خبرونه
یو شمیر افغان متقاعدینو خپل تقاعد ترلاسه کړ
طالبانو یوشمیر متقاعدینو ته د تقاعد پیسې ورکړې ، خو ځیني متقاعدینو د چهارشنبې په ورځ شکایت وکړ چې دوی ته یې لږې پیسې ورکړې دي.
د طالبانو د مالې وزارت د ویاند عبدالقیوم ناصر په وینا تر اوسه یولس زره کسان د تقاعد وړ پیژندل شوې دي چې ځینو ته یې د هغوی د میاشتني معاش له مخې تقاعد ورکړل شوی دی.
د اټکل له مخې په افغانستان کې شاوخوا یو نیم لک متقاعدین شته. دغو کسانو ته د تیرو څه باندې څلورو کلونو په ترڅ کې چې طالبان واکمنان شوې دي، تقاعد نه ورکول کیده. دوی د تقاعد د ترلاسه کولو لپاره په کابل او یوشمیر نورو ښارونو کې بیا بیا سوله ییز لاریونه وکړل، چې بالاخره د طالبانو حکومت سږکال پریکړه وکړه چې یوه ځانګړې محکمه به دا وڅیړي چې څوک د تقاعد د پیسو د اخیستو مستحق دی.
په افغانستان کې هغه کسان د تقاعد وړ بلل کیږي چې پنځه شپیته کلن شوي یا یې څلویښت کاله کار کړی ، خو د طالبانو په حکومت کې د تقاعد سیستم له منځه تللی او د مامورینو له معاشونو د تقاعد پیسې نه ګرځول کیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یونېسف: افغانستان کې د میندو روغتیا د ماشومانو روغتیا سره برابره ده
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونېسف) کوچنیانو ته د مور د شیدو ورکولو لپاره میندو ته د ښځینه روغتیاپالانو د لارښوونو په اهمیت ټینګار کوي.
یونېسف د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په مناسبت دا هم وايي چې د میندو روغتیا د ماشومانو روغتیا سره برابره ده.
د ملګرو ملتونو دغه اداره د مېرمنو د تغذیې او د زېږون دمخه دوی ته د اړینې پاملرنې په اهمیت هم ټینګار کوي.
هر کال د اګسټ میاشتې لومړۍ اوونۍ د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په توګه نمانځل کېږي چې هدفیې د ماشومانو او نویو زېږېدلو د ودې او روغتیا لپاره د مور د شیدو حیاتي رول ته پاملرنه را اړول دي.
د راستنېدونکو کړکېچ؛ ۲.۷ میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر ( اوچا) وايي سږکال هېواد ته راستانه شوي ۲.۷ میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا وايي کډوال خپل هېواد ته په ستنېدو سره نوی ژوند پیلوي چې د خوندي سرپناه، معیشت، تعلیم او روغتیايي خدماتو په برخو کې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وايي د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې تقریباً ۶ ملیونه افغانان له ګاوڼدیو هېوادونو، پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
ونس: ایران سره توافق ته د رسېدو لار پېچلې ده او وخت ته اړتیا لري
د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس، وايي له ایران سره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره روانې خبرې اترې «پېچلې او له ننګونو ډکې» دي او وخت ته اړتیا لري.
ونس چې ایران سره له ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته د خبرو اترو په بهیر کې د امریکا د مرکچي پلاوي مشري کوله، دغه څرګندونې له فاکس نیوز سره په مرکه کې وکړې.
هغه زیاته کړه چې «ایرانیان په مذاکراتو کې ډېر سخت دي» او حکومتي تشکیلاتیې هم د ونس په ټکو داخلي اختلافونو سره مخ دي.
جېډي ونس ایراني چارواکو سره د خبرو په اړه وویل: "زموږ دنده دا ده چې له دغو شرایطو څخه په بریالیتوب تېر شو او د امریکا د خلکو او همدارنګه د متحده ایالاتو د ولسمشر لپاره غوره پایله ترلاسه کړو."
هغه زیاته کړه چې د تېلو بیې به بالاخره راټیټې شي، ایران به هېڅکه اټومي وسله ترلاسه نهکړي او امریکا به هم په لا پیاوړي دریځ کې وي.
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره کېږي
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵ یو ورځنیو لوبو دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره کېږي.
د دغې لړۍ لومړنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د باران له کبله بېنتیجې اعلان شوه.
ټاکل شوې ده چې دغه لوبلړۍ د اګسټ تر ۱۴مې دوام وکړي.
بلخوا، د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د پنجشنبې په ورځ تایلنډ کې د کانټیننټل جام په سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه کې د نیوزیلنډ ټیم ته ۶-۱ ماته ورکړه او له سیالیو بهر شو.
د افغانستان ټیم له دې مخکې په دغو سیالیو کې د تایلنډ، ویتنام او روسیې په وړاندې دوه ماتې او یوه تساوي درلوده.
نن د افغانستان په ۷ولایتونو کې د تیز باران او سیلونو د راوتو اټکل شوی
نن پنجشنبې د افغانستان په ۷ولایتونو کې د تیز باران او سیلونو د راوتو اټکل شوی.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د تیز باران او له کبله يې د سیلونو د راوتو اټکل کړی دی.
په اعلامیه کې په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو وړاندینه هم شوی دی.
وروستیو بارانونو او سیلونو د افغانستان په خیتځو ولایتونو کې په لسهاوو کسان مړه او خلکو ته په میلیونو افغانیو تاوان ورسوه.
د افغانستان د ازادي جبهه ادعا کوي چې پنځه طالب سرتیري يې وژلي دي
د افغانستان د ازادي په نوم جبهې ادعا کړې چې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې يې د نښه پرمهال پنځه طالب سرتیري وژلي او یولس نور يې ټپیان کړي دي.
دغه جبهې پر خپلې ایکس پاڼې ادعا کړې چې پرون چهارشنبه یې د طالبانو یو برید په شا تمبول دی.
د جبهې په ټکو، نښتې شاوخوا څلور ساعته دوام وکړ.
تراوسه طالب چارواکو د دغې ادعا په اړه څه ویلي نه دی.
ازادي راډيو په خپلواکه توګه د دې جبهې ادعاوې نشي تاییدولی.
اسټرالیا د ایران دوو ښځینه فوټبالرانو ته تابعیت ورکړ
اسټرالیا د ایران دوو ښځینه فوټبالرانو ته تابعیت ورکړ.
د ایران د فوتبال د ملي ټیم دوو پخوانیو لوبغاړو فاطمې پسندیده او عاطفې رمضاني زاده ته پرون چهارشنبې د یو لړ مراسم په ترڅ کې د اسټرالیا تابعیت ورکړل شو.
د ایران د فوټبال د ښځینه ټیم یو شمیر لوبغاړو په اسټرالیا کې د روان کال د اسیا جام د یوې لوبې په پیل کې د ملي سرود له ویلو انکار وکړ چې په ایران کې په "خیانت" تورنې شوې.
په پیل کې د ایران د فوټبال د ملي ټیم پنځه ښځینه لوبغاړو په اسټرالیا کې د بشر دوستانه ویزو غوښتنه وکړه، خو درې نورې لوبغاړې د کورنیو فشارونو له کبله بیرته ایران ته ستنې شوې.
د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز هغه مهال ویلي و،"استرالیایان د دغو زړورو ښځو له سخت وضعیت څخه ډېر متاثره شوي دي".
یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي،"په روانه اوونۍ کې څه باندې درې سوه افغان کډوالو د پاکستان له زندانونو تر خوشي کیدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي".
دغه وزارت نن پنجشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، د ماشومانو په ګډون ۳۲۵تنه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
وړاندې راغلي، دغه کسان د بیلابیلو لاملونو له کبله بندیان شوي وو.
پاکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تیزه کړې چې په زرهاوو کډوال يې بیرته افغانستان ته اخراج کړي دي.
ولسمشر ټرمپ: غوره ګڼم له ایران سره هوکړه وکړم ځکه نه غواړم چې عام خلک ووژل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،" غوره ګڼم چې له ایران سره یوې هوکړې ته ورسیږم، ځکه نه غواړم چې عام خلک ووژل شي".
هغه پرون ماښام په یوې وینا کې وویل،" د جګړې پرتله ډپیلماټیکه حل لار غوره ګڼم خو د ایران د اټومي پروګرام په اړه مو نظر بدل شوی نه دی".
د هغه په ټکو، "ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونه مومي".
بل پلو، د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس ویلي چې له ایران سره هوکړه "پیچلې او ننګونکې"ده چې وخت ته اړتیا لري.
د هغه په ټکو، " له ایرانیانو سره مذاکرات ځکه پیچلي دي چې حکومتي جوړښت يې په څو برخو ویشل شوی دی".
جي ډي ونس د امریکا په استازیتوب له ایران سره د مذاکراتي پلاوي مشري په غاړه درلوده.
د ترکیې د انرژۍ وزیر: د هرمز تنګي د بدیلې نفتي لارې ظرفیت به په ورځ کې ۲.۵ میلیونه بېرلو ته لوړ کړو
د ترکیې د انرژۍ وزیر، د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ د ستونزو په اړه وویل چې د وروستیو میاشتو تحولاتو وښودله نړۍ د نفتو د لېږد لپاره بدیلو لارو ته اړتیا لري، او انقره له عراق سره د انرژۍ د صادراتو د نویو لارو د پراختیا په اړه خبرې کوي.
الپ ارسلان بایراکتار له دولتي «ټيآرټي» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، ترکیه او عراق د سیلوپي او خابور له سرحدونو څخه تر بصرې پورې د یو نوي پایپ لاین د جوړولو په اړه خبرې کوي، څو د عراق او د خلیج د هیوادونود نفتو یوه برخه، د هرمز په تنګي له بشپړې اتکا پرته، نړیوالو بازارونو ته ولېږدول شي.
هغه زیاته کړه، په لومړي پړاو کې به هره ورځ ۷۵۰ زره بېرله د عراق نفت د عراق-ترکیې د موجود پایپ لاین له لارې د جیهان بندر ته ولېږدول شي.
د ترکیې د انرژۍ وزیر وویل، د دې لارې اوسنی ورځنی ظرفیت ۱.۵ میلیونه بېرله دی، او ترکیې وړاندیز کړی چې د دې زېربنا په پراخولو او تر بصرې پورې غځولو سره یې ، د انتقال ظرفیت د ورځې له ۲ تر ۲.۵ میلیونه بېرلو پورې لوړ کړي.
بایراکتار وویل، هره ورځ شاوخوا ۲۰ میلیونه بېرله نفت د هرمز له تنګي څخه تېرېږي، او په دې سمندري لارې کې د روانو کړکېچونو دوام د انرژۍ د صادراتو لپاره د بدیلو او باوري لارو د رامنځته کولو اړتیا لا پسې روښانه کړې ده.