلون له کبله له تېرو ۷ لسیزو راهیسې د افغانستان د روانو ستونزو لکه: د تودوخې د لوړېدو، د ورښتونو د کمېدو او د ځنګلونو د کمېدو د ستونزو یادونه کړې او ویلي یې دي چې له دې کبله طبیعي آفتونه لکه: وچکالي، بې وخته ورښتونه، د تودوخې لوړه درجه او سېلابونه په زیاتېدو دي.
ښاغلي ایندریس په افغانستان کې د بې ځایه شویو کډوالو او د اوبو د کمښت له کبله د کرنیزو محصولاتو د کمېدو او د نورو ستونزو یادونه هم کړې.
دی زیاتوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله د نړۍ په لسو ډېرو زیانګالو هېوادونو کې شپږم دی او د دې ستونزو پر وړاندې د مقابلې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.
د اوچا مشر په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانونو د مخنیوي لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه کړې.
پوتین روانه اوونۍ متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین روانه اوونۍ متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د روسيې دولتي رسنیو ریا نووستي او تاس خبر ورکړی چې پوتین د یوه کاري سفر لپاره دې دوو هېوادونو ته ځي او په ترڅ کې به یې له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وګوري.
متحده عربي امارات اوس مهال د اقلیمي بدلون په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه دی، خو معلومه نه ده چې پوتین به په دې غونډه کې ګډون وکړي که نه.
د غزې په جنوب کې د اسراییلو پوځي او هوایي عملیات روان دي

د غزې په جنوب کې د اسراییلي پوځ عملیات له ځمکې او هوا څخه روان دي.
اسراییل دا عملیات داسې مهال پیل کړي چې متحدوایالتونو او ملګروملتونو پرله پسې ترې غوښتي دي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.
اسراییل ژمنه کړې چې دا عملیات به د حماس ډلې تر پوره ځپلو پورې روان وي.
دا ډله متحدایالات او اروپايي ټولنه تروریستي سازمان ګڼي.
امریکايي چارواکو په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته د زیاتېدونکو انساني تلفاتو او په دې اړه چې آیا له اسراییلو دا تمه لري که نه چې پر هغو سیمو دې حملې نه کوي چې د خوندي ځایونو په توګه په ګوته شوي په ځواب کې ویلي چې په دې اړه خبرې له وخته مخکې دي.
د افغانستان الف لوبډلې د انګلنډ الف لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

د درې ورځنۍ تمریناتي سیالۍ په وروستۍ ورځ افغان ابدالیان کرکټ ملي لوبډلې د انګلنډ لاینز لوبډلې د ۱۴۷ منډو هدف د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د ۵ وېکټو په توپیر یې لوبه وګټله.
افغان کرکټ بورډ ویلي، د افغان لوبډلې په ګټه په وروستۍ پاڼۍ کې دروېش رسولي ۴۵، احسان جنت ۲۹ او لوبډلمشر اکرام علي خیل ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
یاده سیالي چې د دواړو کرکټ بورډونو په ګډ لګښت د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوه، انګلنډ په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۳۷ منډې کړې وې چې په ځواب کې یې افغانستان ۱۷۰ منډې وکړې.
په دویمې پاڼۍ کې انګلنډ یو وار بیا ښه توپوهنه ونکړای شوه او ټول لوبغاړي یې په ۱۸۳ منډو وسوځېدل.
په دویمې پاڼۍ کې افغان لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو هدف ورکړل شوی و چې د ۵ وېکټو په سوځېدو سره یې پوره کړ.
په دې سیالۍ کې کیڼ لاسي ورو توپ اچونکي ضیالرحمن اکبر په دواړو پاڼیو کې د انګلستان ۱۰ لوبغاړي وسوځول.
د ویلو ده چې یادو لوبډلو په لومړي ځل درې ورځنۍ سیالي ترسره کړه.
طالب چارواکي: ۴۱۱ نورې کډوالې کورنۍ پرون پاکستان نه را ستنې شوې

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، پرون دوشنبه د افغان کډوالو ۴۱۱ کورنۍ د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را ستنې شوې دي.
د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ۲۴۴ کورنۍ په تورخم او ۱۶۷ نورې د سپین بولدک له لارې اېستل شوې دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تراوسه له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو شمېر له څلور لکه او لس زرو اوښتی دی.
پاکستان د نومبر په لومړۍ نېټې راهیسې له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو د اېستو لړۍ پيل کړې ده.
د منظور پښتین نیول کیدو ته د یو شمېر فعالانو او سیاستوالو غبرګونونه

یوشمېر فعالانو او سیاستوالو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیول کېدو ته غبرګونونه ښودلي دي.
د همدې غورځنګ فعال او سیاستوال علي وزیر پر خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، زندان او بریدونه به د دوی زغم نه یوازې دا چې کم نه کړي؛ بلکې زیات او پوخ به یې کړي.
د ښځو د تعلیم او حقونو فعالې او د پي.ټي.ایم غړې سنا اعجاز هم د پښتون نیول کېدل او پر هغه برید غندلی دی.
پښتین پرون دوشنبه د بلوچستان ایالت د پولیسو له خوا وروسته تر هغه ونیول شو چې پر موټریز کاروان یې ډزې وشوې او دی ترې روغ ووت.
د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وایي، ډزې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا شوي چې د منظور پښتین یو همکار او یوه لاروۍ میرمن په کې ټپي شوې ده.