کارپوهان وايي، د پاکستان لهخوا د اسلامي دولت–خراسان (داعش–خ) د یوه شکمن غړي نیول او بیا د هغه متحده ایالاتو ته سپارل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ ضد همکارۍ د بیا پیلېدو نښه ده.
په کانګرس کې د ترمپ وینا ته لنډه کتنه
بلوڅ بیلتونپالو د هغې ځان وژونکې حملې مسوولیت منلی دی چې د بلوچستان ایالت په کلات سیمه کې یې یو سرتېری وواژه.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید جیو نیوز ټېلېوېژن او نورو رسنیو ته وویل چې له "لومړنیو پلټنو ښکاري" چې دا یو "ځانمرګی برید" وو خو پولیسو د پېښې په ځای کې پلټنې پیل کړې دي.
د سویلي کوریا استخباراتو د فیبرورۍ په ۲۷مه وویل چې شمالي کوریا روسیې ته نور سرتېري استولي او یو شمېر یې بېرته د اوکراین پولې ته نږدې، د کورسک سیمې د جګړې لومړۍ کرښې کې ځای پر ځای شوي.
متحده ایالاتو او اوکراین د یوې مسودې پر شرایطو موافقه کړې چې له مخې به یې واشنګټن د کیف د ملاتړ په بدل کې د اوکراین معدني سرچینو ته لاسرسی ومومي.
د جرمني د فیبرورۍ ۲۳ سراسري ټاکنو ته د نږدې کېدو سره، د جرمني لپاره بدیل (AfD) ګوند د لا زیات ملاتړ ترلاسه کولو په حال کې دی، خو هممهاله له سختو مخالفتونو سره هم مخامخ دی. خلک دا ګوند تورنوي چې د کډوالو له لوري د تاوتریخوالي پېښو څخه د سیاسي موخو لپاره ګټه اخلي.
د پاکستان پولیس وايي، د پوځ پرضد په خونړیو بریدونو کې د لاس لرو په تور يې۳۰ کسان نیول دي.
د خیبرپښتونخوا په باجوړ سیمه کې یوه پنځه کلنه ماشومه د جنسي تیري وروسته په ډبرو وژل شوې ده.
کابل کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړې ده چې ددې ډلې د مشر د پرېکړو، په تېره بیا د نجونو د زدهکړو د مخنیوي په اړه د دریځ له امله د طالبانو د کابینې ډېری وزیران خوابدي دي او ځینو یې استعفاوې کړي چې نه دي منل شوي. خو د طالبانو یوې بلې سرچینې بیا ازادي راډیو ته دا رد کړې ده.
نور راوښيه