د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۰

سمېع یوسفزی: په افغانستان کې د نړیوالو تروریستانو په اړه د م. م راپور د احتمالاتو خبره کوي


د افغانستان او پاکستان د سیاسي چارو شنونکی سمیع یوسفزي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:51 0:00

آیا هغه پخواني وسله وال چې په افغانستان کې اوسي، د نړۍ لپاره خطر جوړولای شي که نه. احمدتکل د دې موضوع په اړه د افغانستان او پاکستان د سیاسي چارو له شنونکي سمیع یوسفزي سره مرکه کړې. ښاغلی یوسفزی د مرکې په پیل کې وايي چې د ملګروملتونو دا او نور راپورونه عموما پر احتمالاتو ولاړ دي:

د ملګروملتونو د بندیزونو د څار ډلې په یوه نوي راپور کې په افغانستان کې د بېلابېلو تروریستي ډلو د حضور خبر ورکړی او تور لګوي چې ګنې طالبان د دې ډلو ملاتړ کوي.

دې ډلې د ملګروملتونو امنیت شورا ته په خپل راپور کې چې د چارشنبې په ورځ خپور شو، القاعده شبکه او پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي هغه ډلې بللې دي چې په وینا یې له افغانستان څخه فعالیت کوي.

په دې ډلو کې د ختیځ ترکستان او نورو ډلو یادونه هم شوې. د پخواني شوروي اتحاد پرضد د جهاد له پیل راهیسې په تېرو څو لسیزو کې ګڼو وسله والو ډلو د افغانستان او همداراز د پاکستان له خاورې فعالیت کاوه او په دې سیمو کې اوس د همدې وسله والو یو بل نسل ژوند کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې دا نوی نسل د نړۍ لپاره خطر جوړولای شي که نه.

احمدتکل د همدې موضوع په اړه د افغانستان او پاکستان د سیاسي چارو له شنونکي سمیع یوسفزي سره مرکه کړې. ښاغلی یوسفزی د مرکې په پیل کې وايي چې د ملګروملتونو دا او نور راپور عموما پر احتمالاتو ولاړ دي:

XS
SM
MD
LG