په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریال
افغان حکومت په داسې حال کې دغه هیله ښيي چې ویل کېږي په قطر کې طالب استازي او امریکايي پلاوي په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کموالي هوکړه کړې ده.
د ولسي جرګې دغه پلاوی وروسته له هغې وټاکل شو او بلخ ته ولاړ چې افغان امنیتي ځواکونو په بلخ کې د نظامالدین قیصاري پر کور عملیات وکړل.
په دغه لیک کې راغلي چې یو شمېر رسنۍ په افغانستان کې د اطلاعاتو په برخه کې ناوړه وضعیت لري او په دې تړاو ورسره د دولت غولوونکی چلند، په یوه عادي امر بدل شوی دی.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د دې جګړې له کبله ۲۴۰۰ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې، خو راپور کې دا نهده روښانه شوې چې له دې شمېر یې څومره ماشومان وژل شوي او څومره نور یې ټپیان دي.
یو شمېر افغان سیاسي فعالانو د افغانستان د خلکو د سولې په اړه د نظر پوښتنې د راپور د غونډې په څنډه کې چې د "جګړې او سولې انسټټیوټ" له لوري جوړه شوې وه، د افغانستان د سولې د روان بهیر په اړه څرګندونې وکړې.
د "جګړې او سولې د مطالعاتو انسټټیوټ" له طالبانو سره د سولې له احتمالي هوکړې د افغانانو د هیلو او لومړیتوبونو په اړه یوه نظر پوښتنه ترسره کړې.
له دې پېښې دوه اوونۍ وروسته، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې له هرې بېاحترامۍ او بېحرمتۍ سره به د قانون په اساس چلند کېږي.