د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

نړۍ

د پاکستان ولسي جرګې د دې هېواد اتتخاباتو په تړاو د امریکا د کانګرس پرېکړه‌لیک وغانده

د پاکستان د ولسي جرګې د عمومي غونډې انځور
د پاکستان د ولسي جرګې د عمومي غونډې انځور

د پاکستان د پارلمان ولسي جرګې پرون جمعه د امریکا د کانګرس هغه پرېکړه‌لیک وغانده چې روانه اوونۍ یې د پاکستان په ترسره شویو پارلماني انتخاباتو کې د پراخو درغلیو د ادعاوو په اړه د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د ولسي جرګې د پرېکړه‌لیک مسوده چې په دې جرګه کې د واکمن ګوند د غړې شائسته ملک له‌خوا وړاندې شوی وه، د پخواني صدراعظم عمران خان د ګوند د وکیلانو له اعتراضونو سره سره تصویب شوه.

د عمران خان ګوند پلویانو ادعا کړې چې د فبرورۍ د اتمې په پارلماني ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.

مېرمن ملک په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل چې د متحده ایالاتو د چهارشنبې د ورځې تصویب شوی پرېکړه‌لیک د دې په وینا، په بشپړ ډول له حقایقو سره په تضاد کې دی.

هغې وويل، پاکستان به په خپلو کورنيو چارو کې دا ډول لاسوهنه ونه زغمي.

تر دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف هم د امریکا د استازیو جرګې پر دغه پرېکړه‌لیک انتقاد کړی او ویلي وو چې د امریکا متحده ایالات حق نه لري چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

دغه انتخابات چې په نتیجه کې یې هېڅ یو ګوند ونه توانېد چې په یوازې توګه اکثریت ترلاسه کړي، له تاوتریخوالي، د ټیلیفوني او نورو ټولنیزو شبکو د بندېدو او د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان د ګوند له‌‌خوا د درغلیو له ادعاوو سره مله وه.

خو د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون دغه ادعاوې رد کړي دي.

د کرکټ نړیوال چام پایلوبه؛ هند او جنوبي افریقا سیالي کوي

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

ټاکل شوې د هند او جنوبي افریقا ملي ټیمونه نن په ویسټ اینډیز کې د شلو اوورونو د نړیوال جام پایلونه وکړي.

دواړه لوبډلې به نن د کابل پر وخت ماښام اووه بجې د ویسټ اینډیز د باربادوس په بریجټاون کې سره مخامخې شي.

جنوبي افریقا په نیمه پایلوبه کې افغانستان او هند انګلنډ یا انګلستان ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووتل.

د بریتانیا پولیسو د اقلیمي فعالانو ۲۷ غړي نیولي

ارشیف: په بریتانیا کې د اقلیمي فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په بریتانیا کې د اقلیمي فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د بریتانیا پولیسو پرون خبر ورکړی چې د "یوازې تېل بند کړئ" ډلې د اقلیمي فعالانو ۲۷ غړي یې نیولي دي.

دغه کسان په دې شک نیول شوي چې ښايي په راروانو میاشتو کې د هوايي ډګرونو فعالیت ټکنی کړي.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، پولیسو په ملي سطحه د عملیاتو په لړ کې چټک اقدام وکړ.

د پولیسو په وینا، د اقلیم دغه ۲۷ فعالان د ملي بنسټونو د چارو د ګډوډۍ په شک نیول شوي دي.

د "یوازې تېل بند کړئ" په نوم د فعالانو ډله د بریتانیا له حکومته غواړي چې د تېلو او ګازو ټول نوي اکتشافات بند کړي او ویلي یې دي، تر هغو چې حکومت داسې اقدام نه وي کړي، دوی به له خپلو مبارزو لاس وانخلي.

د غزې په جنوبي او شمالي سیمو د اسراییلو تازه بریدونه؛ چارواکي: لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي

پر غزې د اسراییلو د بریدونو یو انځور
پر غزې د اسراییلو د بریدونو یو انځور

اسراییلي ځواکونو پرون هم د غزې تړانګې په دوو جنوبي او شمالي سیمو کې خپل تهاجم ته دوام ورکړ.

په همدې حال کې د فلسطینیانو روغتیايي چارواکي وايي، په رفح ښار کې د ټانکونو په تازه ډزو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

ځايي اوسېدونکي او د حماس ډلې رسنۍ وايي، د اسراییل ټانکونه د رفح ښار په شاکوش سیمه کې خپل مخکې تګ ته دوام ورکړ او په زرګونو بېځایه شوي کسان یې اړ کړل چې له کمپونو ووځي، یا د شمال پر لوري کډه شي یا هم نږدې ښار خان یونس ته ځانونه ورسوي.

د اسراییل پوځ لا د دغو څرګندونو په باب عکس العمل نه دی ښودلی.

د مې میاشتې له اوومې ټانکونه د رفح ښار په بېلابېلو سیمو کې مخکې تللي او اسراییلي ځواکونه له مصر سره پر ټولو سرحدي سیمو کنټرول لري.

رفح ښار د غزې تړانګې د ۲ میلیونو او ۳لکه اوسېدونکو لپاره یوازینۍ دروازه ده چې هر ډول اکمالات ورباندې کېږي.

فنلنډ له اوکراین سره د ۱۷۰ ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو اعلان وکړ

د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټب
د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټب

د فنلنډ دفاع وزارت له اوکراین سره د ۱۷۰ ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو اعلان وکړ.

د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټب نن د حکومت له لورې د دې مرستې وړانیز تصویب کړ.

د فنلنډ دفاع وزارت تر اوسه دا نه ده روښانه کړې چې په دې مرستو که څه شامل دي او څرنګه به یې له اوکراین سره کوي، خو دا له اوکراین سره د فنلنډ د مرستو ۲۴مه بسته ده.

د اذربایجان ولسمشر د دې هېواد پارلمان منحل کړ

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف نن پارلمان منحل کړ او اعلان یې وکړ چې د سپټمبر په لومړۍ نېټه به انتخابات ترسره شي.

مخکې ټاکل شوې وه چې دا ټاکنې په نومبر کې وشي.

د نوي اذربایجان واکمن ګوند تېره اوونۍ وویل چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي کنفرانس په ګډون یو شمېر غونډې شته چې د انتخاباتو په نېټه کې بدلون ته اړتیا لیدل کېږي، د اساسي قانون محکمې پرون دا وړاندیز تصویب کړ.

مخالفو سیاستوالو او ګوندونو انتقاد کړی او تور یې پورې کړی چې واکمنان په دې ډول په انتخاباتو کې درغلیو ته لارې پرانېزي.

پولنډ د ناټو تر سرمشریزې مخکې له اوکراین سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکوي

د پولنډ صدراعظم ډونالد ټوسک
د پولنډ صدراعظم ډونالد ټوسک

د پولنډ صدراعظم وایي، دی ډاډه دی چې له اوکراین سره به د ناټو تر راتلونکې سرمشریزې مخکې دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک شي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو د مشرانو غونډه د جولای په نهمه په واشنګټن کې جوړه شي.

د پولنډ صدراعظم ډونالد ټوسک نن خبریالانو ته وویل چې د اوکراین له ولسمشر سره به په وارسا کې د دې تړون په اړه خبرې وکړي او ۹۹ فیصده دا امکانات شته چې له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره دا تړون د ناټو تر سرمشریزې مخکې لاسلیک کړي.

کرکټ نړیوال جام پایلوبه؛ جنوبي افریقا له هند سره سیالي لري

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

ټاکل شوې چې سبا د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام پایلوبه د جنوبي افریقا او هند ترمنځ وشي.

په نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا د افغانستان لوبډلې ته او هند د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبې د شلو لوبډلو ترمنځ د جون په لومړۍ نېټه د امریکا د متحد ایالتونو او ویسټ اینډیز په کوربتوب پیل شوې چې پایلوبه به یې سبا په ویسټ اینډیز کې وشي.

اسراییل ۶۸ کسانو ته اجازه ورکړې څو له غزې څخه مصر ته لاړ شي

د غزې او مصر ترمنځ سرحدي سیمه چې اوس د اسراییلي ځواکونو کنټرول کې ده.
د غزې او مصر ترمنځ سرحدي سیمه چې اوس د اسراییلي ځواکونو کنټرول کې ده.

اسراییلي چارواکي وایي چې ۶۸ کسانو ته یې اجازه ورکړه چې له غزې تړانګې مصر ته ولاړ شي.

په دوی کې ۱۹ ناروغان او ټپي ماشومان دي او نور له هغوی سره مله کسان دي.

دا له نژدې دوو میاشتو راهیسې لومړۍ ډله ده چې پرون د درملنې لپاره له غزې بهر ته ولاړه.

د مې په لومړیو کې اسراییلي ځواکونو له غزې څخه د وتلو دغه یوازینۍ پاته لاره هم ونیوله.

له نژدې نهو میاشتو راهیسې د غزې جګړې روغتیایي سکتور ویجاړ کړی او اکثر روغتونونه په دې تړانګه کې تړل شوې دي.

روغتیایي چارواکي وایي، په زرګونو کسان د عاجلو روغتیایي پېښو له امله بهر ته تګ ته اړتیا لري.

د اروپا د فوټبال د اتلولیو دوهم پړاو لوبې پيلېږي

د اروپا د فوټبال جام له سیالیو یو انځور
د اروپا د فوټبال جام له سیالیو یو انځور

د اروپا د فوټبال د اتلولیو دوهم پړاو لوبې سبا پيلېږي.

لومړۍ لوبه د کابل په وخت د ماښام اته نیمې بجې د سویس او ایټالیا ترمنځ ده، دوهمه لوبه د کابل په وخت د شپې په یولس نیمې بجې د کوربه جرمني او ډنمارک ترمنځ پيلېږي.

دوهم پړاو ته ۱۶ لوبډلې وتلي دي.

دا لوبې د ۲۴ هېوادونو د ملي ټیمونو ترمنځ د جون په ۱۴مه په جرمني کې پیل شوې چې د جولای په ۱۴مه به یې پایلوبه ترسره شي.

د یوې وړاندوینې له مخې چې د بي‌بي‌سي سپورټ ویبپاڼې خپره کړې، اسپانیا ۲۷ فیصده چانس لري چې د اروپایي لوبو اتله شي، ورپسې هالنډ ۲۵ فیصده او په هغه پسې انګلستان ۲۲ فیصده د اتلولۍ د خپلولو وړ بلل شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG