د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۳

خبرونه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: تر ۱۰۰۰ ډېر بې اسناده بهرني اتباع مو ایستلي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی په روان هجري قمري ( ۱۴۴۵) کال کې ۱۰۰۹بهرني اتباع چې قانوني اسناد یې نه درلودل ډیپورټ کړي دي.

دا خبره د دغه وزارت د سرحدي پولیسو ریاست نظامي مرستیال عبدالمنان حسن د طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلویزیون ته کړې ده، خو نوموړي دا نه دي ویلي چې دا کسان د کومو هیوادونو اتباع وو، او د څه لپاره افغانستان ته راغلي وو.

د یادونې ده چې په تېرو نېږدې دریوو کلونو کې په افغانستان کې وخت په وخت د طالبانو حکومت له خو د یو شمېر بهرنیو اتباعوو د بندي کولو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د زندانونو د تنظیم ادارې چارواکو د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې ملت ته د حساب ورکولو په نوم پروګرام کې ویلي وو، چې د پنځه ښځو په ګډون شپاړس بهرنیان د افغانستان په زندانو کې بندیان دي.

خو د دغو بندیانو د هویت او جرمونو په اړه یې جزییات نه وو ورکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

رمضان بشردوست د طالبانو له‌خوا د ده د بندي کېدو اوازې دروغ وبللې

د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی رمضان بشر دوست
د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی رمضان بشر دوست

د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د ده د بندي کېدو په اړه خپرې شوې اوازې دروغ دي.

دی وایي، دا اوازه د کوم یوټیوب چینل له لوري په نامعلوم دلیل خپره شوې وه چې تر هغه وروسته ځینو رسنیو او د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني یې هم په اړه په خپله ایکسپاڼه اندېښنه څرګنده کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې نن یکشنبه د بشردوست په ګډون په تخار ولایت کې د تېر جمهوري حکومت د ولایتي شورا مشر روح‌الله رووف یوبل او د پروډیسر، ویاند، پروډیوسر، سینمایي فعال او لیکوال سید رحیم سعیدي او په کندهار کې د ازاد خبریال محمد یار مجروح د نیول کېدو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.

خو د سعیدي او مجروح خپلوانو ازادي راډیو سره خبرو کې د طالبانو د حکومت له لوري د دوی نیول کېدل تایید کړي دي.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همراز د دغو دوو کسانو د خپلو د ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې نه دي ځواب کړي.

پاپ فرانسس: د پاریس المپیک به د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د جګړو د اوربند سبب شي

د نړۍ د رومن کاتولیک عیسویانو مشر
د نړۍ د رومن کاتولیک عیسویانو مشر

د نړۍ د رومن کاتولیک عیسویانو مشر هیله څرګنده کړې چې د پاریس المپیک به د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په روانو جګړو کې د اوربند سبب شي.

پاپ فرانسس نن په واتیکان کې په خپله اونیزه وینا کې د بېلابېلو سپورتونو له لوبغاړو وغوښتل چې ځوان نسل ته د سولې د پیغام رسوونکي او مثالونه شي.

هغه زیاته کړه، دی هیله‌من دی چې المپیک به له لرغوني دود سره سم په جګړو کې د اوربند د ټینګښت فرصت رامنځته کړي.

پاپ د اوکراین، غزې، میانمار او نورو جګړو یادونه وکړه او ویې ویل: "راځئ دا خبره هېره نه کړو چې جګړه د ماتې په معنا نه ده."

ټاکل شوې چې د پاریس د المپیک لوبې د شاوخوا لس نیم زره لوبغاړو او د څه باندې سلو هېوادونو د حکومتونو او دولتونو د مشرانو په حضور کې راروانه جمعه د جولای ۲۶مه د سین سیند پر غاړه د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شي.

د کییف ښاروال: ولودیمیر زیلینسکي له یو سخت سیاسي انتخاب سره مخامخ دی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د کییف ښاروال وايي، داسې مهال چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات راروان دي ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له یو سخت سیاسي انتخاب سره مخامخ دی.

ویټالي کلیچکو له ایټالوۍ ورځپاڼې کوریر دېلا سېرا سره په مرکه کې پوښتنه کړې اوس باید معلومه شي چې آیا اوکراین به له نورو مړینو او ویجاړیو سره د روسیې پر ضد جګړې ته دوام ورکوي او که به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ارضي تمامیت په مسئله کې سازش کوي؟

کلیچکو زیاتوي زیلینسکي چې هر ګام پورته کړي، په هر صورت به خپل سیاسي ژوند ته د پای ټکی ږدي.

د کلیچکو په وینا، دا احتمال شته چې زیلینسکي د دې ستونزې د حل لپاره عمومي ټولپوښتنه وکړي.

کلیچکو په دې مرکې کې دا یادونه هم کړې چې په دې اړه پرېکړه له مشروعیت پرته نه شې کېدلای.

پاکستاني چارواکو په فرانکفورت کې د دوی پر قونسلګرۍ د یوې افراطي ډلې برید وغانده

په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت
په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د جرمني په فرانکفورت ښار کې د پاکستان پر قونسلګرۍ د یوې افراطي ډلې برید غندي.

په یوه بیان کې چې نن دې وزارت خپور کړ پر هغه څه چې د قونسګرۍ په خوندي ساتنه کې د جرمني چارواکو پاتې راتلل بلل شوي انتقاد شوی دی.

بیان د جرمني له حکومت څخه غواړي چې د پاکستان د ديپلوماتیک ماموریت او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره سمدستي لازم تدابیر ونیسي.

پاکستان له جرمني څخه دا غوښتنه هم کړې چې په پرونۍ پېښه کې دخیل کسان ونیسي.

په یوه ویډیو کې چې پرون پر ټولنیزو شبکو خپره شوه یوه ډله په داسې حال کې لیدل کېږي چې د افغانستان درې رنګه بیرغ ورسره دی او په فرانکفورت کې د پاکستان قونسلګرۍ ته ننوځي او بیا د پاکستان بیرغ راپرې باسي.

د دې کار انګیزه تراوسه نه ده معلومه شوې.

په عین حال کې د پاکستان جیو نیوز شبکې نن راپور ورکړ چې د دې ویډیو له خپرېدو وروسته په جرمني کې یو شمېر کسان نیول شوي دي.

د دې خبر له مخې د افغانستان یوشمېر وګړو د پاکستان قونسلګري په تیږو وویشته او د دې هېود ملي بیرغ یې راپرې ایست.

جرمني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جنوبي کوریا د شمالي کوریا پر ضد تبلیغاتي خپرونې زیاتې کړي

ارشیف
ارشیف

وروسته له دې چې شمالي کوریا د جنوبي کوریا خاورې ته د بالونونو په وسیله نور کثافات ولېږل سیول نن اعلان وکړ چې په ګډ سرحد کې یې د پیونګ‌یانګ پر ضد تبلیغاتي خپرونې زیاتې کړې دي.

د جنوبي کوریا د پوځ ستر درستیز په یوه بیان کې وویل چې نن سهار یوځل بیا د شمالي کوریا بالونونه له سرحد څخه تر اوښتو وروسته د پلازمېنې سیول په شمالي برخه کې ښکاره شول.

بیان زیاتوي چې له دې سره د جنوبي کوریا پوځ هم له شمالي کوریا سره د ۲۴۸ کیلومتره ګډې پولې په اوږدو کې د لوډسپیکرونو په وسیله په تبلیغاتي خپرونو سره ځواب ووایه.

د سړې جګړې په څېر دې رواني جګړې داسې مهال زور اخیستی دی چې د کوریا په ټاپووزمه کې د شمال او جنوب ترمنځ اړیکي له اوږدو کلونو راهیسې ترینګلي دي.

په دې ترڅ کې دواړه د یوبل پر ضد د سختو اقداماتو ګواښونه کوي او یوبل ته د هغو د ناوړه عواقبو خبرداري ورکوي.

حدیده کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو د اسراییلو بریدونه؛ درې کسان وژل شوي

د حدیدې بندر یوه څنډه
د حدیدې بندر یوه څنډه

د اسراییلو جنګي جېټ الوتکو پرون د یمن په حدیده بندر کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د رویټر خبري اژانس د خبر له مخې په دې بریدونو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او ۸۷ تنه نور ټپیان دي.

د ایران تر ملاتړ لاندې د حوثي یاغيانو اړوند المسیره تلوېزیون د روغتیا وزارت د سرچینو له قوله خبر ورکړی چې ډېری ټپیان سخت سوځېدلي دي.

د اسراییلو په بمباریو کې د یمن د تېلو او برښنا تاسیسات په نښه شوي دي.

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي چې حوثي یاغیانو د دې بندر له لارې له ایران څخه وسلې ترلاسه کولې.

د اسراییلو له دې حملې یوه ورځ مخکې حوثي یاغیانو د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په تل‌ابیب کې د اسراییلو پر اقتصادي مرکز حمله کړې وه.

ګیبریسیوس: ملګري ملتونه د افغانانو په تېره د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوي

د ارزګان د ولایتي روغتون یوه څنډه
د ارزګان د ولایتي روغتون یوه څنډه

د روغتیا د نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" مشر وايي، د ملګرو ملتونو دا اړونده اداره به د افغانستان د ټولو خلکو په تېره د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي څو هغو ته روغتیايي اسانتیاوې چمتو کړي.

تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس دا خبره د طالبانو د حکومت د روغتیا له سرپرست وزیر نورجلال جلالي سره تر کتنې وروسته پر خپله ایکسپاڼه لیکلې ده.

هغه لیکلي چې له جلالي سره د تېرې اونۍ په کتنه کې یې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د هڅو د ګړندي کولو او په افغانستان کې د نورو ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه هم بحث وکړ.

د "ډبلیوایچ‌او" WHO مشر زیاتوي چې له جلال سره یې زده‌کړو او کار ته د ښځو د انډول حق د یقیني کولو په اړه هم خبرې کړي.

ښاغلي ګیبریسیوس نه دي ویلي چې دا کتنه په کوم ځای کې شوې، خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت پرون په یو بیان کې وویل، جلال چې د روغتیا په برخه کې د پرمختګونو او له دې وزارت سره د نړیوالو ادارو د همغږۍ په اړه د خبرو لپاره له یوه پلاوي سره سویس ته تللی هلته له ګیبریسیوس سره لیدلي دي.

پر حدیده بندر د اسراییلو بریدونه؛ نتنیاهو: د دې بندر له لارې حوثیانو ته له ایرانه وسلي راځي

د حدیدې بندر یوه څنډه
د حدیدې بندر یوه څنډه

عربي سرچینو د یمن په لوېدیځ کې په حدیده بندر او د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې د هوايي بریدونو خبر ورکړ او د اسراییل پوځ د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د اسراییل پوځ پرون شنبې اعلان وکړ چې د دغه هېواد د هوايي ځواک جنګي الوتکو د یمن په حدیده بندر کې د حوثیانو پر پوځي هدفونو بریدونه کړي دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې د دې بندر له لارې، چې اسراییلي جنګي الوتکو په نښه کړ، حوثیانو ته له ایران څخه وسلې راځي.

ده زیاته کړه چې دا برید د اسراییل دښمنانو ته دا ورپه ګوته کوي چې اسراییل هر ځای ویشتلی شي.

د یمن حدیده بندر د اسراییل له پولې شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره لیرې دی.

د اسراییل د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا برید پر اسراییل په تېرو میاشتو کې د سلګونو یرغلونو په ځواب کې شوی دی.

د حوثیانو تر کنټرول لاندې د یمن د روغتیا وزارت وايي چې په دې بریدونو کې لږترلږه ۸۰ تنه ټپیان شوي او ۳ هم وژل شوي دي.

د ترکیې ساحلي ساتونکو ۹۹ پناه غوښتونکي نیولي

د ترکیې یوه ساحلي سیمه
د ترکیې یوه ساحلي سیمه

د ترکیې خبري اژانسونو پرون شنبې خبر ورکړ چې د دغه هېواد ساحلي ساتونکو ۹۹ پناه غوښتونکي نیولي دي.

د ترکیې ساحلي ګارد دا کسان، غیرقانوني کډوال بللي او وايي چې هغوی یې د دیدیم سیمې د مهاجرت ادارې ته سپارلي دي.

د ترکیې د خبري اژانسونو د راپور له مخې، د ترکیې ساحل ساتونکو د دغو پناه غوښتونکو د قاچاق په تور دوه تنه نیولي دي.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې پناه غوښتونکي د کوم هېواد اتباع وو، خو ترکیې ته ډېری افغانان، عراقیان او سوریايي په قاچاقي لارو ځي څو له دغه هېواده ځان اروپا ته ورسوي.

په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ۹ مثبتې پېښې ثبت شوي

ارشیف: په پاکستان کې یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: په پاکستان کې یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال

پاکستاني رسنۍ وايي چې په دغه هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دا پېښې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې ثبت شوي، خو وروستۍ هغه یې په هنګو کې تثبیت شوې ده.

د پاکستان د روغتیا وزارت چارواکو پرون شنبې د خپل هېواد رسنیو ته وویل چې د سند ایالت په ګډون د پاکستان په څه باندې ۵۰ سیمو کې تراوسه پورې د پولیو تر ۲۱۵ ډېرې نمونې موندل شوي دي.

د دوی په وینا، تر دې دمه ۹ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي دي.

د پولیو ناروغي یوازې په افغانستان او پاکستان کې محوه شوې نه ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG