د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د تقاعد په برخه کې فرمان خپور کړ. د دې فرمان له مخې د جمهوري نظام مامورین باید یو لړ قانوني مراحل ترسره کړي. د حقوقو او سیاسي علومو د استاد پوهاند نصر اله ستانکزي څرګندونې دلته اوریدلی شئ
د نشه يي موادو استعمال د مغزو پر بېلا بېلو برخو ناوړه اغېزې کوي او فعالیت یې ګډوډوي چې په دې لړ کې یوه هم د حافظې کمروزي ده.
طارق د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دا ځوان چې پنځه کاله یې په ترکیه کې تېر کړي او هلته معتاد شوی وايي چې، که مې نشه نه کولای اوس به مې په بهر کې ښه ژوند درلودای.
افغان خبریال او شنونکی سمیع یوسفزی چې د طالبانو اړوند پرمختګونه له نږدې څاري په دې اړه له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې د طالبانو په لیکو کې د خلیل الرحمن حقاني ځای او پر حالاتو د نوموړي د وژل کیدو په اغیزو غږیدلی دی. له نوموړې سره دا مرکه نوریاس نوري کړې ده. دلته یې اوریدلی شئ.