افغانستان
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لپاره نوی روزونکی وټاکل شو
عثمان توشف د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه وټاکل شو.
د افغانستان فوټبال فدراسیون په فېسبوک کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې توشف نن دوشنبې (د تلې په ۳۰مه) په کابل کې یو کلن قرارداد کړ.
دې فدراسیون زیاته کړې چې عثمان توشف د ازبکستان دی او د آسیا د فوټبال تر ټولو لوړ روزنیز سند (AFC Pro) لري.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم پخواني سرروزونکی، اشلي ویسټوډ، د سنبلې په میاشت کې د روزنې له دندې څخه استعفا کړې وه.
ده د دې پرېکړې دلیل په وخت د میاشتنۍ معاش نه ترلاسه کول بلل شوی و.
په کندهار کې افغان بزګرانو څه باندې ۶۱ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر کړي
په کندهار کې افغان بزګرانو سږ کال څه باندې ۶۱ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر کړي دي.
باختر اژانس چې د طالبانو په واک کې دی، د کندهار د کرنې ریاست د ویاند محمد حنیف حقمل په حواله پرون ویلي چې دغه اندازه زعفران متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، جرمني او ازبکستان ته صادر شوي دي.
د زعفرانو کرکېله داسې مهال جنوبي ولایتونو کې زیاته شوې چې دغلته د کوکنارو په کرکېله لګول شویو محدودیتونو بزګران اندېښمن کړي دي.
پخوا تر دې د هلمند او کندهار بزګرانو ویلي، د طالبانو لهخوا په کوکنارو بندیز دوی زیانمن کړي، ځکه په وینا یې بدیل کښت نه دی ورکول شوی.
د افغانستان زعفران په نړۍ کې مشهور دي او څو ځله یې "د ښه خوند" جایزه ترلاسه کړې ده.
طالبانو په تخار کې دوه کسان په درو وهلي
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په تخار ولایت کې یو سړی او یوه ښځه د زنا په تور په درو وهل شوي دي.
معلومه نه ده چې د دغو کسانو جرم چا ثابت کړی او یا یې په اړه کافي شواهد موجود دي که څنګه.
د طالبانو سترې محکمې په خپل بیان کې یکشنبه ویلي چې دا ښځه او سړی په عام محضر کې هر یو ۳۹ دُرې وهل شوي.
له هغه وخته چې طالبان په ۲۰۲۱ کې واک ته ورسېدل، د دوی حکومت د ښځو په ګډون ډیری خلک د بېلابېلو دلایلو له امله په درو وهلي دي.
ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو دغه سزاوې غندلي او د هغوی د بندولو غوښتنه یې کړې، خو طالبانو دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
طالبانو له کابل او نهو نورو ولایتونو تر ۶۲زرو ډېرو سوالګر د راټولولو خبر ورکړی
د طالبانو حکومت وايي، له کابل او نهو نورو ولایتونو یې تر ۶۲زرو ډېر سوالګر راټول کړي دي.
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دغه سوالګر له کابل، لغمان، سمنګان، ننګرهار، هرات، خوست، پروان، پکتیا، نیمروز او فاریاب ولایتونو څخه راټول شوي دي.
دغه دفتر وايي، له دې ډلې ۲۷۷۱۵ یې مستحق سوالګر او پاتې نور یې مسلکي سوالګر، یتیمان او په نشهيي توکو روږدي دي.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون تصویب او نافذ کړی چې له مخې یې په ځان روغ او هغه کسان چې یو کسب یې زده وي له سوالګرۍ منع دي.
طالبانو داسې وخت د لسګونو زرو سوالګرو د راټولولو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس دمګړی ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
یو شمېر سوالګرو ویلي چې دوی له ناچارۍ سوال ته مخه کړې او حکومت باید د دوی لپاره د کار زمینه برابره کړي.
بینېټ په کاناډا کې د افغانستان د بشري ناورین او حل لارو په اړه خبرې کوي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینېټ کاناډا ته تللی او هلته د افغانستان د بشري ناورین او حل لارو په اړه خبرې کوي.
هغه ددغه سفر په درشل کې په خپله ایکسپاڼه لیکلي وو چې غواړي د افغانستان د روان بشري کړکېچ په اړه خبرې وکړي او دا چې څنګه د کاناډا حکومت د افغانانو د بشري حقونو ملاتړ کولای شي.
بینېټ له دې یکشنبې تر راتلونکې شنبې د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا او تورنتو کې کې له حکومتي چارواکو، مدني او بشري فعالانو او افغانانو سره ګوري.
کاناډا له هغو هېوادونو ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې له افغانانو سره خپلې بشري مرستې کړي او شاوخوا څلوېښتو زرو افغانانو اکثر فعالانو او خبریالانو ته یې پناه ورکړې ده.
ریچارډ بینېټ چې دمګړی د طالبانو حکومت افغانستان ته له ورتګ منع کړی د منځني ختیځ او سیمې ګڼو هېوادونو ته تر دې مخکې هم سفرونه کړي کړي او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه یې خبرې کړي.
د کابل هوايي ډګر ته څېرمه راکټونه لګېدلي
د کابل هوايي ډګر ته څېرمه یکشنبه ماښام دوه راکټونه لګېدلي دي.
د طالبانو د حکومت یوې معتبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته تایید کړه چې یکشنبه ماښام دا دوه راکټونه هوایي ډګر ته څېرمه په غره لګېدلي دي.
سرچینه زیاتوي چې چاته په دې برید کې مرګژوبله نه ده اوښتې.
اخوا په خواله رسنیو کې د دې برید اړوند ویډیوګانې هم لاس په لاس کېږي چې پکې د درنو چاودنو غږونه اورېدل کېږي.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
تېر کال هم د کابل پر هوايي ډګر درې راکټونه لګېدلي وو چې له امله يې درې کسان ټپيان شوي وو.
افغان ابدالیانو د بنګلهدېش الف لوبډلې ته هم ماتې ورکړه
د اسیا ایمرجینګ جام د ګروپي سیالیو په دویمې لوبې کې افغان الف لوبډلې د ۴ وېکټو په توپیر د بنګلهدېش الف لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.
دغه سیالي چې د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شوې، پچه یې افغان لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
بنګلهدېش د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کې ۱۶۴ منډې وکړې.
د یادې لوبډلې لپاره پروېزحسین تر نورو زیاتې ۵۴ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې بلال سمیع، قیس احمد، شرفالدین او کریم جنت یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.
د افغان ابدالیانو د توپوهنې پاڼۍ ذبید اکبري او صدیقالله اتل پیل کړه، اکبري تر ۱۶ منډو جوړولو وروسته وسوځېد، خو صدیق اتل د لوبې د شلم اور په وروستي توپ په یوې شپږیزې سره د بنګلهدېش هدف پوره کړ.
ښاغلي اتل پهدې لوبه کې په ۵۵ توپونو ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې، د هغه په پاڼۍ کې ۵ شپږیزې او ۹ څلوریزې شاملې وې.
دا د اسیا ایمرجینګ په سیالیو کې د افغان لوبډلې پرلهپسې دویمه بریا وه.
ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله د ګروپي پړاو وروستۍ سیالي د اکټوبر په ۲۲مه نېټه د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
د بنګلهدېش الف لوبډلې افغان ابدالیانو ته د ۱۶۵ منډو هدف ورکړ
د اسیا ایمرجینګ جام په سیالیو کې نن یکشنبه د افغانستان او بنګلهدېش الف لوبډلو سیالي پیل کړې، چې د بنګلهدېش د توپوهنې پاڼۍ بشپړه شوه.
دغه سیالي چې د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شوې، پچه یې افغان لوبډلمشر وګټله او توپاچونه یې غوره کړه.
بنګلهدېش د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کې ۱۶۴ منډې وکړې.
د یادې لوبډلې لپاره پروېزحسین تر نورو زیاتې ۵۴ منډې وکړې.
په افغان توپاچونکو کې بلال سمیع، قیس احمد، شرفالدین او کریم جنت یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.
د افغانستان د واليبال ملي لوبډلې مالدیپ ته ماتې ورکړه
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې نن یکشنبه د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د مرکزي اسیا په سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له مالديپ سره ترسره کړه چې ۳ د صفر پر وړاندې یې وګټله.
افغان لوبډلې په نننۍ سیالۍ کې درې سیټه په غټ توپیر وګټل او په روان ټورنمنټ کې یې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
افغانستان تر دې وړاندې ترکمنستان او ازبکستان ته سیالۍ بایللې دي.
افغان لوبډله به د ګروپي پړاو دوه نورې سیالۍ له تاجکستان او قرغیزیستان سره ترسره کړي.
د مرکزي اسیا د والیبال سیالۍ د تېرې جمعې په ورځ د شپږو هېوادونو په ګډون سره د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې پیل شوي دي او د اکټوبر تر ۲۴مې نېټې به دوام ولري.
ډبيلوايفپي: د طالبانو له لوري د نادولتي مرستندويه مؤسسو پر فعاليت څار ډېر شوی
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایفپي وايي، د طالبانو د امربالمعروف د قانون له نافذېدو وروسته په افغانستان کې د نړیوالو او کورنیو ناحکومتي مرستندویو مؤسسو پر فعالیتونو څارنه ډېره شوې ده.
د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله ریلیف وېبپاڼه کې ویلي، که څه هم تر اوسه پورې د طالبانو د څار د زیاتېدو له کبله د دوی پروګرامونه او فعالیتونه اغېزمن شوي نهدي، خو دوی د وضعیت ارزونه پیل کړې او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره به له واکمنو طالبانو سره تماس ته دوام ورکړي.
د طالبانو مشر ملاهبتالله اخندزاده د روان ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱ د امربالمعروف او نهي عنالمنکر قانون توشیح کړ او د اګست له ۲۱مې څخه یې نافذ کړ.
دا قانون چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د محتسبینو لهخوا پلی کېږي، پهکې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو څخه نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.